راپور: داکترنجات الله
دتيرپه څير سږکال (۱۳۹۰) هم داختر په څلورمه ورځ جمعيت اصلاح دجلال اباد څانګه داختردمبارکۍ به نوم دجوړې شوې غونډې دګډونوالو کوربنه وه.
غونډه په داسې حال کې چې د وياندوي يې چارې يې دننګرهار اصلاح غږراديو مسؤل محمدګلاب توحيديار پرمخ وړلې دقاري عبدالله نوري په خوږغږ دقران کريم دمبارکواياتونو په تلاوت پيل شوه .
دغونډې په پيل کې دجمعيت اصلاح دختيځ زون مسؤل اودننګرهار پوهنتون استاد دکتورنجيب الله صالح ګډونوالو ته داخترمبارکۍ اوښه راغلاست ويلو ترڅنګ زياته کړه چې الله تعالی ته محبوب عمل هغه دی چې دوامداره وي نو ځکه مونږ بايد يواځې په روژ ه کې ترسره کړي عمل باندې بسنه ونه کړو ، استاد وويل جمعيت اصلاح چې دځان لپاره کوم اهداف ټاکلي دولس له مرستې يې پرته لاسته راوړل امکان نه لري ، نو له همدې امله کوم خلک چې له مونږسره موافق دي نوبايد پدې لاره کې راسره مرسته وکړي اوکه څوک نيوکې اوکتنې لري هغه بايد راسره شريکې کړي چې اصلاح يې کړو،اودخپلوخبروپه پای کې يې دجمعيت اصلاح لاسته راوړنې اوکړنې په لنډو ټکو کې ووارولې.
اسلامي تمدن اوتهذيب:
اسلامي تمدن دحضرت ادم عليه السلام دپيدايښت څخه شروع او ترقيامته به پايښت لري
هرهغه تمده چې په حقيقت ولاړ،نړيوال پيغام لرنکی او پياوړي بنسټونه ولري همدغه نو پايښت اومحبوبيت لري چې اسلامي تمدن له پورته صفاتو څخه برخه من دی. پورته ياده موضوع دجمعيت اصلاح دننګرهارولايت مسؤل استاد عبدالرحيم صراف لخو دغونډې ګډونوالوته وړاندې شوه .
دغونډې په يوه برخه کې انجينيرنقيب الله مصلح له ګډونوالو څخه دجمعيت اصلا ح دفعاليتونوپه اړه نظرپوښتنه وکړه،چې ګډونوالو دخوښۍ ښکاره کولو ترڅنګ دجمعيت اصلاح دفعاليتونو دلاپراختيا اولرې پرتو سيموته دغځيدلو غوښتنې وکړې .
غونډې ته دخوږژبي ترانه ويونکي جواس سودايي په زړه پورې ترنم اود انجينير اکرام الله واحدي تفريحي پروګرام ځانګړې ښکلا وربخښلې وه .
غونډه دامام ابويوسف عالي دارالعلوم مهمتمم مولو ي ميرعباس ګوهري به دعا پای ته ورسيده .
په زړه پورې خوداوه چې دغونډې بهير په ژوندۍ بڼه دننګرهاراصلاح غږراديوڅخه په ۸۸.۳ څپو خپريده
دنوموړې غونډې تمويل په جلال اباد کې دسلام خصوصي عالي لېسې ادارې په غاړه اخيستی ؤ
ديادونې وړده چې همدې ته ورته غونډه په همدې ورځ سهار په نهو بجو په خوږياڼو ولسوالۍ کې هم دجمعيت اصلاح دسيميږې څانګې لخواجوړه شوې وه چې په سلګونو هيواوالو پکې ونډه لرله.
3 Comments
شکرالله مخلص
ما شاء الله
الله مو کامياب لره
مزيد توفيق درته غواړو
ایمل
که اسلامي اخترونه په مشروع خوښيو راژوندي نه کړو، د هيواد ځوانان به مو د ځان له پاره د نوروز په څير زردشتي او نور غير اسلامي اخترونه راژوندي کړي. غريزه مهار کيدی شي، مګر له وژل کيدی نه شي. که د ساتيرۍ غريزه يې په روا قانع نه کړو، نارواوو ته به مخه کړي.
عبد الصمد کرامت
ما شاء اللله دیر شه دی.