د روان کال د حمل د مياشتې د ٢٩ څخه د ثور د مياشتې تر 23 پورې چې د د ٢٠١١ م کال د اپريل د ١٨ نه تر د مى د ١٣ نيټې سره سمون خوري د پېښور حيات آباد په ٦ فيز کې د اقصى د جامع مسجد د درسونو په هال کې د ايمانياتو ( عقيدې) لس ورځنۍ او ورپسې متصل د سيرت النبي صلى الله عليه وسلم ١٥ ورځنۍ دوره دخلکو په مکرر اصرار پيل شوه چې هره ورځ په کې د ١٠٠ تنو څخه تر ١٥٠ تنو پورې مهاجرو او انصارو ورونو ګډون کاوه .
د دواړو دورو درسونه د محترم سيرت پوه او پياوړې استاذ پوهندوى عبدالواسع صابر لخوا پر مخ بيول کيدل او جمال الدين صابر ورسره د نقشو برابرولو او ثبت په اړه مرسته کوله .
ياده دې وي چې دا د محترم استاذ په دغه مسحد کې شپږمه دوره وه چې د حيات آباد د ليرې او نزدې سيمو نه ډاکتران انجينران او نور علمي خلک په ډېره ليوالتيا ورته راتلل او محترم استاذ دخپلو ګڼو شخصې، دعوي او فرهنګي مصروفيتونو سره سره د هغوى دغه غوښتنه پوره کړه .
دوره به هره ورځ د ماښام د لمانځه څخه وروسته پيل کيده چې د ماسختن تر آذان پورې به يې دوام درلود جې د دورې په دوران کې د مرکز فرهنګي وفد د دغه پرتمينې دورې څخه ليدنه وکړه او هغه يې کاميابه او په زړه پورې و ارزوله
د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د محترم استاذ د جهودو ستاينه کوي د الله جل جلاله څخه ورته عظيم اجر غواړي او د دغه ډول کاميابه دورو د تر سره کولو لا زيات توفيق ورته غواړي .