رابور: محپ رپي ګران
په امريکا کې دقرآن کريم سوزونې دغندلو په لړ کې دافغانستان فرهنګي مرکز په انګړ کې غونډه او مشاعره تر سره شوه
د افغانستان ادبي انجمن د ١٣٩٠ لمريز کال لومړنۍ غونډه د چهارشنبي په ورځ د وري د مياشتي په ٣١ نيټه چې د ٢٠١١ م کال د اپريل د ٢٠مې سره برابره وه د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ کې کې جوړه شوه. په غونډه کي په لسګونو عالمانو، د ادب مينه والو ، شاعرانو، ليکوالانو محصلينو او د ليسو او مدرسو شاګردانو ګډون درلود .
د غونډې رئيس ښاغلي پوهندوي مولوي زاهدي احمدزي او مشران ميلمانه هر يو حاجي صاحب فريد، مولوي سميع الله عابدزى ، معراج نبي ، مولوي غلام احد او مولوي زاهد الرحمن مخلص وو ، د غونډې کوربه د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز رئيس قاضي صاحب محمد حسن اسلامي او د ستيژ چارې د ښاغلو فضل مولى تورکي او ګل احمد هاتف په غاړه وي.
غونډه د ماسپښين په ٣:٣٠ بجو د صديق اکبر دعالي ليسي د شاګرد قاري محمد مصعب له خوا د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه ، وروسته د غونډې کوربه د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز رئيس قاضي محمد حسن اسلامي د غونډي پيليزه وينا وکړه ، د غونډې ګډونوالو ته يې ښه راغلاست ووايه اود غونډې اهداف او موضوعات يې ګډونوالو ته تشريح کړل ، هغه وويل: په دې غونډه کې به په درې مهمو موضوعاتو بحث ،خبري ،شعرونه او ادبي ټوټې وړاندې کيږي
١- د قرآن کريم عظمت او د امريکايې پادري لخوا د قرآن کريم د سوځولو غندل .
٢- له حجاب سره غربې نړۍ دښمني او په فرانسه کي د حجاب د بنديز غندنه .
٣- د بهرنيانو لخوا دافغانستان د هراړخيز اشغال او د امريکايي دايمي اډو مخالفت .
قاضي صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کي د غرب له اسلام سره دښمني وغندله اودځوانانو د تربيت او د غرب د اسلام دښمنه قضاياوونه دهغوى د خبرولو په هکله يې د مرکز په فعاليتونو رڼا واچوله .
وروسته ښاغلي استاذ پوهندوى زاهدي احمدزي صاحب د قرآن او صليبې نړۍ تر سرليک لاندې هر اړخيزه وينا وکړه .
وروسته ښاغلې ګل احمد هاتف پشاور د زرعي پوهنتون د کمپيوتر ساينس د ښونځې محصل په افغانستان کې د امريکايي دايمي اډو د اهدافو ، زيانونو او ښاغلې شکرالله مخلص د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز مرستيال له حجاب سره د غرب ددښمنى تر عنوان لاندي مفصلې ويناوې وکړي .
د غونډې دوهمه برخه چې د مازيګر د لمانځه له اداء کولو وروسته پيل شوه د اړونده موضوعاتو په هکله مشاعره وه چې لاندې شاعرانو په کې خپل شعرونه واورول :
ښاغليو علې خيل ، ابوبکر، عمر فاروق ، نعيم الله ، محمد اسماعيل نيازي، محمد انور افريدي، قاري محمد اياز جانباز، نذير الحق قريشي ، شجاع ځاځې ، فضل مولى تورکي، صفي الله سنګين ، صفي الله ثمر، تحسين الله تحسين، مولوي سميع الله عابدزي، زاهد الرحمن مخلص ، محب ربي ګران ، رياض الله زغم ، او عبدالوهاب خاکسار .
په پاي کې يو واري بيا ښاغلې زاهدې احمدزي صاحب د غونډې د رئيس په حيث د غونډي په هکله هر اړخيزه وينا وکړه او دا ډول غونډې جوړول يي د وخت اهم ضرورت او د اسلامي داعيانو ستر مسئوليت وباله او مرکز فرهنګي اسلامي ته يې د دغه سترې او پر محتوى غونډې د جوړولو مبارکي وويله. د غونډي په ترڅ کې د ځوانانو لخوا د ملعون پادري تيري جونز انځور ته اور واچول شو چې د غونډې د ګډونوالو په تودو شعارونو او تکبيرونو بدرګه شو
غونډه د ماسختن په اته نيمو بجو دصديق اکبر رضي الله عنه د ليسي داستاذ ښاغلي مولوي صاحب غلام احد په دعاء سره پاي ته ورسيده .
One Comment
فصیح الله
ماشاءالله
ډیره ښکلی او شاندار پروګرام
الله پاک دی اجر درکړی