راپور: روح الله ساحل
د جوزا د میاشتې ۱۴مه نیټه چې د اسلامي نهضت د سرلارو د شهادت له نیټې سره برابره ده هغوی چې د وخت د حکامو له خوا د پلچرخي په زندان کې په ظالمانه ډول سره په شهادت ورسیدل.
د روان کال د جوزا د میاشتې په ۱۴مه نيټه مازدیګر ۴:۰۰ بجې په همدې اړوند د پولیتخنیک پوهنتون په جامع مسجد کې د “نهضت اسلامي پدیده تاریخ ساز” تر عنوان لاندې کانفرانس دایر شو چې د کابل دپوهنتونونو ګڼ شمیر محصلینو ګډون پکې کړی وو.
د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د کنفرانس ویاند استاد نورمحمد عطایي، د افغانستان د سیاسي چارو فعال او کارپوه احمد وحید مژده ته بلنه ورکړه چې د هغه وخت د حاکم بحران او د اسلامي نهضت د ظهور په اړوند خپله وینا واوروي.
احمد وحید مژده د خپلو خبرو په لړ کې دې ته اشاره وکړه چې د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې د افغانستان په شمول په ځينو اسلامي هیوادونو کې د غرب د کلتور او تمدن په لوري میلان پیدا شو او افغانستان په ورو ورو د غربي کیدلو په لوري ګامونه اخیستل شروع کړل، د دې تر څنګ د ظاهر شاه او داؤد خان د حکومت په دورو کې د مسلمانانو په مقدساتو څرګند تیري پیل شول، مسلمانانو ته سپکاوی کیده او په ډاګه د بې دیني په لور بلنه پیل شوه؛ چې دا حالت د مسلمانو ځوانانو او محصلینو لپاره د تحمل وړ نه ؤ او نه یې غوښتل چې د دوی تر سترګو لاندې دې د اسلامي شعایرو سپکاوی وشي، نو یې د جوانان مسلمان نهضت جوړ کړ او د وخت د حکامو په وړاندې یې خپلې مبارزې پیل کړې.
مژده صاحب زیاته کړه : چې دا نهضت د خپل دعوت په پړاوونو کې روان ؤ او لا يې هجرت او جهاد ته مخه نه وه کړې اما د دولت له خوا وټکول شو او د مخې د ډپ کیدلو هڅې یې پیل شوې او فعالان یې شهیدان شول؛ دا ځکه چې دوی په دې پوهیدل چې د نهضت جوانان مسلمان دعوت د پوره دین په لوري دعوت دی او خلک ټول او شامل دین ته رابولي او دعوت یې د فراګیرۍ څخه برخمن دی.
د نهضت لاس ته راوړنې او د هغه درسونه هغه موضوع وه چې د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شوری رئیس استاد نصیراحمد نویدي پرې خپل وینا واوروله.
استاد نویدي اسلامي نهضت د یوه ملت او یوه تاریخ زوال او په مقابل کې د بل ملت او بل تاریخ پیلامه وبلله او اسلامي نهضت ته یې د دې ملت د نجات سمبول نوم ورکړ.
وروسته یې د اسلامي نهضت لاس ته راوړنې داسې وشمیرلې:
• اسلامي نهضت د لومړي ځل لپاره د هیواد په سیاست کې د یوه دیني جریان د مطرح کیدلو زمینه برابره کړه او خپله د اسلامي حرکت په حیث په سیاست کې دخیل شو.
• نهضت د (الاسلام هوالحل) [یوازې اسلام دحل لاره ده] غږ پورته کړ او خلکو ته یې پیغام پریښود چې مونږ له اسلام څخه پوره فهم نه لرو او که نه اسلام د ټولو ستونزو حل دی.
• اسلامي نهضت د روسانو د یرغل پر مهال او د هیواد په ډيرو حساسو شیبو کې ملت د قربانۍ لپاره آماده کړای شوای او روس ته یې د ماتې زمینه برابره کړه.
• له ټولو ستره لاس ته راوړنه یې د افغانستان د جهاد قیادت ؤ چې یوه ستره امپراطوري یې دړې وړې کړه.
• او اسلامي نهضت د خپلو ټولو ستونزو سره سره خپل ټول کارونه په خپلو مټو او په داخلي امکاناتو روان کړي وو او له هیڅ بیروني جهت څخه یې هم مرسته نه ترلاسه کوله.
نویدي صاحب د خپلې وینا په دوهمه برخه کې د اسلامي نهضت د تاریخ څخه دا څو درسونه یاد کړل چې باید هر حرکت یې په پام کې ونیسي:
1. اسلامي نهضت مخکې له دې چې خپل پوخوالي ته ورسیږي په سیاسي کشمکشونو کې ورګډ شو چې داسې باید نه وای شوي او نه هم بل کوم اسلامي حرکت داسې وکړي.
2. اسلحې ته یې مخکې له دې چې د هغه د استعمال وړتیاوې او استعدادونه په خلکو کې راپیدا کړي لاس کړ.
3. فکري او روحي تربیت ته یې ډیره پاملرنه ونه کړه او له همدې امله یې ډیر غړي په نیمه لار کې ولویدل.
4. او له دې ویاړمن تاریخ څخه بل ستر درس چې اخلو هغه دا دی چې خلک تنها او تنها د اسلام تر بیرغ لاندې کامیابیدای شي او که امکانات کم هم وي د دوی لارویانو اخلاص به د لارې خنډونه له منځه وړي.
د کانفرانس په یوه برخه کې د جمعیت اصلاح د ځوانانو د څانګې مسؤل دوکتور رحمت الله ذاهد هم خپل پیغام محصلینو او ځوانانو ته پریښود چې د هغه په ترڅ کې یې وویل چې نن په دې مسجد کې د همغه شهیدو محصلینو د وینو په پایله کې ناست یو او که دوی خپلې وینې نه وای نذرانه کړې نو نن به مونږ او تاسو نه خپل اسلامي هویت درلود او نه به مو له اسلام څخه خبره کولای شوای. وروسته یې وویل چې که مو د نهضت د شهیدانو لاره تعقیب نه کړه نو لرې نه ده چې افغانستان د غرب په رنګ او فرهنګ کې رنګ شي.
د غونډې وروستی ویناوال د سلام پوهنتون معاون دوکتور محمد اسماعیل لبیب بلخي ؤ چې نهضت یې د افغانستان په خلکو د الله جل جلاله له خوا ستره پیرزوینه وبلله.
دوکتور لبیب محصلینو ته په خطاب کې وویل چې اوس خو د نهضت سرلاري نشته او دا دروند مسؤلیت یې ستاسو په اوږو دی او دا لاره یو ځل بیا همدا ستاسو ځوانانو له خوا یو نوي تعهد ته اړتیا لري.
کانفرانس مازدیګر ۵:۳۰ بجې د پوهاند دوکتور لبیب په دعاء سره پای ته ورسید.
One Comment
احمدجاويدصالحي
ماشاالله
موفق اوسي