د جمعې په مبارکه ورځ چې د ۱۳۳۲هـ ق کال د شوال د میاشتې څلورمه او د ۱۳۹۰ هـ ش کال د سنبلې د میاشتې یوولسمې سره برابره وه, د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز په انګړ کې د اختر مبارکۍ پرتمینه غونډه جوړه وه, چې ګڼ شمېر د پوهنتونونو او لیسو استاذانو، علماءو مخورو, محصلینو ، زده کوونکو اوطالب علمانو په کی ګډون کړی وو .
غونډه د ورښت له امله د خپل ټاکلې وخت څخه یو ساعت وروسته د قاری صاحب جانباز په تلاوت پیل شوه .
وروسته د افغانستان د اسلامی فرهنګی مرکز رئیس قاضی صاحب محمد حسن اسلامی د غونډې برخه والو ته ښه راغلاست ووایه او دمرکز په فعالیتونو او په ځانګړې ډول د رمضان په مبارکه میاشت کې د مرکز په ځانګړو پروګرامونو لکه د رمضان د استقبال کنفرانس، د سیرت او عقایدو دورې، د حفظ او حسن قراءت مسابقې ، اجتماعی افطار او درمضان په وروستۍ شپه (شب بیدارۍ) یې رڼا واچوله .
د غونډې دوهم ویناوال د قافلې تربیتی مجلی محترم مسوول مدیر شیخ القرآن والحدیث امین الله ازره وال ؤ چې د ( اختر پیغام ) تر سرلیک لاندی موضوع باندى يى هر اړخیزه علمی او تربیتی وینا وکړه او حاضرین یې د اسلام اصیل او درست فهم لوری ته راوبلل.
د غونډی وروستۍ برخې ثقافتی اړخ درلود چې شعرونو او ثقافتی مسابقی ته ځانګړې شوی وه چې شاعرانو په کې خپل شعرونه او ځوانانو ثقافتی پوښتنو ته ځوابونه وویل.
غونډه د غرمی په دولس بجو د HAS مؤسسى مشر قاری صاحب محمد بشیر واصل په دعاء پای ته ورسیده .
یاده دی وی چې به غونډه کې د سټیج چارې محترم ډاکتر عطاء الرحمن فطرت پر مخ بیولی چې په ترڅ کې یی د حاضرینو زړونه په ښکلو شعرونو غوره ویناوو او نبوی مرغلرو تاند ساتل .
د غونډې مشران میلمانه هر یو د سلام بوهنتون رئیس استاذ شفیق الله امین ، د سلام د پوهنتون استاذ او جمعیت اصلاح د مرکزی شوری غړې دکتورمصباح الله ، د قافلی د مجلی مدیر مسوول او جمعیت اصلاح د مرکزی شوری غړی شیخ القران والحدیث امین الله ازره وال، او د اصلاح دارالیتام مدیر مولوی صاحب زړور صلاح وو.
د غونډی برخه وال د مرکز لخوا د برابر شوې چایو او بیکری د صرف کولو نه وروسته به داسی حال کې رخصت شول چې یوبل ته ترغاړی وتل او د اختر مبارکی یی ورته ویله ، پروګرام یې ستایه او د مرکز دمسوولینو نه یې مننه کوله .
پټه دې نه وی چې غونډه کې د اصلاح پیغام او د جمعیت اصلاح نور نشرات پر برخه والو وویشل شول .
3 Comments
قاضي محمد حسن اسلامي
ديادونې وړده چې دمرکز په همدې تالار کې له غرمې وروسته دجمعيت اصلاح دپيښور ، شمشتو او اسلام آباد دخويندو دځانګو لخوا داختر دمبارکۍ پرتمينه ،درنه ،ترپيتي او تفريحي غونډه وه چې راپور يې بايد جلا نشر شي مننه
قاضي محمد حسن اسلامي
د يادونې وړ ده چې دمرکز په همدې تالار کې د غرمې وروسته د پيښور ، شمشتو او اسلام آباد د جمعيت اصلاح د خويندو څانګو لخوا د اختر مبارکۍ پرتمينه درنده تربيتي او تفريحي غونډه وه چې راپور به يې جلا نشر شي . مننه
طلامحمد
ماشاا الله