دجمعيت اصلاح دكندهار سيمه ايز دفتر دتيركال كړنې اود ۱۳۹۰ كال پلان ديوې غونډې په ترڅ كې تشريح كړ
راپور: صفي الله جوهر
دجمعيت اصلاح دكندهار سيمه ايز دفتر اعضاؤو، همفكرانو، همكارانو دنوي كال كاري پلان په اړه غونډه وكړه، او په سترو عزايمو، ولولو او هوډونو سره دنوي كال کاري پلان د عملي كولو ډګرته ورننوتل، دغه غونډه د جمعې د مباركې ورځې د سهار په نهو بجو پيل او دولسو بجو پاى ته ورسيده، نوموړى پروګرام د قارى عبدالمعز اسلامي په خواږه اواز دعظيم الشان قرآن په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د (د دعوت ارزښت په اسلام كې ) موضوع باندې هڅاند او نه ستړي كيدونكي داعي مولوي محمدمزمل اسلامي هراړخيزې خبرې وكړې او غونډې ګډونوال يې د دغې عظيمې فريضې د سرته رسولو لپاره وهڅول او زياته يې كړه كه څوك د الله(ج) دملاقات هيله لري او دغه مينه ورسره وي نو نيك اعمال او د الله تعالى لورته بلنه يې له مهمو وسيلو څخه ده او له دغې لارې كولاى شي دغه ستر هدف ته ورسيږي، چې د جمعيت اصلاح هدف هم همدغه دى چې څنګه وكولاى شي دالله تعالى رضا ترلاسه كړي او دغې موخې ته ځان ورسوي.
دغونډې بله مهمه برخه (د ۱۳۸۹ كال كاري پلان ته لنډه كتنه) وه چې مولوي صدیق الله ميوندوال لخوا د غونډې برخوالو ته وړاندې شوه، نوموړي د خپلو خبرو په پيل كې وويل د جعيت اصلاح موخه په ځمكه باندې دالله تعالى دنظام تطبيقول دي.
میوندوال د ۱۳۸۹ كال كاري پلان ته په لنډه توګه اشاره وكړه: په تير كال كې مو د انفرادي اړيكو په لړۍ كې له ګڼ شمير علماء كرامو، پوهانو او افرادو سره اړيكه نيولې، په تيركال كې مو د جمعيت اصلاح په دفتر کې عام درس شروع كړ، دغه راز وتوانيدو چې درې كنفرانسونه داير كړو، دسيرت النبی دوه دورې مو جوړې کړې چې یو یې په كابلشاه ساحې دسروركاينات مسجد کې وه چې په پاى كې يې شپيتو كسانو ته جوايزاو بري ليكونه هم وركړل شول بله یې د كندهار ادبي ټولنې په دفتر كې دسيرت دوره وه چې ګڼ شمير ګډونوال یې درلودل، د معارف اسلامي كورسونه هم په لاره اچول شوي وو، دجمعيت اصلاح نشراتو مختلفې مجلې د ۳۰۰۰ په تیراژ کې وویل شوې، د جمعيت اصلاح كتابتون تقويه شو چې الحمد لله د کندهار ګڼو وروڼو په دې هكله زمونږ سره مرسته وکړه.
دپروګرام په بله برخه كې ښاغلى مولوي صاحب محمدبرات حسين خيل دنوي كال كاري پلان وروڼوته تشريح كړ، په پيل كې نوموړي په اسلام كې دوخت په ارزښت مختصره خبره وكړه او بیا یې د ۱۳۹۰ كال كاري پلان تشريح كړ چې غټ ټکي یې په کندهار کې د قرآن پوهنې یوه ستره دوره جوړول، سیرت النبی صلی الله علیه وسلم سیالۍ دایرول، د وروڼو او خویندو لپاره دیني درسونه جوړول، د مجلو او دیني کتابونو په پراخه کچه خپرول او نور مهم کارونه وو.
ددغه مجلس په بله برخه كې د اصلاح پيغام د مسؤول لخوا په كندهار كې داصلاح پيغام چې په يوه دو مخيزه پاڼه كې په هرو پنځلس ورڅو كې خپريږي فعاليت سيستم او د كار طريقه تشريح كړه او له ګډون كوونكو څخه يې وغوښتل تر څو دنوموړې نشريې په تقويه كولو كې جدي همكاري وكړي.
دمجلس په پاى كې دتيركال په فعاله كاركوونكو ډالئ هم وويشل شوې او غونډه د مولوي محمدمزمل اسلامي لخوا د دعا په لوستلو پاى ته ورسيده.
2 Comments
فصیح الله
ګرانو قندهاریانو ورونو
الله پاک مو په هلو ځلو کی برکت واچوه
موفق او سرلوړی اوسی.
ع-ن-مرستيال كندهار
السلام عليكم ورحمة الله!
ماشاء الله ډېر په زړه پورې راپور و او هم دا ډول كلنۍ پلان.
او زموږ كار هم د يو پلان له مخې بايد مخكې لاړ شي او كلنۍ كاري پلان ولرو.
د ټولو كندهاري ورورنو څخه په مننه او الله تعالى مو بريالي لره په خپلو اصلاحي او حركي كړنو كې.