راپور: نازدانه
د ۱۳۹۰ هـ ش کال دقوس دمياشتې په ۱۳ مه نېټه ديکشنبې په ورځ دجمعيت اصلاح دخويندو څانګې دننګرهار ولایت په امام ابویوسف تعليمي مرکزکې ترپورته سرليک لاندې یوه پرتمينه غونډه جوړه کړه .
دغونډې ډيری ګډونکونکې دپوهنتون محصلاتې ،دلېسو استادانې او زده کوونکې وې چې شمېره يې نېژدې دوه سوه تنو ته رسېده .
غونډه ماسپښين يوه نيمه بجه دقرا ن عظيم الشان په څومبارکو یاتونو پېل شوه ،دغونډې په لومړیو شېبوکې دجمعیت اصلاح غړې او دالفلاح مدرسې استادې نازدانې پرانستو نکې وینا واو روله ،له راغلو مېلمنو څخه يې مننه وکړه ،دهغوی ايماني جزبه يې وستايله او دغونډې دټاکل شوو موضوعاتو په اړه يې رڼا واچوله .
دښځې مسؤليت په ټولنه کې :
داهغه موضوع وه چې دجمعيت اصلاح غړې استاد امېنې لخو ا وړاندې شوه او خويندې يې خپلومسؤليتونو ته ځير کړې.
دعاشورا دورځې فضایل اواهداف هغه موضوع وه چې دجمعيت اصلاح غړې او الفلاح مدرسې استادې سعديه پرې رڼا واچوله او زياته يې کړه دعاشورا دورځې روژه نيول دامام حسين دشهادت له امله نه ده غوره بلکې داد رسول الله صل الله علیه وسلم مبارک سنت دي چې باید عملي یې کړو او خو يندې يې دې ته وهڅولې چې له هغه بدعاتو او ناوړه دودونو څخه ځان وساتي چې له دين څخه ناخبر اويو شمېر منحرف وګړي او ډلې یې ترسره کوي.
په ټولنه کې د ښځو وضعيت
په همدې ډول دجمعيت اصلاح غړې دوکتورس عايشې په ټولنه کې دښځو په اوسني حالت خبرې وکړې اوزياته يې کړه په اوسني وخت کې دښځو دازادۍ په پلمه دهغوی دبې لارۍ لپاره ډول ،ډول لارې هوارې شوي دي چې زمونږ خويندې بايدله داسې فريبونو او مکرونو څخه خبرې وي او ځان ترې وساتي.
جمعيت اصلاح او د خويندو فعاليت
دغونډې په وروستيو شېبوکې دجمعيت اصلاح غړې او دالفلاح مدرسې استادې ماریه دخويدو لخوا پيغام ولوستو چې په هغې کې دښځو مسؤليتونه په ګوته شوي وه ،دجمعيت اصلاح اهداف يې بيان کړه ،امرباالمعروف اونهې عن المنکر يې دخويند دنده وګڼله ،اوخويندې يې دې ته وهڅولې چې دجمعيت اصلاح په ازادو درسونو، اونيزو حلقو اونورو دينې او تربيتي غونډو او پروګرامونو کې برخه واخلي.
غونډه دماذدېګرپه ۴ بجو داستاد نازدانې لخو ددعا په لوستلو پای ته ورسېده.
ديادونې وړده چې دغونډې په اوږدو کې دالفلاح دنجونو مدرسې دترانې دټيم په خپلو خوږو او زړه راښکونو اوازونو دترانواو نعتو نوپه زم زمه کولو غونډې ته نوره ښکلاهم وربخښلې وه ،اوپه غونډه کې ونډه اخيستونکو خويندو دداډول پروګرامو نو دلا زياتېدو غوښتنه وکړه.
6 Comments
قدرت الله جاهد
الله اکبر و لله الحمد.
ډېر خوښ شوم چې يو ځل مې بيا د جمعيت اصلاح د نه ستړي کيدونکو ګامونو په اړه راپور ولوست. جمعيت اصلاح تل داسې ديني او تربيوي پروګرامونه جوړ کړی چې د مسلمانانو نرو او ښځو ظرفيت او د دين په اړه پوهه زياته کړي. لا بريا يې غواړم او الله سبحانه وتعالی دې دا د افغانستان او اسلام رښتيني ساتونکي نور هم پياوړي کړي.
سيف الله عابد
الله باك دي د جمعيت اصلاح په كارونو كي بركت واچې-
فكر كوم خور فريبا نوري بايد دا مضمون ضرور وګوري- د هغي دير خواهش وو چې په ويب سايت كي داسي كوم خبر يي تر سترګو شي- د الله فضل سره هغه هم پوره شو- الحمد لله
نویدی
الله تعالی دی د ننگرهار خویندو ته ددی کامیاب پروگرام په خاطر پوره اجر او ثواب ورکری- آمین
حبیب الله زیار
ماشاالله، الله دې د خویندو څانګې ته نور توفیق هم ورکړې چې دا ډول پروګرامونه برابر کړې تر څو زمونږ د خویندو دینې تنده پرې ماته شې.
محمدسعید سعیدی
ډیرخوښ اوخوشحاله شوم چی زمونژافغانی خویندی په یوداسی ځای کی راسره راټولیژی چی هلته داسلام په اړه معلومات سره تبادله کیږی اوددی ډول معلوماتوڅخه نوری خویندی استفاده کوی.
Nisar Ahmad Islammal
Masha’Allah, Khushallah yam che da dase sha faaalyatono pa hakla khabrizham, heela da che da khuwendo pa barkha ki noor ham faaalyat ziad sheeeeeeeeee