د اصلاح پيغام ادارې د خپل کاری ټیم د روزنې او د ۱۳۹۰ کال د کارونو د ارزونې په موخه د رمضان د مياشتې په پنځه لسمه نيټه افطاري پروګرام جوړ کړ.
دا دری ساعته پروګرام چې د اصلاح پیغام ادارې ټیم، د توزیع ټیم او د دعوتي ګروپونو لسګونو غړو پکې ګډون کړی وو چې د روح الله ساحل په واسطه د قرآن کريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو، وروسته د پروګرام مسؤل ذبيح الله حليم د پروګرام مهال وېش اعلان کړ.
د پروګرام په پیل كې يوه تربیتي او توجیهي درس ته ځای ورکړل شوی وو چې د جمعيت اصلاح افغانستان د مركزي شورا غړي او د هيواد تكړه عالم مولوي محمد نعيم جليلی له خوا وړاندې شو. مولوي صاحب د پیام اصلاح د غړو دا کامیابه دعوتي لړۍ وستایله، د دعوتګرو ځوانانو په مواصفاتو باندې رڼا يې واچوله او د دعوت د لارې په اړه يې په زړه پورې معلومات وړاندې كړل.
د مازدیګر له لمانځه وروسته د اصلاح پیغام مسؤل ډاکتر هدایت الله حمیدي د ۱۳۹۰ کال د پلان، د هغه د تطبیق شوو برخو او د ځینو کارونو په مخ کې د شته خنډونو په اړه تفصیلي خبرې وکړې. چې وروسته د ګروپي كار په پايله كې د چارو د لا بريالي په موخه ګډونوالو خپل نظرونه شريك كړل.
د ماښام د لمانځه څخه مخکې مأثوراتو ته هم ځای ورکړل شوی وو چې په جماعي ډول ولوستل شول.
له هغه وروسته د پروګرام ګډونوالو په هغه افطاري ډوډۍ کې ګډون وکړ چې د پيام اصلاح د ادارې له خوا ترتیب شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د دې افطاري پروګرام مالي مصرف د يو خير غوښتونكي هيوادوال، له خوا ورکړل شوې وې.
د پای په شیبو کې د اصلاح پیغام لومړنۍ سي ډي او کسټ او د اصلاح پیغام ۲۳ مه ګڼه بروشر چې درى واړه نوي له چاپ څخه راوتلې وو، د وپش پروګرام هم نيول شوى وو.
One Comment
آصف
انهم فتیة آمنوا بربهم و زدنهم هدی