راپور:منیب رحیمزی اوعبدالصبور
د جلال اباد ښار په امام ابویوسف(رح) دارالعلوم کې دحديثو دلويې او وړې دورې افتتاحیه غونډه ترسره شوه :
نوموړي دارالعلوم نېژدې یوکال وړاندې دجلال اباد ښار په لسمه ویاله کې دجمعیت اصلاح ترسرپرستۍ لاندې دفنونواوحفظ په څانګو کې په فعاليت پیل کړی ؤ. دادی لله الحمد دالله ج په مرسته اودګرانو هیوادوالو په همکارۍ يې دیوسل اوپنځوس تنو لیلیه طالبانو په درلودلوسره سږکال (۱۳۹۰ ه ل ) دمیزان په شپږمه دچهارشنبې په ورځ سهار ۹:۰۰ بجی پداسې حال کې دحدیثودلویې او وړې دورې غونډه قاری صاحب ګل محمد په تلاوت پیل کړه چی دویاندویی چاری یی مولوی صاحب محمداسماعیل (مشفق) پرمخ وړلې.
له تلاوت وروسته دلوې دورې طالبان دستیج ترڅنګ راغلل دهیوادجيدعالم او دنوموړي دارالعلوم مهتمم شېخ الحدیث مولوي صاحب امین الله ازره وال دبخاري شریف دلومړي حدیث په تشریح کولو سره لویه دوره افتتاح کړه دنوموړي حدیث په شرحه کې یې وویل چې دمسلمان بنده ټول اعمال هغه وخت الله ج ته دمنلو وړدي چې خاص دهغه درضا په خاطر دهغه دپیغمبر په مبارکه طریقه ترسره شي اوهمدارنګه دکلی دخلکوڅخه یی مننه وکړه اوهغوی ته یی دالله ج نه داجرغوښتنه وکړه چی دامام ابویوسف (رح) دارالعلوم اومسجدپه جوړیدوکې یې مرسته کړې.
دغونډی بل ویناوال دجمعیت اصلاح دمرکزی شوری غړی شیخ القران مولوی صاحب عبدالصبور دخپلی ویناپه ترڅ کی وئیل چی دامدرسه به انشاءالله دافغانستان په سطحه یوغښتلې مدرسه جوړیږي اودهیوادجیدعلماء به دې مدرسې ته دتدریس به خاطردعوت کيږي مولوی صاحب زیاته کړه چې دادالله ج فضل دی چې زمونږاوستاسې په کلی کې الله ج ددین کارشروع کړاو ویی ویل که چیرې ددې فضل اونعمت شکرونکړونوکیدای شي چې الله ج یی له مونږاوتاسې څخه واخلي.
وروسته مولوي صاحب شایق احمد هم دخوښۍ څرګندونه وکړه اوویې وئیل چې دالله فضل دی اوډیردنیک بختې مجلس دی چې ددین کاراوافتتاح کیږي اوخلک پدې فکرراغونډشوي چې دالله ج حق دین خلکوته څنګه راوبلي نوددې کارلپاره یی مناسبه لیاره همدغه مدرسې وګڼلې اودالله ج نه یی دهغوخلکولپاره داجرغوښتنه وکړه چې چادمدرسې په جوړیدوکې هراړخیزه مرسته کړیده.
دجمعیت اصلاح دمرکزی شوری رئیس محترم استادنصیراحمد(نویدي) هم دا مدرسه ددې خلکولپاره دنیکبختې یو وسیله وګڼله او ویی ویل چې دابه دافغانستان په سطحه پوه پیاوړې مدرسه جوړیږی اودابه د دین دخپراوي یولوی مرکزجوړیږي اوخلک به دین سره وصل او اشناکیږي استاد زیاته کړه چې له رسول الله علیه السلام څخه مونږ ته بشپړاو پوره دین په میراث راپاتې دی خودتاریخ په اوږدوکې هغه په ځینو څانګو ويشل شوی دی، چاسیاست ته مخه کړه او چاعبادت ته چا تصنیف راونیو او چا تدریس خو له بده مرغه چې له دې څانګوڅخه زیاتره وخت سیاست داسې خلکو په ګوتو ورغلی دی چې دین یې ورڅخه لرې کړی دی.
استاد وویل انشاالله ددې مدرسې څخه به داسې علما فارغیږي چې دغه مبارک دین به په هراړخيزډول لکه څرنګه چې درسول الله څخه راپاتې دی پیژني اودتعمیل لپاره به یې هلې ځلې کوي.
وروسته دامام ابویوسف (رح) دارالعلوم مدیرمولوی صاحب میرعباس (ګوهري) دغونډې ګډونوالوته ښه راغلاست ووایه اودوی ته یې دالله ج څخه نیکې بدلې غوښتنه وکړه اوهمدارنګه کلی دخلکوڅخه یې هم مننه وکړه چې ددغې دارالعلوم په جوړیدوکې نه ستړې کیدونکې مرستې کړی اوکوي یی اوهمدارنګه يی دنورومرستوکولوتوفیق غوښتنه وکړه اوپه اخره کې یی هغه اداب بیان کړل کوم چې دمدرسینولپاره دتدریس په وخت کې پکاردي اوبل لورې ته یی دطالب العلمانولپاره ددرس زده کولواداب بیان کړ.
دغونډې وروستي ويناوال حاجي غلام الله دمحلې قومي مشرراغلومیلمنوته ښه راغلاست ووایه ددین کاریی شریک کاروګاڼه علماء یی دپیغمبرانووارثین وګڼل قومی مشرزیاته کړه چې ددین کارقرباني غواړي عزت په دین کې دی خوقرباني غواړي دکلي خلکو څخه یی غوښتنه وکړه چې مونږهم دالله ج یوزمونږمالونه هم دهغه دي نوبایدپه اخلاص اومینه دمدرسې داستادانواوطالبانوسره هراړخیزه همکاري وکړو غونډه دمولوی صاحب عبدالصبورپه دعا پای ته ورسیده .
دیادونې وړده چې دغونډې په اوږدو کې خوږ ژبي ترانه ویونکي محمدغوث (نوري) اودهغه ملګري اوریدونکوته ترانه په خواږه اوازواوروله.