راپور:غلام محمد حلیم
دروژې دمبارکې میاشتې په یوولسمه چې د ۱۳۹۰ لمريز کال اسد له شلمې نیټی سره سمون خوری دهیواد په شمال شرق ولایت کندز کې دجمعیت اصلاح افغانستان له خوا ځانګړی پروګرام نیول شوی و.
په دغه اجتماعي روژه ماتي کې دکندزولایت دعلماء،پوهنتون استادانواومحصلینوپه ګډون 220 تنوشرکت کړی و.
دسټیج چارې دسلام پوهنتون دمحصلینو دمدیر مولوی صاحب عبیدالله په واسطه پرمخ وړل کیدلې ، پروګرام دمازیګر په شپږوبجو دقاري صاحب محمد ابراهیم په خواږه اواز دقرآن کریم دڅو مبارکو آیتونوپه تلاوت سره پیل شو.
ورپسی دجمعیت اصلاح داهدافو ،شعار ، وسایل ، دفعالیت ډګرونه او لاسته راوړنودلا ښه پیژندنې په اړه استاد سمیع الله دانشیارتفصیلي وینا وکړه، استاد دجمعیت اصلاح داهدافو په اړه وویل چی مونږ د فرد ، کورنی او ټولنی داصلاح غوښتونکي یو او هرمسلمان فرد باید دلاندې خصلتونو درلودونکی وي:
1. د قوي ایمان ،عقیدې او اخلاقو څښتن وي، د پوهې په ګاڼه سمبال ،زیارکښ او د کسب او کار توان ولري.
2. اسلامي آداب په خپل شخصي او کورني ژوند کې مراعات کړي .
3. خپل اولاد او هغه کسان چې ترسرپرستۍ لاندې یې وي ښه تربیه کړي.
4. ټولنه دخیر او فلاح په لور سوق کړي.
5. د اسلامي امت د ازادۍ او خلاصون لپاره په هرډګر کې پوره هڅاند واوسئ.
6. په ټوله نړۍ کې دالهي حاکمیت او اسلامي خلافت د اعادې لپاره کوښښ وکړي.
په همدې ډول د کورنۍ او ټولنې لپاره هم د یوشمیر صفاتو یادونکی شو .
دپروګرام په وروستۍ برخه کې دماښام اذکار دقاری صاحب محمد یاسین لخوا تلاوت شول او پروګرام د مولوی صاحب عبدالرحمن په دعایې سره پای ته ورسید .او دلمانځه څخه وروسته ګډون کونکو ته روژه ماتی ورکړل شو.
دیادونې وړ ده چې ددې پروګرام دروژه ماتې مالی لګښت د بشري مرستو ټولنې په غاړه اخیستی و.
One Comment
عبدالظاهر حمیدی
ماشاالله مبارک باشد از الله متعال برایتان توفیق مزید راخواهانیم الله دعا وافطارتان راقبول کند