عبد الفتاح جواد
کابل:
د امریکا فلوریډا ایالت متعصب او تروریست کشیش تیري جونز د یونیم میلیارد مسلمانانو مقدساتو ته په سپکاوي سره د قرآن کریم سپیڅلې نسخه وسوځوله او پدې توګه یې د نړۍ د مسلمانانو قهر او غوسه را وپاروله، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم درنې او له تاو تریخوالي ډکې مظاهرې وشوې.
جمعیت اصلاح افغانستان هم د یوه ستر او افغانستان شموله دیني خوځښت په توګه د خپل ایماني او دیني مسئولیت له مخې د یوه ستر لاریون او مظاهرې په جوړولو سره دغه ناولی او ناوړه کار په کلکه وغنده او د هغه د عاملینود سخت مجازات غوښتنه یې وکړه.
لاریون د پنج شنبې ورځ د حمل د میاشتې په ۱۸ مه نیټه د سهار په ۶:۳۰ بجو د کابل ښار د عیدګاه جومات مخې ته د عمومي سرک پر سر پیل شو، چې د جمعیت اصلاح سلګونو غړو ، همکارانو او همفکرانو پکې ونډه اخیستې وه، لومړی قاري عبد الرووف تلاوت وکړ، بیا مولوي نقیب الله نقیب الله حمید خبرې وکړې او د تیري جونز دغه ناوړه او تروریستي عمل یې وغنده، نوموړی د مظاهرې ویاند هم وو.
د لاریون په دوران کې د ګډونوالو نظم او دسپلین مثالي وو، ټولو د ( تکبیرونو او شعارونو ) په بدرګه کولو سره د امریکا په وړاندې د نفرت څرګندونه کوله، ګډونوالو به په یوه غږ د ((قاتل قاتل ، امریکا قاتل)) (( امریکا امریکا ـ بیرون شو از خاک ما )) (( مونږ جګړه نه بلکې سوله غواړو)) (( اوباما مرده باد )) (( مونږ په خپل هیواد کې د امریکا نظامي اډې نه غواړو)) (( قرآن قانون ماست)) (( تیری جونز تروریست دی )) (( تیری جونز محاکمه کړئ )) شعارونه ورکول.
د لاریون د هر ګډونوال سره په لاس کې لیکلی بینر یا لوحه وه چې د هغه په مخ به د امریکا مخالف شعار او یا د رسم په بڼه انځورونه کښل شوي وو.
داخلي او خارجي رسنۍ په ګڼ شمیر کې د لاریون د پوښښ او راپور اخیستلو لپاره موجودې وې.
ژورنالستانو او د لاریون کتونکو دغه لاریون د نظم، دسپلین او په ښه بڼه د نړیوالو غوږونو ته د خپل غږ رسولو یوه ځانګړې بیلګه ګڼله ، تردې چې په سیمه کې موظف ترافیک د شعارونو په لوستلو سره خوښ بریښیده او دغه لاریون یې ستایلو.
ورپسې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړي او د هیواد جید عالم مولوي عبد السلام عابد وینا وکړه او د امریکایي کشیش د نه محاکمه کولو له امله یې د امریکا په حکومت کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل: مونږ پدې باور یو چې د قرآن کریم د سوځونې دغه پیښه یوازې د یوه کشیش او ځانګړي فرد عمل ندی بلکې دا امریکا ده چې دغه عمل یې سرته رسولی دی او هغه باید پدې پوه شي چې نور یې له دروغجنې او دوه مخې څیرې نه پرده پورته شوې ده او هیڅکله به هم څوک ددوی د دروغجنو شعارونو لکه د نظر او بیان ازادي، مساوات، عدالت، دموکراسي، نورو ادیانو ته درناوی او انسانیت ته احترام او نورو باندې ونه غولیږي.
مولوي صاحب زیاته کړه: امریکا او اروپا باید پوه شي، چې مونږ هغوی ته توپونه ، ټانګونه او الوتکې ندي ورلیږلې او نه خو مو قتل، وژنې او بمبارۍ په سوغات کې ورکړې دي بلکې مونږ دوی ته کتاب ورلیږلی دی او هغه هم داسې کتاب چې د بشریت لپاره ترټولو غوره او واقعي قانون دی خو له بده مرغه ددې په ځای چې دوی دغه کتاب ولولي، د منطق پر اساس تعامل ورسره وکړي او ګټه ترې واخلي، دغه کتاب( قرآن کریم ) یې وسوځاوه او دا په حقیقت کې د کلیسا او امریکا د ماتې ښکارندویي کوي.
مولوي صاحب په خپله وینا کې هغه کسان چې د پوځي اډو جوړیدو پلوي کوي غلامان وبلل او ویې ویل چې غلامان په افغانستان کې ځای نلري.
د لاریون بل ویناوال په کابل کې د سیمییزو او سترتیژیکو څیړنو د انستیتیوت مشر دوکتور صفت الله قانت وو چې په هر اړخیزه توګه یې د امریکا په جنایتونو او له اسلام سره د لویدیځ ناوړه او له کینو نه ډک چلند وغانده او ویې ویل: لویدیځ تل له اسلام سره دښمني کړې ده او هغه چاته یې په خپله غیږ کې ځای ورکړی دی چې په یو نه یو ډول یې اسلام ته سپکاوی کړی دی، په امریکا کې د قرآن سوځونه یوازې د تیري جونز نه بلکې د ټول غرب کړنه بولو.
دوکتور قانت زیاته کړه: امریکا افغانستان اشغال کړی دی او ډیر ژر باید خپل اشغال ته پای ورکړي، زمونږ په هیواد کې چې څومره بدمرغۍ او وژنې کیږي ددې ټولو پړه د امریکا پرغاړه ده.
دوکتور قانت په افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو جوړیدل په کلکه رد کړل او هغه یې د افغانانو له دین، استقلال او غیرت سره منافي عمل وباله.
وروسته د جمعیت اصلاح مرستیال مولوي مظهر الدین فایز د لاریون پریکړه لیک ولوست چې د تیري جونز محاکمه پکې غوښتل شوې وه، د افغان دولت نه غوښتل شوي وو چې د بهرنیو قوتونو وتلو ته زمینه جوړه کړي او د امریکایي پوځي اډو له جوړیدو سره کلک مخالفت ښودل شوی وو.
لاریون د ډیر نظم، دسپلین او کراري په فضا کې د مولوي محمد اسمعیل لبیب بلخي لخوا د دوعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.
2 Comments
Faisal
مننه
آیا داسی نه شی کیدای چی کوم کسان تاسو سره په ایمیل راجستر دی هغوۍ ته د داسی لاریون څخه مخکی په ایمیل خبر ورکړی؟
مونږ هم غواړو چی شریک شو خو کله چی لایون وشی بیا خبر شو. اول نه نه خبریږو.
الله ج دی دا اسلامی جزبه د ټولو مسلمانانو په زړونو کی پیدا کړی. آمین.
مننه
SAIDRAHIM MANANADOY
saidrahim
مونږ په خپل هیواد کې د امریکا نظامي اډې نه غواړو)) (( قرآن قانون ماست)) (( تیری جونز تروریست دی )) ((
JAWAD SAHEEB ALLAH DEE AJREE AAZEEM DAR KAREE