راپور:محمدګلاب توحيديار
په ننګرهارولايت کې جمعيت اصلاح دقرآن پوهنې اوسېرت پوهنې ددورو سربېره خپل نورديني فعاليتونه دمرکزڅخه د ولسواليوپه لور وغوځول ، چې لله الحمد دخلکودپوره ملاتړ اوهرکلي سره مخ شول، دادى ددې هڅو په لړکې جمعيت اصلاح دبټې کوټ څانګه وتوانيده چې ١٣٩٠ هـ ل کال د حمل د مياشتې په ١٨ نېټه دنبوي سپېڅلي سېرت يوه شانداره سيالي ترسره کړي دنوموړې سيالۍ لپاره ١٤ ورځې وړاندې اشتهارت خواره شوي وه او دازموينې لپاره ( حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم سپيڅلى ژوند) کتاب غوره شوى ؤ چې نېژدې شپږسوه تنوپکې دګډون لپاره نومونه ليکلي وه ،ازموينه دجمعيت اصلاح دغړو،همکارانو ،ننګرهارپوهنتون استاداو اودبټې کوټ عالي لېسې داستادانو لخوا واخيستل شوه.
ستوروته ډالۍ:
په ازموينه کې غوره کسانوته دډالۍ ويشلوپه مناسبت يوه پرتمينه غونډه په داسې حال کې چې وياندويي يې قاري صاحب غلام ربي کوله دقاري صيب ګل معصوم په تلاوت پيل شوه ، ورپس په بټې کوټ ولسوالۍ کې دجمعيت اصلاح مسؤل ډاکترصيب نصرت الله دخپلې پرانستې وينا په ترڅ کې ميلمنو اوحاضرينو ته ښه راغلاست ووايه ،دسيمې له خلکويې مننه وکړ چې ددوى هراړخيز ملاتړ يې وکړ.
ځوانان په کوم لور:
دجمعيت اصلاح دختيز زون مسؤل اوننګرهارپوهنتون استاد دکتورنجيب الله صالح دځوانانو مسؤليتونه داسلام په رڼاکې بيان کړه اوهغوى يې خپلومسؤليتونو ته ځيرکړه استاد همداډول سپارښتنه وکړه چې هره ديني مطالعه اوپه ځانګړي ډول سپيڅلى سيرت بايد دهرځوان،زوړ،ښځې اوماشوم عادت وګرځي.اوکه مونږ خپل ځوان نسل له دين سره اشنا نه کړو داسلام دښمنانو ورته دکاواکه کولو ډېرې لارې برابرې کړيدي .
دغونډې بل ويناوال مولوي صيب تحسين الله هم دپيغمبرعليه السلام په مبارک سيرت لنډه رڼاواچوله اودجمعيت اصلاح لخواترسره شوې دسيرت سيالي يې هغه ګټورګام وباله چې پرمټ يې خلک دپيغمبر عليه السلام سره اشنا کيږي اومحبت ورسره کوي.
دوياړڅلى:
په ننګرهارکې داصلاح عالي دارالمعلمين رئيس دوکتور رحمت الله زاهد حصرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم دبشريت لپاره دپوهې،علم،امن،سولې اوپرمختګ نښه وګڼله اوزياته يې کړه بشريت دهغه په مبارکو لارښوونو ترقيامته پورې وياړکولاى شي خوپدې شرط چې ريښتينې پېروي يې وکړي .
دجمعيت اصلاح دمرکزي شوراعړي استا دوکتورصفت الله قانت غونډې ته پخپله ويناکې وويل دقران اوسنتومجالس ديني او عبادتي مجالس دي ،له سيرته ځان خبرول عبادت دى الله تعالى دبشريت دلارښوونې لپاره خپل وروستنى پيغمبر له سپيڅلي کتاب سره نړۍ ته راوليږه اومخالفينويې له همغه وخت تردې دمه کلک مخالفتونه کړيدې ،هغوى غواړي چې قران ،دپيغمبر عليه السلام شخصيت اوسنت تحريف کړي ددې کار لپاره يې بېلابېلې ډلې،موسسې اواشخاص په کارګمارلي دي چې اوسنۍ بېلګې يې په امريکاکې دقران کريم سوځول ،په ډينمارک کې دپېغمبرعليه السلام کاريکاتورونه جوړولو اوداسې نور،
مګرلله الحمد په اسلامي امت کې داسې ځوانان شته چې ان تردې يوباډيګارد هم دهغه مبارک توهين نشي زغملاى اومرتکيبين يې دمرګ تر کومي رسوي استادهمداراز په اسلامي امت کې شته ستونزو ته اشاره وکړه چې سترلامل يې دمسلم امت له دين څخه نادروست فهم دى ،له بله پلوه دښمنان له هر سنګراومرچل نه ګټه اخلي که هغه راديو وي که تلويزون،مجله وي که اخباراوکه فزيکي حربه خوغواړي چې مسلمانان دخپلې سيطرې لاندې راولي . جمعيت اصلاح ددې سترسيلا ب دمخنيوي لپار کارشروکړيدى چې دقران اونبوي سنتو پيغام خلکوته ورسوي ،داسلام بلنه عامه شي ځوانان راويښ شي اوپه هراړخيزه مبارزه لاس پورې کړي.
دغونډې په وروستۍ برخه کې دجمعيت اصلاح غړي قاري شاکرالحق دازموينې په ټولوپړانورڼاواچوله دچې دپوره شفافيت ښکارندويي يې کوله.
په غونډه کې څلويښت تنوغوره ګټونکوته دمبايل سيټونو په ګډون بيلابيلې ډالۍ ددينې علماؤپه لاسونو وويشل شوې،په زړه پورې خولا داوه چې دغونډې په وروستيوشيبو کې سخت باران وريدلو خوګډونوال په ډيرشوق اوذوق سره ناست وه.
ديادونې وړده چې په غونډه کې خوږژبي شاعراوترانه ويونکى هريو جواس سودائې اومحمدغوث نوري په خپلوخوږواوزونو په زړه پورې زم زمې واورولې چې داوريدونکو دپام وړ وګرځيدې
غونډه دمولوي صاحب رضوان الله لخواپه دعاء پاى ته ورسيده .
6 Comments
ziaurahman
ماشاءالله ،ډیر ښه پروګرام و او امید دې چې ډیرو خلکو تری استفاده کړی وی.
الله مو مؤفق اوکامیاب لره.
آمین
فاروق
نویدی
ننگرهارولایت دجمعیت اصلاح ورونو خاصتا د بتی کوت ولسوالی ساحوی دفترته ددی شاندار پروگرام د جورولو له امله دزره له کومی مبارکی وایم
الله تعالی دی ددوی قدمونه نورهم مضبوطی او همتونه دی لور لری- آمین
زاهد مير
مننه، الله دې اجر او نور توفيق در کړي..
abdulhai qanit
may allah give you further energy to perform such type of fantastic activities for the youth of our nation thanxx
having good time
may allah help you
هارون مير
زاهد مير صاحب
تودې مبارکۍ درته وايم.
محمد مير
او، هارون ميره وروره په خير، ډيره موده وشوه چې نه ښکارې، ايله او په بيله چې ځان دې وښوده چې ژوندی يې. زاهد مير خو کله کله ګورم، مګر ته بيخي نه ښکارې.