راپور: عبدالصبور
د اصلاح پيغام لړۍ چې نژدې ېو کال وړاندۍ( ه ش١٣٨٩) کال د مېزان د مياشتې په لمړۍ نېټه د جمعيت اصلاح د ځو انانو څانګې په نوښت دنورو ولايتو سر بيره په ننګرهار کې د ١٠٠٠ ګڼو په خپرولو سره پيل شوه چې د هيواد د متدينو ورونو او خويندو د تاوده هرکلۍ سره مخ شوه چې لله الحمد تر دا مهاله ېې شمېره نېژدې ٣٠٠٠٠ ګڼو ته رسيدلې .
نو په همدې اړه د روان (١٣٩٠ه ش)کال د مېزان د مياشتې په١٢ نېټه دسې شنبې په ورځ د ننګرهار د ځوانانو څانګې د جلال اباد ښار د جمېعت اصلاح دسيمه يزې څانګې په انګړ کې د اصلاح پيغام لمړۍ کلنۍ غونډه پرانېسته.
غونډه د مازديګر په ٤:٠٠بجو د ډاکټر عبدالبصير په وېاندوېۍ د قاري صاحب محمد وارث په خواږه اوازدقرانکريم په تلاوت سره پېل شوه.
په شرقي زون کې د جمعېت اصلاح دځوانانو د څانګې مسؤل پوهندوې نصير احمد محب غونډې ته پرانيستونکې وېنا وکړه اوځوانان ېۍ خپلو مسؤلېتونو ته ځير کړل او ووېل چې ځوانان دي چې انقلابونه راولي او همدا ځوانان دي چې نړې ترې د انقلابونواو تغيراتو په راوستلو کې استفاده کوي او که په داسې کړکېچنو حالتو کې هم مونږ ځان ته متوجې نشو نو د ځان سره سره به موخپل ملت هم د ذلت کندې ته غورځولې وي.
د پروګرام په دوهمه برخه کې د جمعېت اصلاح د ننګرهار ولاېت مسؤل او د مرکزي شورا غړې استاد عبدالرحيم صراف ځوانانو ته په خطاب کې ووېل که مونږ هر څومره کار وکړو تر هغې به هغه ځاې نه نيسي تر څو ډليز او اجتماعي کار نه وي که داسلام تاريخ ته وګورو په هر ځاې کې چې په فردي توګه کار شروع شوې هغه د کامېابې پولو ته نه دې رسېدلې.
وروسته له دې هغه ځوانان چې د جمعېت اصلاح سره نا اشنا وول محترم استاد ورته جمعېت اصلاح معرفي کړه او ځوانان ېې د اصلاح پېغام کې د ونډې اخستلو ته وهڅول .
ځوانانو پورته کړې ګامونه دبدلون په لورې
دېو نېکمرغه او روښانه سباوون په لورې
دا هغه ترانه وه چې د غونډې په اوږدو کې د قاري صاحب صديق الله په خواږه اواز ځوانانو ته واورول شوه.
د غونډې په وروستېو شېبو کې د ننګرهار د ځوانانو دڅانګې مسؤل استاد محمد ګلاب توحيدېار ځوانانو ته د هغوې مسؤلېتونه وروپېژاند او د هغې د اداء کولو لارې چارې ېۍ ورپه ګوته کړې.
او په اخر کې ځوانان دې ته وهڅول چې د اصلاح پېغام پدې لړۍ کې مونږ سره شريک شي او د هېواد ګوټ ګوټ ته دغه د اسلام او اصلاح پېغام ورسوي.
غونډه د استاد نصير احمد په دعا اودماذديګرنۍ په خوړلو سره پاې ته ورسېده .
ديادونې وړده چې په غونډه کې په لسګونو تنو دپوهنتونومحصلينو اودلېسوزده کونکو ونډه اخيستې وه.