راپور تر : رحیم الله حریفال
د۱۳۹۰ لمریز کال د زمر ي دمیاشتې په درییمه نیټه دجمعیت اصلاح دمرکزي دفتر په انګړ کې داصلاح غږ راډیو دڅلورم خپرنیز کال پیل دیوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شو ، غونډه د ماسپيښین پر ۳ بجو دقاري صاحب اسدالله ساطع له لوري دکلام الله مجید دڅو مبارکو آیتونو په لوستلو سره پیل شوه ، له تلاوت څخه ورسته د جمعیت اصلاح دنشراتو مسؤل استاد عبدالفتاح جواد پرانیستوونکې وینا وکړه ،استاد دجمعیت اصلاح درسنیزو کارونو په هکله دغونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل . وروسته داصلاح غږ راډیو مسؤل استاد عبدالظاهر حمیدي اصلاح غږ راډیو په تفصیل سره میلمنو ته ور وپیژاندله او داصلاح غږ راډیو له ټولو درنو اوریدونکو څخه یی خوښي څرګنده کړه ، د استاد حمیدي تر وینا وروسته د جمعیت اصلاح دمرکزي شورا رئیس استاد نصیر احمد نویدي وینا وکړه او داصلاح غږ راډیو په بریالیتوبونو یی رڼا واچوله همدا رنګه قدرمن نویدي هغو ستونزو ته هم اشاره وکړه چې اصلاح غږ راډیو ورسره لاس او ګریوان ده او هیله يې څرګنده کړه چې په نژدې راتلونکې کې به دا ستونزې حل شي ، هغه زیاته کړه جمعیت اصلاح په دې لټه کې ده ترڅو د اسلامي دعوت دخپراوي لپاره نورې رسنۍ هم پرانیزي ترڅو د نوي عصر د غوښتنو سره سم خپل ولس ته د اسلام د صحیح فهم په رسولو کې مرسته وکړي .
دغونډې بل وینا کوونکی استاد محمد زمان (مزمل) د خپلو لیکنو په څیر له درده ډکه وینا واوروله، استاد وویل چې مونږ اوس دډیرو دسیسو ښکار او هدف یو، مونږ ډیر مظلوم خلک یو ، په دې افغانستان کې مونږ دالله تعالی له عنایت او له یو شمیر مظلومو مؤمنانو پرته نور هیڅ نه لرو ، خو د دې مظلومیت غږ پورته کول په کار دي . استاد زیاته کړه : چې په هیواد کې پردیو ته کارکوونکې رسنۍ دپردیو پوځونو په څیر خطر ناکې دي.
ورپسې دجمعیت اصلاح دمرکزي شورای پخواني رییس دکتور صفت الله قانت وینا وکړه ، هغه درسنیو پر ارزښت وغږیده او زیاته یی کړه، پخوا که خلکو د یوه منبر له لارې خپل پیغام رسولای شو، خو اوس له ډیرو لارو کولای شو خپل اواز د هیواد ګوټ ګوټ ته ورسوو. استاد وویل په لومړي سر کې مو په ډیرو کمو امکاناتو سره کار پیل کړ خو اوس الحمد لله داصلاح غږ راډیو آواز تر ډیرو کورونو رسیدلی دی ، همدارنګه استاد وویل ، چې داستعماري سیلاب د ودریدو له پاره په کار دي چې په بیلابیلو ډګرونو کې مقابله وشي چې یو ډګر یی هم رسنۍ دي، دا دکلتوري یر غل پر وړاندې مهم سنګر دی .
دغونډې بل ویناوال دهیواد وتلی عالم شیخ القران مولوی صاحب عبدالسلام عابد ؤ. مولوی صاحب عابد د وخت دکموالي له کبله یوازې خپل پیغام د غونډې ګډونوالو ته واوراوه، استاد عابد وویل ځینی خلک کار کوي زحمت باسي تلویزونونه لري ، راډیوګانې لري ، ویب سایټونه لري ، ولې خپلې ټولې وسیلې د باطل په خپرولو کې په کار اچوي. خو چې کله یوازي شي او خپل وجدان حکم وټاکي . باور لرم چې خپل ځان به ملامت کړي اوپه خپل ځان به بد ووایی چې دا څلیرویشت ساعته مې وخت ضایع کړ ، پیسې مې مصرف کړې ، خلک به زما په حق کې څه فیصله کوي باور وکړي دا کومې مبتذلې رسنۍ چې زموږ په هیواد کی شتون لري زمونږ د مسلمان ملت فرد ،فرد پرې بد وایی او دالله پر وړاندې به دا درسنیو چلونکي او مسوولین څواب وایي . دشکر ځای دی چې جمعیت اصلاح ته الله دا توفیق ورکړ، چې یوه داسې راډیو یې جوړه کړه چې له دیني او ملي ارزښتونه څخه ددفاع وسیله وګرځیدله، او په پای کې یې له خپل مسلمان ملت څخه هیله وکړه چې له اصلاح غږ سره دخپل توان په اندازه مالي او معنوي مرستې وکړي ، ترڅو وکولای شو چې د اصلاح غږ راډیو آواز دټولو هیوادوالو غوږونو ته ور ورسوو .
دهیواد دعلماوو په استازیتوب مولوی شمس الرحمن فروتن وینا وکړه . او دهیواد درسنیو په استازیتوب د عالم راډیو مسول استاد ساجدالرحمن مخلص دعالم راډیو مدیر خپله وینا حاضرینو ته واوروله .
دغونډې په وروستۍ برخه کې د اصلاح غږ راډیو پر کارکوونکو او ځینې اوریندونکو تقدیر نامې او ډالۍ وویشل شوې ،غونډه د اصلاح دارالمعلمین د رئيس استاد احمدالله ساپی په دعا سره پای ته ورسیده.