راپور:ميرويس
هغه غونډه چې د چهار شنبې په ورځ د وري د مياشتې په دريمه نيټه د ماسپښين په دوو بجو د لوګر ولايت په جامع جومات كې د جمعيت اصلاح افغانستان دلوګر څانګې له خوا دايره شوه، لومړى قاري شهيدالله د قراّن كريم څومبارك اّيتونه ولوستل، ورپسې دلوګر ولايت د عالي دارالعلوم استاد ايام الدين د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مخكې دبشريت په حالت رڼا واچوله او د ځوانانو دمسئوليتونو په هكله يې ارزښتناكې خبرې وكړې، هغه وويل: پدې عصر كې چې اوسنۍ نړۍ د يوكلي حيثيت غوره كړى دى ځوانان بايد خپلو مسئوليتونو ته متوجه وي او د معاصرو علومو او اطلاعاتي وسايلو نه د ښې ګټې اخيستلو ترڅنګ دخپل دين څخه هم كامله پوهه ترلاسه كړي ترڅو د دين د اقامې او دعوت لپاره موثر شي، ځكه چې داسلام دښمنان د اسلام دځپلو او دمسلمانانو د فكر دخرابولو لپاره د هر ډول وسايلو نه استفاده كوي.
نوموړي په اسلامي نړۍ كې د اسلام د دښمنانو په فعاليتونو رڼا واچوله تر څو مسلمانان دهغوى د دسايسو څخه خبر شي نوموړي ټينګار وكړ چې د اسلامي امت پوهه طبقه او ځوانان چې دټولنې اساسي قشر تشكېلوي بايد دهيڅ ډول زيار څخه ډډه ونكړي.
د جمعيت اصلاح افغانستان معاون محترم مولوي مظهرالدين فايزچې د غونډې ميلمه وو د رسول الله په رسالت چې د ټول بشريت لپاره سوكالي او رحمت دى، بحث وكړ ا و زياته يى كړه چې دحضرت نه وروسته بل پيغمبر نه راځي او دغه رسالت او سپيڅلې دنده مونږ ته را په غاړه ده چې د دين د اقامت او دعوت لپاره خپل سر، مال او ځان استعمال كړو.
دغونډى بل ويناوال دلوګر دخلكو په استاځيتوب حاجي محمد زمان اسير وو، هغه د جمعيت اصلاح څخه مننه وكړه چې دځوانانو دديني اوعلمي كچې دلوړلو لپاره يې هرډول هڅې كړې او لا كوي يې.
هغه زياته كړه چې په اوسني دور كې يواځې جمعيت اصلاح دى چې زمونږ ځوان نسل د خير اوښيګڼې خوا ته سوق كوي او ځوانانو ته خپل مسئوليتونه ورپيژني، هغه دسيالۍ د ګډونوالو څخه وغوښتل چې هميشه په داسې ديني او فكري پروګرامونو كې ګډون وكړي.
دغونډې په پاى كې كې دلوګر ولايت د جمعيت اصلاح مسئول ډاكتر حكيم الله صالح راغلوميلمنو ،علماوو او دغونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او ِدسيالۍ ټولو ګټونكو ته يې د هغوى دبرياليتوب مباركي وويله.
نوموړي دهغه وروڼو څخه مننه وكړه چې دسيالۍ لپاره يې دجايزو تيارولو كې مرسته كړې هغه همدارنګه د سيرت النبي د زده كړې په ګټو تفصيلي رڼا واچوله.
په غوڼده كې د200 نه زياتو ګډونوالو برخه اخستې وه چې په پاى كې د210 كسانو ګډونوالو څخه15 لومړۍ درجې ګټونكو ګډونوالو ته جايزې وكړل شوې او پاتې نورو ته ستاينليكونه وركړل شول.
د يادونې وړ ده چې لومړيو درې ګټونكو ته بايسكلونه، څلورم نه تر شپږم پورې ګټونكې ته د خياطۍ ماشينونه، نورو ته كتابونه او نورې جايزې ځانګړې شوې وې.
غونډه د لوګر ولايت د مساجدو رئيس مولوي محمد صابر په دعا سره پاى ته ورسيده.
One Comment
بشیرالله الهام
ما شاالله جزاک الله خیرا