روح الله ساحل – اصلاح رسنیز ګروپ
د کابل د احمد شاه بابا په سیمه کې د جمعیت اصلاح د دین پوهنې د څانګې له خوا د قرآن پوهنې د اووه ورځنۍ دورې څلورمه ورځ هم د معمول په شان د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه.
درس هر سهار په شپږو بجو پیلیږي او تر اوه بجو پورې دوام کوي، د دې دورې د څلورمې ورځې د درس موضوع د ربا (سود) په اړه وو.
مولانا صاحب عبد الصبور چې د دورې مدرس دی په خپلو خبرو کې وویل چې هر قرض چې ګټه ولري سود دی او خوړل او له هغه څخه استفاده حرامه ده، دا که د صنعتي، زراعتي او تجارتي کمپنیو لپاره وي او که د شخصي ګټې لپاره؛ او په سودي معاملاتو کې د سود په اخیستونکي، ورکوونکي، شاهد او لیکوال باندې رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت ویلی دی.
مولوي صاحب د درس په ادامه کې د قرآن کریم د آیتونو په استناد سره د سود خوړلو عواقب او د سود اخیستونکي لپاره وعده شوي عذابونه داسې یاد کړل:
1. د قیامت په ورځ به داسې حشر شي چې حواس یې پوره له لاسه ورکړي وي.
2. الله یې مال ورته هلاکوي او برکت یې ورڅخه لرې کوي.
3. د سود اخیستونکي سره الله جل جلاله د جنګ اعلان کړی دی.
4. سود اخیستونکی ته د کافر کیدلو اخطار ورکړل شوی دی.
5. او د سود خوړونکی به همیشه په جهنم کې وي.
وروسته یې خلکو ته په خطاب کې وويل چې خپل دین او ایمان ته پام وکړئ، په ځانونو کې ایمان او غیرت پیدا کړئ او د څو پیسو په خاطر د دښمنانو غلامي مه کوئ، خپل ځان او مال د سود د چټلیو څخه وساتئ او که نه الله جل جلاله به کله هم ستاسو لمونځونه، حجونه او نور اعمال قبول نه کړي ځکه الله خو پاک مال او نیک اعمال قبلوي.
مولوي صاحب د سود او د هغه د احکامو په اړه په ساده پښتو سره د قرآن کریم آیتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث ترجمه او تفسیر کړل، چې هر لوستي او نالوستي کولای شوای استفاده ترې وکړي.
د دورې په څلورمه ورځ د ګډونوالو شمیر هم د نورو ورځو په پرتله زیات شوی وو او کابو ۱۵۰۰ تنه نارینه او ۱۲۰۰ تنه ښځینه وو په درس کې ګډون کړی وو.
په دوره کې د ښځینه ګډونوالو لپاره د نارینه وو څخه جلا ځای جوړ شوی دی.
ایمل چې ځان یې صاحب منصب راوپیژاند ویل یې چې نن زما لومړۍ ورځ ده چې درس ته راغلی یم، وروسته یې په خپله ساده او بې آلایشه ژبه سره ویل چې زه نن په ډیرو خبرو سره پوه شوم او مولوي صاحب مې ماغزه سم راخلاص کړل.
د کابل د زراعت د پوهنځۍ څخه فارغ عبدالظهور هم چې د لومړي ځل لپاره راغلی وو د دورې په اړه زما د پوښتنې په ځواب کې وویل چې: دا ډول درسونه د فرد په جوړښت کې رغنده رول لري، او د قرآني دستوراتو په سیوري کې یوه سالمه ټولنه کولای شي چې رامنځ ته شي، بیا یې وویل چې راتلونکو نسلونو ته د اسلام د رسولو د رسالت د پوره کولو لپاره د قرآن پوهنې دا دوره په زړه پورې ابتکار دی.
دا دوره په داسې حال کې په لاره اچول شوې ده چې خلک په ډول ډول مصروفیتونو، د تعلیمي او تحصیلي نصاب د کمزوریو او نورو لاملونو له کبله د قرآن له زده کړې څخه محروم شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د اصلاح پروډکشن له خوا د تیرو دریو ورځو د درسونو تصویري سي دي ګانې هم د ګډونوالو د استفادې په خاطر نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شوې.
2 Comments
Azizurrahman
The program was very important in Ahmadshaha baba as Quran learning so all the Ahmadshah baba mena’s people liked that we requeste to have like these problem in future that was very important for Mulsim community I would like to thanks Islah
يارمحمد بهرامی احمدزی
الحمد الله ډیر ښه او غښتلی پروګرام وه. الله ج مولوی صاحب عبدالصبور، ټولو هغو ورونو ته چې ددې پروګرام په تنظیم او پلان کې يې کوښښ او زیار ایستلی وه او ټولو ګډون والو ته اجر او ثواب ورکړي او الله ج مونږ ټولو ته په دین د عمل کولو توفیق راکړي – آمین