راپور: روح الله ساحل
د جمعیت اصلاح د کابل پوهنتون ساحوي دفتر د سرطان د میاشتې په دریمه نیټه تربیتی او تفریحي رحله وکړه چې د کابل، طبي او سلام پوهنتونونوشا او خوا ۸۰ تنو محصلینو او استادانو برخه پکې اخیستې وه.
دا تربیتي پروګرام چې سرپرستي يې احمد ارشاد احراركوله، د استاد عبد الصمد کرامت په پرانستونکې وینا پیل شو. استاد د رحلې موخې د افرادو تر منځ هراړخیز تعارف، په سمع او طاعت باندې د دوی روزنه، د اجتماعي ژوند او د سفر د آدابو زده کړه او سالمه تفریح وبللې.
له هغه وروسته د ښه نظم او په خاطر د رحلې ګډونوال په اوو ګروپونو وویشل شول او د پروګرام د دوهمې برخې د ځای په لور سفر پیل شو.
د پروګرام دوهمه برخه د کاپیسا ولایت د صیاد په منطقه کېپه تعارف سره پیل شوه؛ د تعارف په وخت د دري ژبې ویونکو په پښتو او د پښتو ژبې ویونکو په دري ژبه خپل ځانونه معرفي کړل.
رحله وروسته په دوه درسونو سره وغزیده چې لومړی درس یې د سلام پوهنتون د استاد دوکتور عبدالباقي امین له خوا د اسلامي خوځښت په وړاندې د بدلون د پروسې په هکله وو.
استاد وویل چې د بدلون په اړه دری نظریې موجودې دي چې لومړی یې د ماده پاله کمونزم له خوا وړاندې شوه چې ویل یې: په ټولنه کې ټول تحولات په هغه باندې د شته اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي شرایطو محصول دی او په طبیعي ډول منځ ته راځي.
دوهمه نظریه د جبریه وو وه چې په تقدیر باندې د ناسم فهم له امله منځ ته راغله او د دې نظرېې خاوندان په دې باور وو چې هر څه د تقدیر په اساس منځ ته راځي او د بدلون لپاره یې هڅې بې ګټې دي.
دریمه نظریه د اسلام ده او هغه د دې آیت پر بنسټ جوړه ده چې:ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم
استاد وروسته یې زیاته کړه چې اسلامي خوځښت د همدې آیت پر بنسټ د خپل ټولنې د حالت د بدلون لپاره کار کوي او له لاندې لارو څخه کار اخلي:
• توبه
• نصیحت (په خپله ټوله معنی سره)
• امر بالمعروف او نهی عن المنکر
وروسته له هغه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ استاد عبدالقادر نایل په خپله ځانکړې لهجه او سبک سره د توبې په اړه په زړه پورې درس وړاندې کړ، د توبې معنی، د توبې عملي لارې او د هغه په مخکې خنډونه یې ښه وڅیړل.
په دې تربیتي پروګرام کې یوه ورکشاپ ته هم ځای ورکړل شوی وو چې ګډونوالو ټولو په ګروپي ډول دې پوښتنې ته پکې د ځواب هڅه وکړه چې (که يوازې زه وغواړم دین ته کار وکړم نو څه به کوم) دې برخې هم تفریحي بڼه درلوده او هم یې د دین د اقامې لپاره د برخه والو روحیه پیاوړې کړه.
د غرمې د ډوډۍ له خوړلو او د جمعې د لمانځه له اداء کولو وروسته یوه اوږده تفریح وشوه، چې د رحلې ټولو ګډونوالو د صیاد په سند کې په لامبو، والیبال او نورو لوبو سره تیره کړه.
ښه نظم، سمع او طاعت ته پابندي، د استادانو او محصلینو تر منځ د بې ساري صمیمیت فضا، په کارونو کې د ټولو ونډه، د قوانینو څخه د سرغړونې پر مهال ټولو ګډونوالو ته په یوه اندازه د جزا ورکول او نور د دې تربیوي پروګرام ځانګړینې وې.
د څو ګډونوالو خاطرې:
كله چې د رحلې څخه د بېرته راگرځېدو پر مهال د ملګرو له خاطرو پوښتنه وشوه نو ځينو وروڼو لاندې ټكو ته اشاره وكړه:
عبدالله- وردك: زما لپاره تر ټولو جالب ټكى دا وو چې په څلورويشت كسيږ موټر د افغانستان د لسو ولايتونو محصلين سره ټول شوي ول چې خپل منځي خواږه تعامل يې د ايماني ورورولى څرګندويي كوله.
فريدالله – غور: زما لپاره د سفر په زړه پورې خاطره دا وه چې د لومړې ځل لپاره مې يو ورځنى سفر له موسيقي پرته په موټر كې وكړ.
ربيع: غزني: زما لپاره جالب ټكى د سمعې، طاعت او صميميت هغه روحيه وه چې آن استادان هم چې كله د جزا او خدمت لپاره وغوښتل شول په ورين تندي حاضر شول.
عبيد الله- پروان: دا زما لپاره په ژوند كې لومړنۍ تفريحي برنامه وه چې په ديني روحيه تنظيم شوې وه او د تفريح تر څنګ مو د عبادت خوند هم ترې واخيست.
احمد الله- كندهار: كله چې خلك تفريح ته ځي نو د الله عبادت ترې پاتې وي، خو موږ هم درسونه واخيستل، هم مو تفريح وكړه او هم مو د جمعې لمونځ په جماعت سره ادا كړ.
د رحلې په اړه مو د کابل پوهنتون د څلورم ټولګي د محصل محمد ربیع نظر وپوښت، نوموړي له دې تربیوي پروګرام څخه د خوښۍ له څرګندولو وروسته زیاته کړه چې په پروګرام کې مو له نورو وروڼو سره تعارف وشو، په دیني مالوماتو مو ډیر څه زیات شولد سفر آداب مو زده کړل، د الله جل جلاله د دین د اقامې لپاره مو هوډ پیاوړی شو، او د پروګرام له پیله تر پایه چې کومه د صمیمیت فضا حاکمه وه کله به مې هم هیره نه شي.
د ځمکپوهنې د پوهنځۍ د دوهم ټولګي محصل محمد اقبال بیا په ځانګړي ډول د سفر په پیل کې د مسنونې دعاء ویل، په موټر کې تفریحي برنامې او مسابقې او له استادانو سره ګډه لامبو د یادونې وړ بلله، ویل یې چې کله مې هم په پام کې نه راتلل چې داسې پروګرامونه او سفرونه هم جوړیدلای شي.
په پای کې د رحلې ګډونوالو د کابل پوهنتون له ساحوي دفتر سره د انفاق فی سبیل الله په روحیه ۳۰۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده چې رحله د جمعیت اصلاح د تربیوي سیستم یوه مهمه وسیله ده چې داونیزو تربیوي حلقاتو یو مشخص شمیر کسان پکې د یوې ورځې لپاره د خپلې ساحې څخه لرې ځي، او د خپل نوعیت له مخې د دعوت منبر، د تربیت ډګر او د نورو خلکو د میلو او تفریح په خلاف د الله جل جلاله د بندګۍ مظهر وي.
7 Comments
احمدجاويدصالحي
بسيار عالي و خوش آيند
الله متعال اين جمع را در بهشت فردوس نيز يكجا و با سرور و خوشحالي استقبال نمايد
افضلي
بارک الله فیکم
مزې مو وکړې….
محمد اکبر مدثر
ماشاء الله ، امید است بعد از سپری نموده رحله دعوتی، توشه ای خوبی از این رحله گرفته ، و با انرژی تمام امور دعوتی را با نشاط تر به پیش ببریم ، موفق و موید باشید
سميع الله ځواک
سياحتي امتي الجهاد
الله دې درته هدايت وکوي د سيي سياحت ځاي دهيواد غرونه او پکې د غازيانو مورچلونه دي
د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه مسلمان زمونږ غرونو ته د سياحت لپاره را درومي او تاسې سيندونو ته ځۍ
د استاد نايل درس عملي کړي توبه وباسۍ او د جهاد سنګرونو ته ورودانګئ
عبدالرحيم " غفاري" از كندز
ماشاءالله يك رحله خوب بود كه شما سپري نموده ايد
واقاً نه تنها رحله علمي بلكه شامل رحله تفريحي نيز بوده تصاوير كه از رحله شما به مشاهده رسيد من را نيز فريفته ساخت! كه اي كاش در اين محفل ديني و تربيتي من نيز اشتراك ميداشتم تا از بركت پر فيض اين محفل روح خود را منور ميساختم.
ایمل
ستانکزی صیب
تا لکه چې له مریخ نه تبصر وکړه لب ټاپ دې در سره وړی دی او که ډیسک ټاپ؟؟
هلکه تا ته ولې زور در کوي؟ جمعیت اصلاح ځوانانو رحله وکړه نو څه چل وشو؟ هسې ته هم خپله کار کردګي وښایه!!
حامد پوپلزی
ما شا الله
خدواند متعال تمام برادران جمیعت اصلاح را درهمه امورموفق داشته باشد .