روح الله ساحل – اصلاح رسنیز ګروپ
د قرآن پوهنې د دورو په لړ کې دا دی د کابل ارزان قیمت (احمدشاه بابا مینه) هم د قرآن پوهنې د سترې دورې کوربه شو.
د دې دورې لپاره مخکې له مخکې کور په کور دعوت شوی وو او په ښار او لویو لارو کې لوی لوی بینرونه لګیدلي وو.
د دورې د پیل څخه مخکې ټاکل شوي ځای ته چې د ارزان قیمت د آتم بلاک د چهار یار کبار د مسجد تر څنګ لوی میدان ټاکل شوی وو، خلک ډله ډله روان وو او په ډيره مینه سره یې د قرآن د زده کړې په لور ګامونه اخیستل.
دوره د سهار په شپږ بجو د دوکتور فصیح الله په زړه راښکونکي غږ د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې مولوي صاحب احمد الله صافې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له دوی څخه یې مننه وکړه چې په سیمه کې د قرآن کریم د مبارکې غونډې کوربانه شول.
د دورې استاد مولانا عبد الصبور وو چې د خپل درس څخه مخکې یې د لنډې مقدمې په ترڅ کې وویل چې دا د کوم تنظیم غونډه نه ده، دا د کومې ډلې شخصي غونډه نه ده او دا د کوم ځانګړي قوم غونډه هم نه ده، دا د کوم مشر او لیډر استقبالیه نه ده، بلکه دا د ټولو مسلمانانو غونډه ده او میلمه هم ډیر د قدر وړ دی، زمونږ د ژوندانه قانون، زمونږ د دنیا او آخرت د کامیابیو تضمین کوونکی او زمونږ د رب سپیڅلی کلام، زمونږ میلمه قرآن کریم دی.
مونږ دلته د قرآن په خاطر راغلي يو، راغلي یو چې قرآن زده کړو، د قرآن په ارشاداتو باندې خپل ولس راټول کړو او له قرآن سره ېې اړیکې ټینګې کړو.
وروسته یې د قرآن کریم د فضیلت په اړه د قرآن کریم او احادیثو په رڼا کې مفصلې خبرې وکړې، د قرآن د تلاوت، له هغه سره د تړاو او په هغه باندې د مصروفیت د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې.
مولانا صاحب وویل چې په دې وروستیو کې د نړۍ په سراسر کې د قرآن لور ته خلک راګرځیدلي دي، خلک قرآن لولي او په هغه باندې خپل ځانونه پوهوي، او دا به ان شاء الله د مسلمانانو لپاره د خیر او نیکې راتلونکې په لوري د بدلون زیری وي.
د لومړۍ ورځې په درس کې د قرآن کریم د فاتحې او ناس د دوه مبارکو سورتونو تفسیر وړاندې شو.
د دورې لومړۍ ورځ چې د سیمې کابو یو زر تنه نرانو او ښځو ګډون پکې کړی وو د سهار په اوه بجو پای ته ورسیده.
د دوه يمې ورځ درس د قاري صاحب نقيب الله حيات په تلاوت پيل شو، ورپسې د استاد احمد الله صافي صاحب لخوا د حديثو درس تقديم شو.
بيا مولوي صاحب عبدالصبورد دويمې ورځ درس تقديم کړ چې موضوع يې مونځ وه، مولوي صاحب د مونځ په اړه تفصيلي خبرې وکړې او د خپلو خبرو په يوه برخه کې يي وويل چې د احاديثو له مخې چې مونځ د دين ستنه ده، نو کله چې د يو شي ستنه او اساس سست وي نو هيڅکله به هغه شی محکم پاتې نه شي او ورځ تر بلې به سستېږي او بالآخره نړېږي.نو مونږ او تاسو ته هم پکار دي، چې مونځ قايم کړو، ځکه چې مونځ هيڅکله هم له سړي څخه نه ساقطېږي او د مسلمان او کافر تر منځ فرق هم مونځ دی.
د قرآن پوهنې دا دوره به اوه ورځې اوږدیږي چې هره ورځ به په بیلو بیلو موضوعاتو درس وړاندې کیږي.
5 Comments
شکرالله مخلص
الله اکبر ولله الحمد
الله تعالى دې شيخ القرآن مولانا عبدالصبور په عمر او علم کې برکت واچوي
الله تعالى دي ټولو هغه ورونو او خويندو ته چې ددغه قرآني او ايماني اجتماع په برابرولو کې يې هلې ځلې کړي د دنيا او اخرت خوشحالي ور په برخه کړي
الله تعالى دي ټول هغه ورونه او خويندي چې دغه درس ته حاضر شوي دي او يا به په راتلونکو ورځو کې حاضريږي عظيم اجر ورپه برخه کړي .
څه نيکبخته دي د ارزان قيمت اوسيدونکې چې يوه هفته به د هرې ورځې پيل د قرآني لارښونو په اوريدلو کوي .
اي د ارزان قيمت اوسيدونکو ! دغه طلاېې فرصت له لاسه ورنکړئ يوه هفته په ورځ کې يو ساعت د الله کتاب ته وقف کول دومره ګران کار نه دې خو اجر او فايده يې بيا ډيره درنه ده نو عهد وکړئ چې نه يواځې به د خپلې کورنئ د غړو سره په دې غونډه کې شرکت کوئ بلکه هر ورور او خور بايد له ځان سره هره ورځ نور ملګري رادعوت کړي د قرآن درس ته د خلکو دعوت کول د اجر نه خالي نه ده الله دې ټولو ته د عمل توفيق ورپه برخه کړي
امید
الحمد لله،
قدرمن مولوې صاحب او هغو دوستانو ته چې د فهم القران د اجتماع لپاره یی هر راز مرسته کړې مبارکې وایم، الله پاک دې تاسو ټولو ته د دنیا او اخرت اجرونه درکړې،
هیله ده چې د ارزان قیمت او خوا او شا سیمو خلک لدغه امتیاز څخه په پوره ډول برخمن شې او الله پاک دی مونږ ته په قران کریم د پوهې او عمل توفیق راکړې، الله پاک دې قران کریم په پوره ډول زمونږ حاکم وګرځوې.
په درنښت
امید
جاهد
به امید اینکه روزی در چمن حضوری هم دوره ی فهم قرآن کریم را دایر کنید
الله جل جلاله جمعیت اصلاح را خیر دهد
hakimullah
an attractive news
MAY ALLAH give you ajar-e-azeem.
AAMEEN
شاه زمان
یک گردهمائی بسیار اعلی بود خداوند به همه شما گروه اصلاح و ما اجر عظیم و توفیق عمل عطا فرماید.
موفق باشید.