راپور : عبدالرحيم مياخيل
د روان 1390 کال د زمري د مياشتې په اتمه نيټه د هفتې په ورځ د سهار په اوه بجو د لغمان د سراج په تاريخي بڼ کې د لغمان د جمعيت اصلاح د څانګې لخوا د رمضان المبارک د استقبال غونډه جوړه شوه د غونډې ويناوال د لغمان جيد ديني عالم او د لغمان جمعيت اصلاح د تربيت مسؤل محترم مولوي محمد عيسی عالمي ؤ.
مولوي صاحب د رمضان په فرضيت او د رمضان په اهدافو او د رمضان سره اړوندو نورو مسايلو باندې تفصيلي او هر اړخيزه رڼا واچوله او د خبرو په ترڅ کې یې لاندې موضوعات هم وڅيړل.
١: د رمضان نه څه ډول مثبته اغیزه اخیستلی شو .
٢: په رمضان کي بايد څه ډول سلوک او رويه ولرو .
٣: د رمضان د ځينو ځانګړینو څخه ځان خبر او اګاه کړو.
دا ځکه چې د رمضان اهميت باید په علمي او يقيني توګه زمونږ په ذهن کي ترسيخ شي.
بيا مولوي صاحب د روژې په اهدافو رڼا واچوله او ویې ويل الله(ج) په قرآن کريم کې د رمضان د هدف په اړه فرمایي ( يا ايها الذين امنو کتب عليکم الصيام کما کتب علی الذين من قبلکم لعلکم تتقون) يعنې د روژې هدف تقوا راوستل دي په مسلمانانو کې که لږ ژور فکر وکړو الله (ج) د انسان په جوړښت کې درې داسې عناصر مسلط کړي که دهغوی غوښتنې انسان تعقيب کړي نو انسان بيا د انسانيت له اوچتې درجې څخه د حيوانيت له ښکته نه ښکته درجې نه هم پريوزي او بيا د دې ايات مصداق ګرځي ( اولئک کالانعام بل هم اضل) دغه عناصر دادي ۱ – نفس اماره بالسوء
٢: شهوت
٣: شيطان
د روژې سره دغه هر يو عنصر يا له منځه ځي او يا کمزوری کيږي په مسلمانانو کې د همدې عناصرو د له منځه تلو په هيله دغه مبارکه غونډه د اسلام، مسلمانانو او هيواد د خير او فلاح په دوعا سره د سهار په اته نيمو بجو پای ته ورسيده.