د سرطان د مياشتې په نهمه نېته د پنجشنبې په ورځ د کابل د خوشحال خان سیمي د جمعيت اصلاح ساحوي دفتر لخوا د پلان شوي پروګرام له مخې د پنجشېر ولايت ته رحله ترسره شوه.
دا تربيتي رحله د استاد انصار الله حنيف په مشرۍ سهار شپږ بجې له خوشحال څخه پيل شوه او ماښام اووه نيمي بجې پای ته ورسېده.
د پروګرام سره سم د رحلې ګډونوال په دوو کاستر موټرونو کې له خوشحال سيمي څخه و خوځېدل، په موټرونو کې مسئولو کسانو ته در ورکړل شويو اسلامي نړۍ، اسلامي خوځښتونو او اسلامي شخصيتونو په اړه معلومات پاڼو څخه معلومات ولوستل شول او تاکيد پرې وشو، چې ټول يې بايد ياد کړي او کېدی شي په دې اړه له ګډونوالو څخه پوښتنې وشي.
له يوه اوږده مزل وروسته بالآخره د پنجشېر ولايت د پالندې درې ته ورسېدو او د دوو تنو ځايي اوسېدونکو او د حاجي مهربان په لارښوونو زمونږ د رحلې ځای کې ښکته شو.
د ځايي ا وسېدونکو لخوا د رحلې ګډونوالو لپاره ښکلی ځای ترتيب شوی او دروند ښه راغلاست ورته وويل شو.
د پيليزي وينا لپاره استاد عبدالوهاب عابد ته بلنه ورکړل شوه، چې خپله وينا د رحلې ګډونوالو ته واوروي.
استاد د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې له يو شمېر ښکلو سيمو او ازاد طبعيت څخه کتنه د جمعيت اصلاح د تربيتي سيستم يوه برخه ده، چې ددې په واسطه د مسلسل کار په ترڅ کې يو څه تفرېح ، د الله تعالی په مخلوقاتو کې فکر، او همدا ډول له آزاد او صافې هوا څخه غوره ګټه واخلو.
عابد صاحب د لارې په اوږدو کې يو شمېر مشکلاتو ته هم اشاره وکړه او زياته يي کړه، چې د رحلې هدف دا هم دی چې مونږ او تاسو سمع او طاعت زده کړو، که زمونږ او ستاسو امير هر ډول کس وټاکل شو بايد له امر څخه يي سرغړونه ونه کړو او د هغه له اجازې پرته هيڅ ډول حرکت ونه کړو.
د استاد عابد له خبرو وروسته د رحلې ټول ګډونوال په څلورو بېلابېلو ګروپونو هر يو فهم، اخلاص، عمل او جهاد ووېش شول.
ورپسې د چايو لپاره وقفه وه او له چايو څخه وروسته د لږ ساعت لپاره تفرېح ترسره شوه.
له ازادې تفرېح وروسته د قاري ميرزمان نايب خېل په مشرۍ فرهنګي مسابقه ترسره شوه، چې د څلور واړو ګروپونو څخه به په کې هر يو کس جلا جلا برخه اخستله او سوالونه به يي ځوابول، چې له هغه سيمي څخه د را روانېدو سره سم ددې مسابقې پر ګډونوالو جايزې هم ووېشل شوې.
وروسته د غرمې ډوډۍ وخوړل شوه او بيا د ماسپښین مونځ د مولوي صاحب محمد امان رسولي په امامت ترسره شو. له لمانځه وروسته بيا تفرېح وه او په پای کې د استاد محمد امان رسولي صاحب لخوا د سيمي له اوسېدونکو څخه مننه وکړی شو چې زمونږ يې تود هرکلی وکړ، د سيمي اوسېدونکو بيا هم مننه وکړه، او زياته يي کړه چې د دوی کلی او سيمه هر وخت د دا ډول علماؤ او مشرانو د راتګ لپاره سترګې په لار وي او زیاته يي کړه چې څنګه چې مناسبه وه په هغه ډول مو خدمت ونه کړی شو.
له دې وروسته ګډونوال د خپلو موټرو په لور وخوځېدل او د کابل پر لور حرکت پيل شوه او دغه خوندوره رحله ماښام مهال په خوشحال خان کې پای ته ورسېده.
2 Comments
دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز
بلي ! مردم مجاهد ومسلمان پنجشير همه وقت خدمت علما و وداعيان راه راستين پروردګار را نموده واز مهمانان جمعيت اصلاح طبعا استقبال ګرم نموده خداونداجر بزرګ نصيب شان بګرداند وهمچنان داعيان جمعيت اصلاح هم بايد خدمات وتشويقات بي آلايش ملت خود را نبايد فراموش کند وراه را که درپيش دارد باکمال اخلاص بپيمايد
والسلام
قاضي محمد حسن اسلامي وردک
اول گل ارمانی
سلامونه او نیکلی هیلی امیدلرم چی داسی پروگرامونه دوروری په فضا کی همیشه لپاره اوسی
ماته پدی لاندی عکسونو کی دیره جالبه داده چی په هره رحله کی ورور قاری میر زمان او محترم انصار الله حنیف ددودی او خوراک په زای کی موجود وی
یو کس وای چی نور په کار خه خکاری او قاری میرزمان او انصارالله په خوراک خه خکاری
الله تعالی دی وکری چی خفه نشی دیر راباندی گران دی زکه خو یی تنگوم
مننه