راپور:عبدالله نصرت
دلوی الله پآک په فضل سره دحمل دمیاشتې په ۲۸ نیټه چې درمضان المبارک دمیاشتې ۱۹تاریخ سره برابره وه دجمعیت اصلاح د روداتو ساحودفترد خپل کاري پلان سره سم روژه ماتی برابرکړی وو چی پدې روژه ماتي کې د روادتو د جمعیت اصلاح پورې اړونده (۴۰) تنه غړو، همکارانو اوهمفکرانوګډون درلود د نیکه مرغه پدې روژه ماتي کې محترم دوکتور صفت الله قانت اومحترم دکتور مصباح الله هم ګډوون درلود.
دروژه ماتي په مناسبت جوړشوې تربیوي غونډه د مازدیګرپینځه نیمې بجې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، له تلاوت څخه وروسته محترم دوکتور صفت الله قانت عالمانه وینا واوروله دخپلوخبروپه جریان کې یې دروژې دمبارکې میاشتې په فضایلو رڼا واچوله اوویې ویل دروژې په میاشت کې عبادت کول د نوروختونو په نسبت خاص اهمیت لري موږ باید خپل عبادتی اړخ په هروخت کې قوي کړو خو د روژې په مبارکه میاشت کې باید ډیر زیات متوجه شو.
استاد وویل: ډیرخلک لمونځ کوي خو دفحشا څخه نه منع کیږي په داسې حال کې چې الله پاک فرمایي (ان الصلاة تنهی عن الفحشاء والمنکر) ددې علت دا دی چې موږ دالله پاک بنده ګي په درست ډول نه ده کړې نو راځئ چې د الله پاک سمه بنده ګي وکړوتر څوټولنه مودفساد څخه خلاصه شي.
د محترم قانت صاحب له وینا څخه وروسته محترم دوکتورصاحب مصباح الله عالمانه وینا واوروله اودخپلو خبروپه جریان کې یې وویل: جمعیت اصلاح د څه لپاره کارکوي؟ جمعیت اصلاح په خپله ټولنه کې د تغییر راوستلو لپاره کارکوي د ټولنې حالات باید د اسلام د مبارک دین دغوښتنو سره برابرشي دتغییر راوستو لپاره باید لومړی دخپل ځان څخه پیل وکړو، ځکه الله پاک په قرآن کریم کې فرمایي ( ان الله لایغیرمابقوم حتی یغیر مابانفسهم ) بیا باید خپل کور، ولس اوټولنه کې تغییرراولو، موږ باید تغییر وپیژنو چې تغییر څه ته وایی؟ پدې باید پوه شوچې فساد څه شی دی اوصلاح څه شی دی؟.
محترم استاد د حاضرینوڅخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ان شأالله په ټولنه کې د دین دغوښتنو سره سم تغییر راځي خو په کارده چې د دین په رابطه عمیقه مطالعه ولرواوپه تربیوي پرګرامونو کې برخه واخلو.
د روژه ماتي په مناسبت جوړه شوې غونډه د یوتن ګډونوال مولوي صاحب عبدالحلیم په دعا سره پای ته ورسیده، وروسته د ماښام د اذآن سره سم روژه ماتی صرف شو، لمونځ په جماعت سره اداشو، د لمانځه څخه وروسته ګډونوال ملګري دخپلوکورونو په لورخصت شول.