راپور: اصلاح آنلاین
په هیواد کې د تیرو کلونو ناخوالو چې څومره د ژوند په نورو برخو خپل اغیز پرې ایښی دی، همدومره یې په خلکو کې د دین په اړه پوهه هم وچه کړې ده.
که له یوې خوا ډیری ځوانان د ډیموکراسۍ ډول ته په ګډا دي خو له بلې خوا بیا شته داسې ځوانان چې د جهالت په تورو تیارو او توپانونو کې د امیدونو شمې بلې ساتي.
له همدې ځوانانو څخه یو هم د جمعیت اصلاح د ځوانانو څانګه ده چې په دې وروستیو کې یې په ځوانانو کې د اسلامي پوهاوي او ویښتابه لپاره نه هیریدونکی خدمتونه وړاندې کړي دي او له ډول ډول نومونو څخه په ګټه اخیستنه سره یې ډير ګټور پروګرامونه جوړ کړي دي.
جره شاهینی، به مرغان سرا صحبت مګیر
خیز بال و پر گشا پرواز تو کوتاه نیست
دا د علامه اقبال د یوه غزل یو بیت او هغه شعار دی چې لسګونه ځوانان یې د اسلامي معارفو په يو اونيز کورس کې د دین د پوهې په دسترخوان راټول کړي وو.
نوموړی کورس د جمعیت اصلاح د کابل پوهنتون د ساحوي دفتر د ځوانانو د څانګې لخوا پلان شوی وو چې د سیدجمال الدین په تالار کې دایر او د زمري د میاشتې په۲۰ مه نیټه پای ته ورسید.
د شعار له مخې د كورس د درسونو محتوى په لاندې محورونو راڅرخيدله
1- لوړ همت
2- د دون همتانو څخه ځان لرې ساتل
3- اسلامي ويښتابه او د ځوانانو مسؤوليت
4- د لارې اوږدوالى
کورس د پنجشنبې په ورځ په یو پایلیز پروګرام سره پای ته ورسید؛ په دې پروګرام کې د کورس په جریان کې د ترسره شوو مسابقاتو ګټونکو ته جایزې او ټولو نورو ګډونوالو ته تصدیق نامې وویشل شوې. له دې برسیره د پروګرام خاص میلمه د جمعیت اصلاح افغانستان سرپرست مشر استاد عبد الظاهر حمیدي هم وینا وکړه چې ځوانان يې د رمضان په دې ایماني ورځو کې کورس ته په راتګ سره وستایل او خپلو مسؤلیتونو ته د پام توصیه یې ورته وکړه.
په کورس کې د تدریس شوو مضامینو او موضوعاتو په اړه د کورس مسؤل روح الله ساحل له اصلاح آنلاین سره په خبرو کې وویل چې په دې یوه اونۍ کې له فرهنګي برنامو سربيره د قرآن، احادیثو، سیرت، اسلامي تاریخ، غیر اسلامي حرکتونو او اسلامي ویښتابه درسونه د هیواد د لوړو علمي شخصیتونو پواسطه تدریس شول.
د کورس په پای کې د کورس د مسؤل روح الله ساحل په پیشنهاد او د ګډونوالو په تائید سره د کورس له پای ته رسیدو سره سم د هفتې په یوه مشخصه ورځ د راتګ او دیني ناستې ژمنه وشوه چې په دې ناستو کې به دیني درسونه او د اسلامي ویښتابه او دعوت په اړوند مهم موضوعات سره شریکیږي.
د نوموړي په وینا، د دې کورس ډیری چارې د تیر کال د اسلامي معارف د کورس د شاګردانو له خوا په مخ یووړل شوې.