راپور: قاري میرزمان نايب خيل
د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ د جمعيت اصلاح ساحوی دفتر غړو همفکرانو او همکارانو لخوا د دینی اوعلمی مسابقې په ګټونکود يوې سترې غونډې په ترڅ کې ډالۍ وویشل شوې.
غونډه د جمعې په مبارکه ورځ ۱۳۹۰/۲/۲۳ تاریخ د ماسپښین په دوه نیمو بجو (۲:۳۰) د محسن امین په ویاندوۍ د قاری میرزمان لخوا د قرآن کريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه.
پیلیزه وینا دننګرهار اسلامی پوهنتون استاد محمد حسین (روحانی) وکړه چې خلک یی پر اسلام د منګولو خښولو او د اسلامي روح د بيا راژوندي کولو ته راوبلل . ورپسې مولوی سلیم اسلام ته د کار مختلف اړخونه په ښه توګه تشرېح کړل د مولوي صاحب له وین وروسته د مسابقې د ګډونوالو په نماینده ګۍ قاری شاهد خبرې وکړې او دجمیت اصلاح کړنې یی وستایلې.
جمعيت اصلاح ځوانان په ديني روحيه روزل غواړي
دجمعیت اصلاح افغانستان د مرکزی شوری غړی ډاکټر سیدخالد (راشد) غونډې ته د وينا به ترڅ کې وويل چې، جمعيت اصلاح همدا ستاسو د بچيانو لخوا رامنځ ته شوې او غواړي په ولس کې اسلامي بيداري پيدا او ځونان په دینې روحیه سمبال کړی، خپل قوم دپوهې او پرمختګ په لور روان کړی
لويديځ کار کوي مونږ ولې په آرام ناست يو؟
د ننګرهار اسلامی پوهنتون استاد او دجمعیت اصلاح دمرکزی شوری غړی پوهندوې مولیصاحب محمد شریف (رحمانی) وویل بدلون ته اړتیا ده او هغه اسلامی بدلون، غربیانو د اسلام د نابودولو پخاطر ډول ډول حربې په کار اچولی دی د ځوانانو ګمراه کولو لپاره یی په میډیا کې ډیر زیات کار کړې دې . د تیر جهاد ثمره خو دا شوه چې روسانو ماتې وخوړه.ولس سره ددین علاقه پیدا شوه خلک دروسانو دغلامۍ نه خلاص شول کمونستی مفکوره ورکه شوه اسلام ته دعوت په افغانی خاوره کې په ډاګه شروع شو ،ولې بد بختانه دمشرانو تر منځ داخلی جګړې داوج حالت ته ورسیدې داسې وحشت رامنځته شو چې دانسان عقل ورته حیرانیده، داسې بدلون ته اړتیاده چې ټول قومونه داسلامی بیرغ لاندې د امن په فضا کې ژوند وکړی ورور وژنه ختمه شی خلک په اسلام باندې دتیری کولو هیڅ جرئت ونکړې شی .
ورپسې دننګرهار اسلامی پوهنتون استاد او جمعیت اصلاح غړی استاد شیرزاد (عزیزی) ځوانان خپلې اساسی دندې ته متوجه کړل ویی ویل ځوانان دی چې ټولنې ته تغیر ورکوی ځوانان یی داسلام مطالعې ته وهڅول .
په اخر کې دجمعیت اصلاح دغړی ډاکټر شکر لخوا ګټونکو اشخاصو ته دمختلفو علماوو او قومی مشرانو په لاس ډالۍ ورکړل شوې او غونډه يې د دعا په لوستلو سره پای ته ورسوله.
3 Comments
زاهد مير
دا خو ډير ښه کار سوی، خدای دې بره ورځ در کړي. په ټولنه کې د دين د ساتلو دا تر ټولو غوره لاره ده.
کامران نورزی
کوټوالو وروڼو !
یاره خو الله مو راته لره نو. دا مو ونه ویلای چه کامیابو کسانو ته مو کوم قسم انعامات ورډالۍ کړل.
مننه
فصیح الله
د کوټ ځوانانو مبارک مو شه مبارک
دا ښه شوه چی ډیره موده پس محمدحسین روحانی هم پکی ښکاره شو