دجمعې په ورځ د سرطان په ۳مه نیټه په کندز او بغلان کې د200 څخه زیات د جمعیت اصلاح اعضاء، همکارانو او همفکرانو لپاره رحله ترتیب شوې وه د بغلان د فابریکې په ښکلې ساحه کې ترسره شوه.
د رحلې عمومي مسئولیت په کندز کې دسلام پوهنتون اداري معاون استاد سمیع الله دانشیار ته سپارل شوی و .
د سلام پوهنتون نه حرکت پیل شو، په یو منظم پلان سره دهر موټر لپاره مسولین وټاکل شول او دلارې په اوږدو کې یې فرهنګي مسابقې هم ترسره کړي.
درسیدو سره سم ګډونوالو ته دسهار چای ترتیب شوی و
او وروسته د رحلې اعضاء په لسو 15 نفري ګروپونو وویشل شول.
درحلې پروګرام دسلام پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي تدریسي مدیر په ویاندویۍ دقاري غلام صدیق لخوا دقرآن کریم په تلاوت پیل شو .
وروسته د جمعیت اصلاح دبغلان ساحوي دفتر مسول شمس الدین حیدري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې دسلام پوهنتون اداري معاون استاد سمیع الله دانشیار د رحلې په ادابو او اهدافو باندې رڼا واچوله استاد دخپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې اسلام دنظم اودسپلین دین دی اود ژوند په هر اړخ کې دنظم اوقانون لرونکی دی او کله چې یو حرکت اسلام ته ځان منسوبوي نو هغه باید د یو خاص نظم لرونکی وي او د سمع او طاعت روحیه پکې ژوندۍ وي.
وروسته دسلام پوهنتون د کندز څانګې ریس او د جمعیت اصلاح مشراستاد محمد عاطف د اسلامي نړۍ او ورپیښو چلنجونو ترعنوان لاندې یوه په زړه پورې تفصیلي وینا وکړه، استاد دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: کله چې مونږ د اسلامي امت خبره کوو نو مطلب مو باید هغه امت وي چې دنړۍ قیادت خپل مکلفیت ګڼي او دا د الله تعالی سنت دي چې نړۍ بې قیادته نه پریږدي.
نن ورځ اسلامي نړۍ د ځمکې ثروت لرونکې ځمکې په خپل لاس کې لري لکه انساني، نفتي، معدني، لمریز او بحري ثروت خو د دې سره سره بیا هم اسلامي امت په داسې یو خطرناک حالت کې شپې او ورځې تیروي چې نن یې ټوله نړۍ ګوري.
غرب په دې هڅه کې دی چې دخپلې تاریخي ماتې بدله بیرته واخلي او نن په ډیرې سپین سترګې سره غواړي دمسلمانانو عقیدوي او اخلاقي بنسټونه ،سیاسي او اقتصادي نظامونه تر سوال لاندې راولي.
ولې مونږ ماته وخوړه!!!
نن ورځ زمونږ ځوانان د اسلامي هیوادونو پرځای داسې ملکونو ته ځي چې له مونږ سره نه عقیدوي تړاو لري او نه هم اخلاقي ، هغوی چې خپله خدای(ج) نه پیژني نو زمونږ ځوانان به څنګه په دین پوه کړي.
د یوه مسلمان ځوان لپاره یې دا هم نه لوریږي چې په خپله اسلامي بڼه اوفکرسره ژوند وکړي او دا ورته یو شرم او عار ښکاره کوي خود خپل ځان لپاره په خپلو باطلو دیني افکارو سره ژوند او حکومت کول غواړي.
ځان ګوښه کول او ددین په یوه برخه باندې اکتفا کول زمونږ دمشکلاتو له جملې څخه دي او څوک چې تنها په یوه برخه اکتفا کول یاخو په دین جاهل دی او یا هم د دین دښمن دی.
مذهبي تعصب هغه چې زمونږ ملت ډیر ځوروي زمونږ دمشکلاتو له جملې څخه دي او په یو مذهب باندې التزام ضروري دی او دا باید د یو شخص دجرم موجب ونه ګرځي.
دنورو پرمختګ وینو ولې عبرت نه اخلو، دخپلو اسلافو یادونه کوو خو دا فکر نکوو چې مونږ په کوم حالت کې یو، د ژوندانه د مهمو وسایلو څخه نیولې ان د ماشومانو دلوبو وسایلو پورې مونږه بهر ته اړتیا لرو.
زمونږ تشخص او پیژندګلوي باید په اسلام وشي ولې متاسفانه نن ورځ په مذهب ، سمت او ژبې باندې کیږي مونږ نه یواځې داخلي مشکلات لرو بلکې بهرني مشکلات هم شته ، د اسلامي خلافت سقوط او دحاکمانو دا تصور چې که غرب ورته د پرمختګ لارې ترسیم نکړي نو پرمختګ ورته ناممکن ښکاري ، هغو ی هڅه کوي چې زمونږ دیني اعتقادات ،افکار، دیني تشخص، اسلامي فرهنګ او هغه وسایل چې خطر ترې احساسوي تر سوال لاندې راولي، ددین څخه لریوالی او د فکري یووالی عدم موجودیت زمونږ داساسي مشکلاتو څخه دی.
که مو دین له تجزیې پرته د ژوندانه دنظام په حیث ومانه نو د دنیا او آخرت کامیابي به زمونږ وي کنه بیا خو د الله تعالی هغه سنت دي چې فرمایي: ( وان تتولوا یستبدل قوما غیرکم ثم لایکونوا امثالکم).
ورپسې د فهم ترعنوان لاندې د ویاندویي مسابقه ترسره شوه چې هر ګروپ یو نماینده وټاکه او له مسابقې وروسته ازاده تفریح ،دډوډۍ او لمانځه لپاره وقفه وشوه.
دلمانځه څخه وروسته دجمعیت اصلاح د کندوز ولایتي مسئول محمد حبیب شعیل په واسطه د ګروپونو ترمنځ فرهنګي مسابقه ترسره شوه چې په ګټونکو ګروپونو ډالۍ هم وویشل شوې. دمسابقې څخه وروسته قاري محمد فاضل په خپل خواږه اواز ترانه ولوستله او بیا هم د( مونږ څوک یو او څه غواړو) ترعنوان لاندې دسلام پوهنتون دمحصلینو مدیر مولوي صاحب عبیدالله دجمعیت اصلاح په اهدافو، کړنلارو او وسایلو په اړه تفصیلي وینا وکړه.
په پای کې دمولوي صاحب خیرالله حقاني لخوا دپروګرام ارزونه وشوه او زیاته یې کړه چې زمونږ ټولنه د یوې غټې فکري خلا لرونکې دي، مونږ امیدلرو چې دغه خلا دجمعیت اصلاح په واسطه ډکه شي او ددې کار لپاره به مونږه علماء خپل ټول امکانات ددوی په اختیار کې ږدو.
ورپسې د قاري محمد یاسین په خواږه آواز ترانه وړاندې شوه او پروګرام د سلام پوهنتون د رئیس په اختتامیه خبرو او د مولوي صاحب عبدالرحمن په دعا پای ته ورسید.
4 Comments
احمدجاويدصالحي
بسيار عالي و خوش آيند
الله متعال اين جمع را در بهشت فردوس نيز يكجا و با سرور و خوشحالي استقبال نمايد
محمد اکبر مدثر
ابتکار عالی ، یکی از وسایل تربیت در جمعیت اصلاح ترتیب و تنظیم دادن رحله ها وسیرهای علمی است ، امید که هدف مطلوب با برگزاری چنین رحله ای منظم و پرنشاط بر آورده شده باشد،
به انتظار دعوتنامه رحله زون استیم
افضلي
الله اکبر و لله الحمد
یعنې سلام پوهنتون کندوز کې هم څانګه لري؟؟؟ ډېر ښکلی خبر دی….
قدرت الله جاهد
ډېر ښه، ماشاءالله.