راپور عبدالرحيم ميا خيل
دمرکزي نظم دټاکلي پلان سره سم دروان کال دچنګاښ دمياشتې په ١٢ نيټه داصلاح عالي خصوصي ليسې په انګړکې دغه پروګرام د قاري سيداحمد هاشمي لخوا دکلام الله مجيد دڅومبارکوآيتونو په تلاوت سره پيل شو.
بيا دلغمان دجمعيت اصلاح مسئول استاد محمدعثمان اخلاص راغلو وروڼو اوميلمنوته ښه راغلاست اوهرکلی ووايه، ورپسې د لنډ وخت لپاره د وروڼو ترمينځ تعارف وشو.
ورپسې د جمعيت اصلاح دځوانانو څانګې عمومي مسئول دوکتوررحمت الله زاهد دجمعيت اصلاح وروڼه خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل او دخپلوخبرو په ترڅ کې یې وويل چه موږ بايد ځوانان دغفلت له خوب څخه راپاڅوو اود اوسني عصر چلينجونوته يې تيار کړو دغه بيدارول کارغواړي او موږ بايد دې کارته خپلې ملاوې وتړو.
بيا د لغمان جمعيت مسئول دلغمان استاد اخلاص پر خپلو فعاليتونورڼا واچوله.
ورپسې دلغمان قرغيو ولسوالۍ د جمعيت اصلاح مسئول استاد عبدالبصيرعظيمي هم داړوندې څانګې پرفعاليتونو رڼا واچوله چې راغلي پلاوي ته قانع کوونکي وو.
ورپسې د جمعيت اصلاح مرکزي شورا رئيس محترم استاد نصيراحمد نويدي خپلې ارزښتاکې خبرې وکړې اود خپلو خبرو په ترڅ کې د بيعت درې ارکان :اخلاص ، اخوت اواعتماد توضیح اوتشريح کړل، داخلاص په اړه یې تفصيلي خبرې وکړې او زياته يې کړه چې اخلاص ( هغه ته وايي چه يوڅوک يا يوټولی ستا د کړنو ستاينه وکړي په تا کې غروراو تکبر رانشي اوکه څوک ستا د منفي پاينټونو يادونه کوي او يا دې غيبت کوي نو ته په هغه خفه اوخواشینی نشې ).
داخوت په اړه محترم استاد، د رسول الله صلی الله عليه وسلم يوه حديث ته اشاره وکړه او ویې ويل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يوه ورځ له صحابو(رض) سره په مجلس کې ناست وو، سوال يې وکړ چې الله (ج) ته خوښ اومحبوب عمل څه شی دی؟ د صحابو له ډلې يو تن وويل چې الله(ج) ته محبوب عمل لمونځ او روژه دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل چې دا هم د الله (ج) خوښ دي، خو تردې چې هم زیات الله (ج) ته ګران او محبوب عمل دیو هغه (الحب في الله والبغض في الله) دی، چې اخوت ، مينه او ورورګلوي هم يوازې د الله د رضا په خاطر وي او بغض اوکينه هم د الله (ج) په خاطر وي.
استاد د اعتماد په اړه هم تفصيلي خبرې وکړې اوزياته يې کړه چې جندي بايد پر خپل قيادت پوره باور اواعتماد ولري، قيادت بايدهم د خپلو افرادو په اړه پوره باور اواعتماد ولري.
محترم استاد نویدي د افغانستان په روانو حالاتو هم رڼا واچوله، د جمعيت اصلاح وروڼو ته ډاډ ورکړ چې د جمعيت فعاليتونه په اکثرو ولايتونو کې په ډیره ښه توګه پر مخ ځي.
نوموړي وروڼو ته زيری ورکړ چې د رمضان المبارک مياشت داصلاح غږ راديو په ننګرهار اولغمان ولايتونو کې هم خپل فعاليت شروع کړي او په نږدې راتلونکي کې به دهرات په ولايت کي د اصلاح تلويزيون کار پيل کړي دکندهارپه اړه يي وويل چه هلته به په راتلونکي کې به د اصلاح عالي دارالمعلمين هم فعال شي انشاء الله.
دغه پروګرام د لغمان جمعیت اصلاح د تربيت څانګي مسئول محترم مولوي محمدعيسی عالمي لخوا د اسلام ، هيواد او مسلمانانو ته د خير غوښتلو په دعايې سره دمازديګر په پنځه نيمو بجو پاي ته ورسيد.