راپور: اصلاح انلاين
د جمعيت اصلاح د نشراتو او فرهنګي څانګې د يوې اوږدې مودې تصور بالآخره په حقيقت بدل شو او د انجمن فرهنگي رسالت لومړنۍ غونډه د ښاغلي احمد ارشاد احرار په وياندويۍ د انجينر روح الله ساحل لخوا د لومړي پيدا شوي مخلوق په نوم سورت القلم په تلاوت پيل شو.
د پيليزې وينا په توګه د جمعیت اصلاح د نشراتو د څانګې مسئول ښاغلي استاد عبدالفتاح جواد خبرې وکړې، او د نشراتي کار په اهميت يې رڼا واچوله، استاد د اسلامي ميډيا په ضعف او د لويديځې ميډيا د قوت په اړه اوږدې خبرې وکړې او زياته یې کړه چې لویديځه ميډيا د خپل پرله پسې کار په پايله کې نن آن د مسلمانانو د رسنیو سرچینه هم ګرځېدلې او مسلمانان هم لويديځه ميډيا نن د یو باوري رسنۍ په توګه معرفي او د هغوی په استناد خبرې کوي.
جواد صاحب د يو شمېر رسنیو نومونه یاد کړل چې نن هره ورځ نږدې په ملينونو خبرونه خپروي او د خپل ځواکمن او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پايلو کې د نړۍ د رسنيو استادي کوي.
هغه وويل جمعیت اصلاح د رسنیو د همدې اهميت په نظر کې نيولو سره وغوښتل تر څو د يو شمېر ځوانانو په روزلو سره خپل فرهنګی او نشراتي کار لا ځواکمن او د واقعيتونو په بیانولو سره دخلکو او د ملت د اذهانو په روښانو کولو کې خپله پوره ونډه واخلي.
د جواد صاحب له وينا وروسته د انجمن فرهنګي رسالت مسئول ښاغلي انجينر محسن امين وينا وکړه، امين صاحب د جواد صاحب د خبرو په تاييد د هغو کتابونه نومونه واخستل چې نن په نړۍ کې تر ټولو زيات چاپ شوي او په لومړي قطار کې قرار لري، هغه زياته کړه چې دغه کتابونه د معيار له لحاظه د پيريانو او وهمي مخلوقاتو داستانونه دي، چې د لوستونکي لپاره له ساعت تيرۍ پرته بله هیڅ پايله نه لري.
• هاري پارټر ۴۰۰ میلیونه تیراژ کې خرڅ شوی دی. خیالي او جادوګري ناول دی.
• لورډ اف دی رینګ ۱۰۳ میلیونه تیراژ کې خرڅ شوی دی. خیالي او اډوینچر ناول دی.
• ټویلایټ ۴۳ میلیونه تیراژ کې خرڅ شوی دی، خیالي او د پیریانو سره د مینې او محبت ناول دی.
مجلې:
• واچ ټاور ۴۳ میلیونه تعداد کې هر میاشت په ۱۸۰ ژبو کې خپریږي.
• او دهمه درجه کې اویک ۴۰ میلیونه هر میاشت خپریږي. دواړه د یوې ادارې نه خپریږي د عیسویانو یوه فرقه ده د جوهاویټنیسس.
امين صاحب زياته کړه چې که مونږ او تاسو هم نشراتی کار ته په درنه سترګه وګورو او پر اهميت يې پوه شو نو کولی شو چې زمونږ کتابونه هم نن په مليونونو مينه وال پيدا کړو.
د غربي میډیا، د رسنیو او مطبوعاتو پوښښ درجه او ساحه ښکاره کړم، د هغوي تلویزیونونه، رادیوګانې، فلمونه، تیاتر، کتابونه مجلې او ویب سایټونه څومره انسانانو ته لاسرسی لارې او څومره انسانانو باندې اغیزه کوي، د څومره لپاره د ژوند مسیر ټاکي.
په رسنیو کې چې هر شی تاسې ګورئ د هغه اساسي اصل لیکوالي ده، اخبارونه په لیکوالانو چلیږي، کتابونه په لیکوالانو چلیږي، تلویزیونونه او رادیوګانو لپاره برنامې لیکوالان لیکي، ژورنالیزم پر لیکوالۍ ولاړ دی، د فلمونو او سریالونو کیسې او صحنې لیکوالان لیکي ویب سایټونو کې د لیکوالانو مقالي خپریږي، هر هغه شی چې عام ولس ته وړاندې کیږي د هغه تر شا اصلي محور لیکوالي ده.
ایا تاسې پوهیږئ د غربي میډیا د کامیابۍ راز په څه کې دی؟ د نورو علتونو تر څنګ یو مهم علت یې دا دی چې مسلکي دي او خپل مسلک ته په ډیر احترام او اخلاص قایل دي، هغوي مسلکي لیکل کوي، مسلکي ایډیت کوي، مسلکي چاپ کوي، مسلکي نشر کوي او مسلکي تبلیغات ورته کوي.
هغه وویل چې نن بایبل په ۲ زره ژبو چاپ شوی دی په داسې حال کې چې قرآن کریم تقریبا په سلو ژبو هم نه دی ژباړل شوی او دا ټول زمونږ او ستاسو د مسلمانانو د سستۍ، د کار د نه کولو او رسنیو ته د اهمیت په سترګه نه کتلو پايله ده.
ورپسې ښاغلي قبول احمد نثاري د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي له دري دیپارتمنت نه فارغ ، خپل لومړنی درس وړاندې کړ او د ليکوالۍ په اهميت او څنګه ليکنه وکړو تر سر ليک لاندې يې جالب درس وړاندې کړې چې د ګډونوالو د خوښۍ وړ وګرځيد.
بيا ښاغلي رحيم الله حريفال د کابل پوهنتون پښتو ادبیاتو د ماسترۍ دورې محصل د ليکوالۍ اصول تر عنوان لاندې خبرې وکړې، نوموړي د خپل درس په جريان کې ګڼو موضوعاتو ته لکه، ليکوال څوک دی؟ ليکنه بايد له کومه ځایه پيل شي، او معياري ليکنه کومه ده مفصله وينا وکړه.
د پروګرام د پای وينا د جمیعیت اصلاح مرکزي زون د ځوانانو مسئول ښاغلي داکتر صاحب هدايت الله حميدي وکړه او ګډونوال يې د خپلو اصلي اهدافو تر څنګ لیکوالي او قلمي کار ته هم و هڅول، ګډونوال يې په ګروپونو ووېشل او وعده يې وکړه چې د هرې مياشتې په همدې ورځو کې به دا ډول غونډه دايرېږی چې په هغې کې به په ادبي موضوعاتو، شعرونو، طنزونو، ليکنو او ژورناليستي موضوعاتو خبرې کيږي.
5 Comments
ziaurahman
ډیره ښه ، ما شاءالله
الله مو کامیاب او بریالی لره
آمین
ضیاءالرحمن فاروق/جلال آباد
زاهد مير
قلم او کاغذ ته د خلکو هڅول ډير په زړه پورې کار او يو هيوادنی مسؤليت دی.
احمدجاويدصالحي
سوگند به قلم و آنچه مينويسد…قرآن كريم
ميرپورخان
سلامونه او نيکي هيلي مي ومنئ.
هيله ده د اصلاح انلاين ملګري روغ جوړ او د صحت په جامو کې پټ وي.
زه غواړم، يو څو ټکو ته اشاره وکړم، هيله ده چې سمدستي به يي نه حذف يا ډيليټ کوئ.
اول بايد لوستونکې ته دا معلومه شي چې (انجمن) څه معنى، آيا دا ټکى په پښتو کې معنى نه لري؟ زما په فکر انجمن ته په پښتو کې (ټولنه) وايي، نو دا به داسې ښه وي چې وليکو (د فرهنګي رسالت ټولنه) او په دري ژبه کې بايد دا (انجمن رسالت فرهنګي) وليکل شي، زما په نظر به د (انجمن فرهنګي رسالت) پرځاى دا ښه مفهوم ولري.
او بل کله چې موږ خبرونه لولو نو په خبرونو کې هيڅکله د صاحب کلمه موږ نه ده کارولې، که په يوه جمله کې موږ وايو عبد الفتاح جواد، نو په وروسته جمله کې بايد و وايو چې ښاغلي جواد و ويل، ضرور نه ده چې ډير تشريفاتي شو، په دې خبر کې يو ځاى “استاد” کلمه د لقب پرځاى کارول شوي او بل ځاى ليکل شوي چې جواد صاحب و ويل. (دې تشريفاتو ته څه اړتيا؟)
بل ځاى کې وايي (امين صاحب د جواد صاحب د خبرو په تاييد….) زما په نظر دا بي ځايه تشريفات د فرهنګي رسالت ټولنه نوره هم د بي مسلکي توب لوري ته بيايي. ځکه موږ چې څومره خبرونه لولو يا اورو، موږ دومره تشريفات نه دي پکې ليدل.
هيله ده زما تبصره مو په غوصه نه کړي او وار له واره يي ډيليټ نه کړئ.
په درنښت
ایمل
اصلاح والاوو
میرپورخان ته هم صاحب ووایی او ولیکئ، چې تشریف یې وشي
خبره خو یې بده نده کړې خو…