روح الله ساحل
اصلاح رسنیز ګروپ
په کابل کې دقرآن پوهنې دوره چې د جمعیت اصلاح د دین پوهنې د څانګې له خوا د میزان د میاشتې له ۱۶ څخه تر ۲۲ تاریخ پورې د کابل د احمد شاه بابا مینې (ارزان قیمت) په سیمه کې جوړه شوې وه د جمعې په ورځ پای ته ورسیده.
د نوموړې دورې مدرس مولانا عبد الصبور وو، چې د اووه ورځو لپاره په ترتیب سره په لاندې موضوعاتو باندې درسونه وړاندې کړل:
1. قران کریم او د هغه فضیلت
2. لمونځ او د هغه ارزښت
3. د لااله الا الله معنی او غوښتنې
4. ربا (سود)
5. حجاب
6. انفاق فی سبیل الله
7. د پیغمبرانو د بعثت مقاصد
د دورې وروستۍ ورځ له نورو ورځو څخه ځانګړې وه، په دې ورځ مولانا صاحب د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت د مقاصدو د بیان تر څنګ له خلکو غوښتنه وکړه چې د رسولانو کار ته دوام ورکړي ځکه نور خو پیغمبران نه راځي او دا ستره دنده یې مونږ ته پریښې ده. نو خلک باید د علم د خورولو، په نیکو اخلاقو د روزلو، د دین د تبلیغ، الله لورته د بلنې، په نیکۍ د حکم، د دین د اقامې او د عدل د نظام د راوستلو لپاره خپل ټول استعدادونه وکاروي.
د وروستۍ ورځې د درس څخه وروسته د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړی او د تربیت او مهارتونو د ودې د څانګې مسؤل استاد محمد یونس ابراهیمي هم ګډونوالو ته خپله وینا واوروله او د ارزان قیمت د سیمې له مؤمنو اوسیدونکو څخه مننه وکړه چې د قرآن پوهنې د دورې د کامیابۍ او له قرآن سره د تړاو لپاره یې ډیرې هڅې وکړې.
نوموړي وروسته وویل چې قرآن کریم په الماریو کې د ایښودلو لپاره نه دی راغلی، بلکه دا د عمل کتاب دی او باید احکام یې د مسلمانانو په ژوند کې پلي شي او مونږ د دې ډول پروګرامونو له جوړولو څخه غواړو چې خلک په قرآن باندې راټول کړو او له دې کتاب سره یې وتړو.
د دورې په پای کې مولانا عبد الصبور په دې دوره باندې د شوو مصارفو تفصیل چې ټول دری لکه (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ کیدلې خلکو ته واوراوه او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د انفاق في سبیل الله په روحیه سره د دې ډول قرآني درسونو د دوام په خاطر له جمعیت اصلاح سره مرسته وکړي. چې په پایله کې د دورې ګډونوالو په مجموعي ډول د یو لک او شل زره (۱۲۰۰۰۰) افغانیو په اندازه سره مالي مرسته وکړه او د بل هر ډول مرستې لپاره یې هم خپل چمتووالی وښود.
له کارته نو او پل چرخي سیمو څخه راغلو ګډونوالو د دورې له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې د دوی په سیمو کې هم دا ډول دورې جوړې شي.
د قرآن پوهنې د دورې د درسونو وخت د سهار له شپږو بجو څخه تر اووه بجو پورې وو چې کابو څلور زره (۴۰۰۰) نارینه او ښځینه وو ګډون پکې کړی وو.
4 Comments
moneeb
ماشاء الله علیکم
همایون لودین
ما شاالله څومره ښکلی قرانی میله وه
الله د جمعیت اصلاح ټولو ورونو ته نور توفیق هم ورکړی چی دټولنی په اصلاح کی په داسی توګه فعاله ونډه واخلی الله دوی محترم مولانا صاحب عبدالصبور ته هم ډیر عمر ورکړی چی نور شاګردان وروزی او دداسی دورو اهتمام وکړی
فضل معبود دانش
الله جل جلاله دی مولوی صاحب عبدالصبور ته لا زیات توفیق ور په برخه کړی تر څو دقرآن پوهنی دغه لړی همداسی دامداره وساتی
فضل معبود دانش
زه غوا ړم چه خپله اشتباه دجملی په اخر کی اصلاح کړم.
دغه لړی دوامداره و ساتی