راپور عبدالرحيم مياخيل
د روان 1390کال د زمري د مياشتې په دوهمه نيټه د يکشنبې په ورځ د لغمان جمعيت اصلاح مرکزي دفتر ټاکلي پلان له مخې د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د سرخکانو په سيمه کې د کابل د څپانده سيند غاړې ته رحله وکړه د پروګرام سره سم د رحلي ګډونوال د ماسپښين په يوه بجه په يو کاستر موټر کې د ټاکلي ځای په لور وخوځيدل د ماسپښين په يوه نيمه بجه ټاکلي ځای ته په رسيدو سره سم د رحلې يو تن گډونوال قاري ډاکتر محمد ياسر سهاک لخوا د قرآن کريم څو مبارک آياتونه تلاوت شول، بيا د رحلې عمومي مسئول د لغمان ولايت جيد ديني عالم او د لغمان جمعيت اصلاح د تربيت مسؤل محترم مولوي محمد عيسی عالمي د رحلې په موخو او اهدافو مفصله او هر اړخيزه رڼا واچوله.
بيا د لغمان جمعيت اصلاح مسؤل محترم استاد محمد عثمان اخلاص د اسلامي اخلاقو بنسټونو تر عنوان لاندې په زړه پورې درس وړاندې کړ چې د ګډونوالو د خاصې پاملرنې وړ وګرځيد، استاد لاندې موضوعات په تفصيل سره وڅيړل:
١: د اسلام د ارکانو اړيکې د اخلاقو سره.
٢: د نيکو اخلاقو په واسطه انسان فضيلت او برتري ترلاسه کوي.
٣: د اخلاقو ضعف د ايمان په کمزورۍ دلالت کوي.
٤: انسان د خير او شر ترمينځ واقع دی.
د درس څخه وروسته وروڼو د لس دقيقو لپاره تفريح وکړه.
تفريح څخه وروسته د رحلې د فرهنګي چارو مسؤل استاد عبدالرحيم د رحلې ګډونوال په پنځه ګروپونو وويشل: فهم ، اخلاص ، اخوت ، جهاد ، حسن البنا
د ګروپونو تر منځ د استاد محمد عثمان اخلاص او استاد عبدالرحيم لخوا فرهنګي مسابقه تر سره شوه.
بيا وروڼو د مازديګر لمونځ په جماعت سره اداکړ.
رحله د مازديګر په شپږ نيمو بجو د مولوي شکرالله فدائي صاحب لخوا د اسلام ، مسلمانانو او هيواد د خير او فلاح لپاره په دوعا سره پای ته ورسيده.