د دارالعلوم اسلاميه د لويې دورې فارغينو ته د يوې شاندارې غونډې په ترڅ کې د فضيلت پګړۍ وتړل شوي
لکه د نورو کلونو په څير سږکال هم د روان 1390 کال د جوزا د مياشتې په ١٥ نيټه د يکشنبې په ورځ د دارالعلوم الاسلاميه د اوومې دورې فارغانو ته د افغانستان اسلامي فرهنګې مرکزو په انګړ کې د هيواد د جيدو علماء کرامو په لاس د يوې پرتمينې او شانداري غونډې په ترڅ کې د فضيلت پګړۍ وتړل شوي
غونډه د قاري صاحب نصيرالله لخوا د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه وربسې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز رئيس قاضي صاحب محمد حسن اسلامي پيليزه وينا وکړه چې په ترڅ کې يي د مدرسي محترمو شيوخو هر يو شيخ الحديث سيد رسول الحليم او شيخ القرآن والحديث امين الله ازره وال نه دهغوى د جهودو قدرداني وکړه او محترمو فارغينو ته يې مبارکې وويله اوغونډې ته راغلوميلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه او له هغوې نه يي مننه وکړه ،
د غونډې بل ويناوال د جمعيت اصلاح د نشراتو مسئول محترم استاذ محمد نعيم جليلې وو چې د خپلو خبرو په ترڅ کې يې فارغ علماء کرام خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل او ويې ويل: دغه علماء چې نن فارغيږي او ټولنې ته وړاندې کيږي د دوۍ مسٍئوليت ډېر دروند دى ځکه چې اوس ټولنه د بلا مشکلاتو سره مخ ده د افرادو هراړيخيزه اصلاح ته اړتيا ده اود استعمار د هر اړخيز يرغل په مقابل کې سنګر نيول په کار دى او همدا علماء دې چې دوى به ټولنه دغه مسايلو ته متوجه کوي
ورپسې د دغه مدرسې مشر مدرس شيخ القرآن والحديث محترم سيد رسول الحليم صاحب د بخاري شريف دختم په ترڅ کې د وروستې حديث مفصله شرحه بيان کړه او په اخر کې يي محترمو علماء کرامو ته لازمې لارښونې وکړې او ورپسې يې جامعه او تفصيلي دعاء وکړه .
بيا د هيواد نامتو عالم شيخ الحديث محترم شهاب الدين صاحب عالمانه وينا وکړه د امام بخاري رحمة الله عليه په هلو ځلواو جهودو يې رڼا واچوله او علماء کرام يې دې خبري ته متوجه کړل چې د قابليت سره سره مقبوليت هم په کار دى تاسې چى نن قابليت لاس ته راوړ کوښښ وکړۍ چې مقبوليت پيدا کړۍ او د مقبوليت شرطونه تادب ، اخلاص ، غنا او استغناء ده . دغه صفات ځان کې پيدا کړئ.
د غوڼډې بل وينا وال د هيواد وتلې ليکوال اوسياست پوه محترم استاذ محمد زمان مزمل وو چې د خپلو خبرو په ترڅ کې يي وويل: په يوه ټولنه کې بدلون معمولا درې ډوله راځې : يو د څپو او زور بدلون دى چې دغه بدلون مضر بدلون دي که ښه هم وي خو پايدارنه وي . بل د مصالحو بدلون دى ، ترڅو چې مصالح وي نو قايم به وي او چې مصالح له مخې ليري شي نو بيا به هيڅ هم نه وي
دريم د ارزښتونو او قناعت بدلون دى چې دا درست بدلون دى په دې معنى چې خلک په يو څه قانع شي بيا په هر ډول حالاتو کې درسره ځي او هر ډول مشکلات ګالي نو د دغه علماء کرامو مسئوليت دى چې ټولنه په دغې بدلون قانع کړي او دا د مستمر کار او تربيي له لاري شونى دى
د غونډې وروستې ويناوال د دارالعلوم اسلاميه مهمتمم شيخ القرآن والحديث امين الله ازره وال وو چې د خپلو خبرو په ترڅ کې يي د قرآن اوسنتو نه د درست فهم اصول او ضوابط بيان کړل او د قرآن او سنتو نه د غلط فهم اخيستونکو امراض يې ګډونوالو ته ورپه ګوته کړل.
ياده دې وي چې د غونډې په ترڅ کې د هيواد خوږ ژبې شاعر او ترانه ويونکې جواس سودايې د غونډې فضاء په خپلو خوږو ترانو نوره هم زړه راښکونکې کړه چې د علماء کرامو د ويناوو په مينځ مينځ کې په زړه پورې ترانې وړاندې کړي
وروسته هغه علماء کرامو ته چې د دوره حديث نه فارغ شوي وو د لاندې شيوخو او استاذانو لخوا د فضيلت پګړۍ وتړل شوې.
١- شيخ القرآن والحديث سيد رسول الحليم صاحب
٢- شيخ الحديث امين ازره وال صاحب
٣- شيخ القرآن والحديث عبدالغني صاحب
٤-شيخ القرآن والحديث شهاب الدين صاحب
٥-شيخ الحديث محمد اسماعيل صاحب
٦-شيخ الحديث محمد قياس صاحب
٧-استاذ محمد زمان مزمل صاحب
٨-شيخ الحديث عبدالسميع
٩-مولوي روح الله اخونزاده
١٠مفتي رفيع الله صاحب
١١ مفتي حبيب حضرت صاحب
١٢مولوي عزيز الحق صاحب
١٣- مولوي سميع الله عابدزى
14مولوي مسلم صاحب
15- دکتور صفت الله قانت
١6- قاري صاحب جان محمد
١٧ مولوي حسيب الله اخونزاده
١٨حاجي عبدالجبار بابکرخيل
ياده دې وي چې د افغانستان فرهنګې مرکز ټولو فارغينو علماء کرامو ته د اصلاح افکار د کتابونو يو سيټ او يوه جوړه جامې په هديه کې ورکړي
همدارنګه لومړي درجه ممتاز طالب ته دصحيح البخاري شرح فتح الباري يو سيټ
او دوهم درجه ممتاز طالب العلم ته د صحيح مسلم شرح النووي يو سيټ او دريم درجه ممتاز طالب العلم ته د سنن ترمذي شرح تحفة الاحوذي يو سيټ ورکړل شول
محترمو شيوخو ته هم د مرکز لخوا ترتيب شوې تحايف د مرکز د رئيس قاضي محمد حسن اسلامي په لاس تقديم شول
غونډiه د هيواد د ستر او نامتو عالم شيخ القرآن والحديث عبدالغني صاحب په دعاء پاى ته ورسيده چې په ترڅ کې يي د مرکز فعاليتونه وستايل او ددې ادارې د شيرازۍ او د دارالعلوم الاسلاميه د روښانه تاريخ يادونه وکړه او محترمو مدرسينو او هغه کسانو چې ددې مدرسي لپاره يې مالي مرسته کړي د عظيم اجر دعاء وکړه
ميلمانه د هغه ميلمستيا د صرف کولو نه وروسته چې د مرکز فرهنګي اسلامي افغانستان لخوا برابره شوې وه په داسې حال کې خواره شول چې د مرکز نه يې مننه کوله او د کامياب پروګرام په ترسره کولو زيات خوښ و
ياده دې وي چې د دغه پروګرام د سټيچ چاري شکرالله مخلص په غاړه وي او دخدماتو چارۍ د محترم عبدالظاهر الاثري ، حاجي محمد نادر ، نوراحمد حميدي ، محب ربي ګران او د ګل احمد هاتف په مشرۍ د ځوانانو د ګروپ په غاړه وي چې ټولو په ډېر اخلاص د دغه پرتمينې غونډې د کاميابيدو په موخه د اخلاص نه ډک نه ستړې کيدونکې ګامونه پورته کړل د الله تعالى نه ټولو د عظيم اجر غوښتونکې يو.
9 Comments
خپلواک
ماشاء الله ، له الله نه ورته توفیق او کامیابی غواړو چی د خپل دین خدمت وکړی.
naseem ghairat
salamona allah de haji sahib nadar aw noro tolo malgaro ta da de taklif westo ajroona war k
احمدجاويدصالحي
ماشاالله
اميدوار كننده است
عبدالظاهر حمیدی
زه ددی مبارک مجلس مبارکی ددی دارالعلوم ټولو استادانو اوددی دارالعلوم مهتمم ازره وال صیب ته وایم همدارنګه ټولو فارغینوته مبارکی وایم الله تعالی دی ددوی په علم کی برکت واچوی اوالله تعالی دی دافغانستان مظلوم ولس دخدمت وړوګرزوی خصوصا قدرمن ورور استاد عبدالواسع صابرصیب ته مبارکی وایم چی الله تعالی ورته داحادیثوددرس دختم توفیق ورکړحال داچی ډیر زیات مصروف هم دی الله تعالی دی دده په عمر اعلم کی برکت واچوی یقینا ددیری ستاینی وړدی اودادپروردګارلطف اومهربانی ده دمرکزی فرهنګی نه هم مننه چی دداسی مبارکو مجالسو کوربه وی
افضلي
السلام علیکم
بارک الله فیکم. الله دې ټولو نه د دین په لاره کې کار واخلي. مولوي صاحب ازره وال ته خاصه مبارکي وایم
حامدشاه
مبروک
نوید غښتلی
په ډیر ښه وخت کې فارغ شول، هیله ده چې فارغ التحصیل طالبان ورونه زر تر زره د جهاد ګرمو سنګرونو ته ځان ورسوي
عبدالله نصرت
دټولو دی مبارک شي اودمحترموفارغو مولوي صاحبانو څخه غوښتنه کوم چی دخپل راتلوونکی نسل داسلام په مبارک دین باندی دسالمي روزنی لپاره په اخلاص سره قرباني ورکړي اوپدی اړه للهیت په نظرکښی ونیسي.
حنیف
الله اکبر ولله الحمد ډیر دخوشحالی ځای دی چی په دی مادی دور کی هم ځوان مسلمان افغانان داسلامی دسپڅلی دین ښکلی احکام یاده وی اودقرانکریم اودنبوی احادیثو درسونو وایی الله متعال دی په عمرونو کی برکت واچوی همدارنګه ددی مدرسی دمهتم ازروال صاحب اونور محترمو مولوی صاحبانو نه هم مننه کوم او دالله متعال نه ورته په دارینو کی داجرغوشتونکی یم او په خپل وار داسلامی فرهنګی مرکز دټولو کارکوونکی نه هم مننه کوم چی ددغی مبارکی غوندی ترتیب اوتنظیم یی په غاړه اخستی وه نوموړی فارغو مولوی صاحبانو دهغوی کورنیو اودوستانو ته دزړه له کومی مبارکی وایم الله متعال دی وکړی چی ددین اوهیواد لپاره دخدمت مصدر وګری امین