راپور: روح الله ساحل
کال وړاندې د افغانستان د نشراتو په آسمان کې د اصلاح پيغام په نامه ستوری راوټوکید، او په ډیر کم وخت کې یې په خپلو دیني لارښوونو سره د افغانستان ګوټ ګوټ د خپلو خپروونو تر چتر لاندې راوست.
اصلاح پیغام د A4 کاغذ په دوه مخیزه بڼه چاپیدونکی پیغام دی چې د هیواد په سراسر کې سلګونه غړي لري، هر غړی یې د خپل وس په اندازه د پیسو په بدل کې پیغام رانیسي او بیا یې وړیا ویشي.
همدې نشراتي لړۍ د خپل لومړي یوه کلن سیر د لمانځلې په موخه د میزان د میاشتې په اوومه نیټه لویه غونډه رابللې وه چې د اصلاح پیغام لسګونو غړو، همکارانو او مینه والو پکې ګډون کړی وو.
غونډه د ماسپښین په دری بجو په کابل کې د جمعیت اصلاح د خوشحال ساحوي دفتر د سید جمال الدین په تالار کې د قرآن کریم په تلاوت او د احمد ارشاد احرار په ویندویۍ سره پیل شوه.
له هغه وروسته نقیب الله حیات او قاري حمزه عبد الباسط په خپلو خوږو غږونو سره ښکلې ترانه واوروله.
د اصلاح پیغام د یوه کال د کارونو راپور د همدې لړۍ د مسؤل داکتر هدایت الله حمیدي له خوا ګډونوالو ته واورول شو. په راپور کې د اصلاح پیغام د ۲۶ ګڼو د چاپ او توزیع، د اصلاح پیغام د ۱۳۸۹ کال د کلکسیون د چاپ، د اصلاح پیغام غړو ته د رحلې، جماعي افطار او تربیتي دورو دایرول، د پیغام د لومړۍ سي ډي او لومړۍ کسټ آماده کول او توزیع او د اصلاح پیغام د سایت د جوړولو یادونه شوې وه.
د جمعیت اصلاح سرپرست مشر استاد عبد الظاهر حمیدي هم په دې غونډه کې وینا وکړه؛ نوموړي په خپلو خبرو کې د اصلاح پیغام یو کلن بهیر وستایه او د ټولنې وګړو ته یې د خیر او اصلاح د پیغام د رسولو په اهمیت باندې خبرې وکړې.
د غونډې بل وینا وال د غونډې کوربه او د جمعیت اصلاح د ځوانانو د څانګې مسؤل دوکتور رحمت الله ذاهد وو چې د ځوانۍ او په هغه کې د دین د اقامې د هڅو په ارزښت یې مفصلې خبرې وکړې. وروسته یې وویل چې نن د دې ورځ رارسیدلې ده چې ټول ځوانان د دین د دښمنانو د دسیسو په وړاندې خپل یووالی وساتي او دا پیغام د ټولنې ټولو نورو خلکو ته هم ورسوي.
د غونډې د پای په شیبو کې د یوې ویدیو په ترڅ کې د اصلاح پیغام د یوه کال د کارونو تصویري راپور وړاندې شو چې د ټولو ګډونوالو د پاملرنې او خوښې وړ وګرځید.
د دې لمانځنغونډې په اړوند د اصلاح پیغام د تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شوی وو چې سي ډي، کست، کلکسیون او د اصلاح پیغام تازه چاپ شوې ۲۶ مه ګڼه نندارې ته پکې ایښودل شوې وې.
د پیغام عمومي مسؤل داکتر هدایت الله حمیدي له اصلاح آنلاین سره په خبرو کې وویل چې د پیغام ۲۶ مه ګڼه په کابل کې د ۵۰۰۰۰ ګڼو، په ننګرهار کې د ۴۰۰۰۰ ګڼو، په مزار او کندهار کې هم په ترتیب سره د ۱۰۰۰۰ او ۵۰۰۰ ګڼو په تیراژ سره چاپ او توزیع شوه.
د نوموړي په وینا چې د اصلاح پیغام په تیر یوه کال کې د یو نیم ملیون څخه زیات پیغامونه ویشلي دي.