راپور: اصلاح رسنیز ګروپ
د روانې میاشتې په نهمه نیټه چې د دوشنبې له ورځې سره سمون لري انجمن فرهنګي رسالت له خوا چې د جمعیت اصلاح د نشراتو د څانګې تر څارنې لاندې نوی تأسیس شوې ده دوهمه نوبتي ناسته وشوه.
د دې ناستې پیل د مازدیګر په ۳:۳۰ بجو د انجمن د مسؤل انجنیر محسن امین په پیلیزو خبرو سره وشو چې په خپلو خبرو کې یې د افغانستان په رسنیو کې روان فساد ته اشاره وکړه او په دې اړه یې د مثالونو په رڼا کې څرګنده کړه چې رسنۍ خپل رسالت نه اداء کوي، ریښتیني حقایق خلکو ته نه څرګندوي او د ټولنې اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو ته اصلا پاملرنه نه کوي. نوموړي په خپلو خبرو کې وروسته وویل چې رسنۍ باید له دې حالت څخه وایستل شي او د دې لپاره باید قلمونه خوځند او له شته استعدادونو څخه باید ګټه واخیستل شي.
په لومړۍ ناسته کې ټولو ګډونوالو ته دنده ورکړل شوې وه چې د ځوانان او د واده ستونزې تر عنوان لاندې لنډې لیکنې وکړي چې د ټولو ګډونوالو څخه یې دو لسو کسانو په دې اړه لیکنې کړې او د خپلو ګروپونو د مشرانو له خوا اصلاح شوې وې. په دې ناسته کې د هغو کسانو له ډلې څخه چې په یاده موضوع یې لیکنې کړې وې عبد الباقي سلطاني او احمد قیس خپلې مقالې د ګډونوالو په مخ کې ولوستې چې د عبدالباقي سلطاني لیکنه له ټولو څخه غوره لیکنه وبلل شوه او جایزه هم ورکړل شوه.
په دې پروګرام کې د خبر جوړونې او لیکنې په اړه یو مسلکي درس ته هم ځای ورکړل شوی وو چې د هیواد تکړه لیکوال او ژورنالیست او د جمعیت اصلاح د نشراتو د کمسیون غړي استاد احمد ضیاء رحیمزي له خوا وړاندې شو.
په پای کې ټولو ګډونوالو ته چې شمیر یې له ۴۰ کسانو څخه اوښت، دنده ورکړل شوه چې د اختر په اړه به لیکنې کوي او د اصلاح په موخه به یې خپلو سرګروپانو ته لیږي؛ دا لیکنې به له ایډیټ وروسته د همدې انجمن په سایټ کې نشریږي.
4 Comments
افضلي
ماشاء الله
الله مو بریالي لره
زاهد
مننه څومره ښه الله (ج) مو کامياب لره او الله (ج) دې توفيق درکړي چې د اسلام په خلاف د غيراسلامي ميډيا د ليکنو او پيغامونو ځواب وواياست تر څو د اسلام حقيقي بڼه او څيره نړيوالو ته روښانه او معلومه شي.
کاشکي جميعت اصلاح په ټولو اجتماعي او سائنسي علومو کې داسې ټولګي لرلى چې مسلکي ، ځيرک او ذهين ځوانان يي پکې راټول کړي واى تر څو د اسلام په گټه په مربوطه برخه کې يې زدکړي او څيړنې کولى نو ډير به ښه وي.
نویدی
بارک الله فیکم جوانان عزیز
واقعا جهود تان قابل تمجید وستایش است.
إن شاء الله فعالیت های سازنده تان ازطریق انجمن، نسلی از جوانان ورزیده را جهت خدمت به اسلام ووطن تقدیم هموطنان خواهد نمود.
امیدوارم کست های دروسیکه در برنامه های تان تقدیم میگردد نیز بشکل سی دی از طریق اصلاح پرودکشن تقدیم جوانان عزیزگردد
خداوند نگهدارتان
عبدالباقي
ماشاالله ډېره غوره ناسته او غونډه وه