راپور: روح الله ساحل
جمعیت اصلاح افغانستان د خپلو غړیو ستره عمومي مجمع د ۱۳۸۹ ل کال د کب د میاشتې په ۲۶ او ۲۷ نیټه چې د ۲۰۱۱م کال د مارچ له ۱۷ او ۱۸ نیټې سره برابره ده، د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا سرپرست رئیس او د تربیت او مهارتونو د ودې د څانګې د مسؤل استاد محمد یونس ابراهیمي په ریاست او د سلګونو غړو په شتون کې دایره کړه، د مجمع عمومي شعار د یوسف سورت ۱۰۸ آیت ( قل هذه سبیلی ادعو الی الله علی بصیرم انا ومن اتبعنی و سبحان الله وما انا من المشرکین )ټاکل شوی وو.
د مجمع کوربه ویاند د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد مزمل اسلامي وو، د فراه ولایت جمعیت اصلاح مسئول محمد ابراهیم خلیل په خپل خواږه غږ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره دغه تاریخي پروګرام پیل کړ.
له تلاوت وروسته د اصلاح دارالمعلین استاد مولوي غلام الله نبوي په خپل خواږه ترنم سره ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
له هغه وروسته د جمعیت اصلاح شرقي زون مشر او د مجمع عمومي د چارو عمومي مسئول دوکتور نجیب الله صالح راوغوښتل شو تر څو د مجمع اهداف بیان کړي.
دوکتور صالح وویل: مونږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې په دې باندې فکر وکړو چې مونږ څوک یو؟ د کومو موخو په درلودلو سره څه کول غواړو؟ څه باید وکړو؟ هغه د مجمع نور اهداف په لاندې ډول ونومول:
• د جمعیت اصلاح د غړو ترمنځ تعارف او د هغوی روحیه قوي کول.
• د افغانستان د هر اړخیزې ودې او پرمختګ په لاره کې خپل عزم تازه کول.
• د خپل ملت رنځونه مطرح کول او د هغه د علاج لپاره کار د خپل کار مهمه برخه ګڼل.
• په داسې حال کې چې طبقاتي نظام په دې خاوره کې ورځ په ورځ زور اخلي، ټولنې ته د داسې بیلګې وړاندې کول چې په هغه کې د تعصب بوی نشته او افراد یې تنها د اسلامي ورورولۍ په مزي سره تړلي دي.
• دا باید رایاد کړو چې د هغه نظام د کار لپاره مو مټې رانغښتې دي چې نړۍ ته نظم او عدالت وړاندې کوي او دا هغه څه دي چې د آخرت کامیابي يې پایله ده.
• د اسلام او د اسلامي حرکت په اړه خپله پوهه زیاته کړو او له هغه سره خپل تړاو لا پوخ کړو.
په مجمع کې دوهم ویناوال د جمعیت اصلاح د تربیت او مهارتونو د ودې د څانګې مسؤل استاد محمد یونس ابراهیمي وو چې مجمع ته یې د راغلو ګډونوالو په راتګ سره خوښي څرګنده کړه او ښه راغلاست یې ورته ووایه.
استاد ابراهیمي وویل: زمونږ کار د بدلون یوه پروسه ده او دا کار هومره ساده هم نه دی، مونږ په دې ټولنه کې له ډول ډول خلکو سره مخ کیږو، مونږ د خپل کار د ښه پر مختګ په خاطر د نړۍ د ټولو اسلامي حرکتونو له ګټورو تجربو څخه استفاده کوو او هغوی ټول خپل بولو.
استاد ابراهيمي د جمعیت اصلاح د کار ځانګړتیاوې په لاندې ډول سره وشمیرلې:
1. په خپل کار کې شرعي مصادرو ته رجوع کوو نه د شریعت سره مخالفې موخې لرو او نه هم وسایل.
2. مونږ د خلکو په عقلونو او تفکیر باندې بندیز نه لګوو بلکې زمونږ کار د اسلام د اصالت او عصریتوب تر منځ جمع ده، معنا دا چې د اسلام هغه بڼه چې په قرآن او سنت کې راغلې ده د نوي عصر د مشروعو وسایلو نه په استفادې سره عملي کوو.
3. زمونږ ټول کارونه د شوری او محاسبې په مټ پر مخ ځي.
استاد وروسته وویل چې زمونږ کار د روسانو د یرغل پر وخت د کابل په پوهنتون څخه د پیل شوي حرکت ادامه ده چې اوس الحمد لله په سلګونو غړي لري، د نشراتو په برخه کې د اصلاح افکار، اصلاح آنلاین، اصلاح رادیو او د ژوند، اصلاح ملي، معرفت، قافلې، آذان، اسوه او بینه په شان جرایداو مجلې لري، ۸ دیني مدرسې او دارالحفاظونه او ۷ لیسې او متوسطې، ۳ دارالمعلمینونه، د داکترانو اسلامي اتحادیه، د دیني علماوو اسلامي اتحادیه، د لیکوالانو او ژورنالستانو اتحادیه، او د خویندو په برخه کې فعاله څانګې لري.
نوموړي زیاته کړه: مونږ دا کار ځکه پیل کړ چې په افغانستان کې فکري روزنې ته هیڅ پاملرنه نه کیدله او که وه هم نو د ډلو او ګوندي چوکاټونو تر اغیز لاندې وه.
استاد ابراهیمي په پای کې وویل چې زمونږ په ملک کې له ټولو ستونزو سره سره اسلامي ویښتابه ښه په مخ روان دی او ان شاء الله دا پیړۍ به د اسلام پيړۍ وي.
د درسونو او ویناوو په منځ منځ کې د جمعیت اصلاح د بلبلانو خواږه ترنم هم په وار وار سره په خیمه کې انګازې کولې، له هرات څخه راغلي حمید الله مؤمن له خپل ټیم سره، په اسلام آباد پوهنتون کې محصلین محمد اکبر مدثر او قاري حمیدالله او د ننګرهار د ځوانانو د څانګې مسؤل او د خواږه آواز درلودونکی بلبل محمد ګلاب توحیدیار له خپل ټیم سره په لومړۍ ورځ خپلې ترانې واورولې.
د دې تر څنګ د بیعت د ارکانو ترانه د قاري صاحب اسد الله ساطع او قاري نقیب الله حیات په ښکلو غږونو کې وړاندې شوه چې ټولو ګډونوالو یې دا بند ورسره تکرار کړ چې:
نزد اخوان در جماعت ای عزیز ده بود ارکان بیعت ای عزیز
مونږ څوک یو او څه غواړو؟
دا هغه سوال وو چې د هرات د پوهنتون استاد او د احیاء العلوم د مدرسې مهتمم استاد ضیاء احمد فاضلي پرې مفصله وینا وکړه اوویې ویل: د افغانستان په نامه په حساسه جغرافیا کې د جمعیت اصلاح افغانستان په نامه ارګان په دې ویاړي چې د معاصر اسلامي حرکت د غړي په توګه د خپل ملت په اړه خپل ایماني رسالت اداء کوي او د دعوت او اسلامي امت لپاره د یو لړ ځانګړتیاوو په درلودلو سره د خیر مصدر ګرځي.
استاد وویل: مونږ د لاندې ځانګړتیاوو په درلودلو سره د دین د اقامې لپاره کار کوو:
1. مونږ په دې فکر یو چې دعوت الی الله، د اصلاح لپاره هڅې او د باطل ختمول یوه الهي فریضه او د آخرت لپاره بهترینه توښه ده؛ د جمعي او ډلییز کار په وجوب باندې هم باوري یو او فردي او تیت او پرک دعوت کله هم د خپل شرعي مسؤلیت د اداء لپاره کافي نه بولو.
2. د ملت اوامت د اوسني حالت څخه د خلاصون په خاطر د فرد د اصلاح، د ټولنې د جوړښت او د امت د ارتقاء په خاطر سالمه، با هدفه او له شرایطو سره برابره اسلامي روزنه یوه شرعي وجیبه ګڼو.
3. د الله (ج) لور ته په بلنه، د منکر د دفع او په ځمکه کې د الله د حاکمیت د اعادې لپاره په یوه ځانګړې وسیله کې خپل کار نه خلاصه کوو بلکې له هرې روا وسیلې او فرصت څخه ګټه اخلو.
4. مونږ د الله(ج) لور ته په بلنه کې ځان د تدرج اصل ته پابند بولو، بیړه نه کوو او د وخت څخه مخکې د میوو د ټولولو فکر نه لرو، د لارې له اوږدوالي نه خسته کیږو، په دقت سره او د الله د نصرت په امید سره په وړاندې ځو.
5. زمونږ حرکت یو افغانستان شمول حرکت دی، ژبه، سمت او نژاد مو له یو بل څخه نه شي بیلولای او په دې اړه هر ډول تعصب د دښمنانو دسیسه او حرام بولو.
6. مونږ د داسې مسلمان فرد د جوړولو لپاره کار کوو چې:
• قوي وي، د نیکو اخلاقو او علم خاوند وي، د کار او کسب خاوند وي، باعقیده او هڅاند وي.
• په فردی او اجتماعي ژوند کې په اسلامي آدابو پسولل شوی وي.
• خپل اولاد او تر لاس لاندې خلک ښه وروزي، او ټولنې ته د خیر په لوري ښوونه وکړای شي.
• د استعمار څخه اسلامي خاورې د نجات او په ځمکه باندې د الله د دین د حاکمیت لپاره هڅاند وي.
7. داسې اسلامي کورنۍ غواړو چې:
• په هغه کې ښځه او خاوند خپل اسلامي حقونه وپیژني.
• اولاد د اسلام پر بنسټ وروزلی شي.
• د اسلام بیلګه وي، او غیر اسلامي دود او حرام څیز ورته لاره ونه لري.
• د دنیا پرستۍ له مظاهرو نه خالي وي.
8. داسې ټولنه غواړو چې:
• خلک یې الله ته تسلیم او د هغه په لور بلنه وکړي.
• د خلکو ژوند یې په پټه او ښکاره سره د اسلام رنګ ولري.
• فکر او دریځ یې اسلامي وي، او له مسلمانانو او غیر مسلمانانو سره یې اړیکې د اسلام پر بنسټ ولاړې وي.
• شورا ته پاملرنه، نیک کارونه او په حق او صبر سره توصیه پکې تر سترګو شي.
• عمومي روحیه یې د اخلاص او الهیت پر بنسټ وي.
• افراد یې د اسلام او د وخت له غوښتنو نه سالم فهم ولري، او ټول دریځونه په پوره دقت او دشریعت مطابق ونیسي.
9. مونږ په فقهي مسایلو کې د حنفي مذهب پیروان یو، خو داسې ډله نه یو چې د یوه خاص مذهب لپاره کار وکړي او فروعاتو کې درګیر وي.
10. په خپلو ټولو کارونو کې د شورا اصل ته پابند یو او ټول کارونه مو د هغه په مټ پر مخ ځي.
11. له ټولو اسلامي جماعتونو سره د نیکو اړیکو، تعاون او تفاهم غوښتونکي یو او نه غواړو چې د کار په لارو کې له چا سره په اختلاف او جدل کې ولویږو.
12. مونږ اسلام ته د یوه کامل او شامل نظام په سترګه ګورو او اسلام د خپلو ټولو مشکلاتو د حل لاره ګڼو.
د اسلامي نړۍ وروستي بدلونونه (ګردی میز):
د مجمع عمومي په پروګرام کې یوه ګردي میز ته ځای ورکړل شوی وو چې د اسلامي نړۍ په وروستیو تحولاتو باندې څرخیده.
د ګردي میز کوربه د سعودي عربستان ( ریاض ) ښار کې میشت د جمعیت اصلاح غړی انجنیر غلام حبیب شهید وو، چې ګردی میز یې په دری موضوعاتو وویشلو:
په اسلامي نړۍ کې د وروستیو تحولاتو لاملونه
په دغو تحولاتو کې د اسلامي حرکتونو رول
دغو تحولاتو او بدلونونو څه لاس ته راوړنې درلودې.
د دې تحولاتو په لاملونو باندې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړي استاد محمد هارون خطیبي وینا وکړه او ویې ویل: ملت په عربي هیوادونو کې له دکتاتوري نظامونو څخه پوره ستړی شوی وو او له هوا څخه د ښې ډکې شوې پوقانې حالت یې درلود او د چاودیدلو لپاره یې وړه بانه هم بس وه.
استاد خطیبي د دې پاڅونونو لاملونه په سیاسي، اجتماعي او دیني برخه کې په لاندې توګه په ګوته کړل:
1. په سیاسي برخه کې:
• په دې هیوادونو کې د شته نظامونو له خوا د استعمار ګټو ته د خلکو په ګټو سره ترجیح ورکول کیده.
• د خلکو د خدمت لپاره یوه صالح نظام شتون نه درلود.
• له حد نه زیات ظلم او استبداد او له ملت سره له کرکې ډک چلند وجود درلود.
• سیاسي اختناق وواو نورو احزابو او ډلو ته د کار اجازه نه ورکول کیدله.
• په انتخاباتو کې له اندازې پورته درغلي موجوده وه.
• په خارجي سیاست کې د ملت مصلحتونه له پامه غورځول کیدل.
2. په اجتماعي برخه کې:
• د کارونو او د ملي عوایدو د ویش پر مهال بې عدالتي وه.
• د مختلفو مناطقو له ولسونو سره د دولت له خوا مختلف چلند کیده.
• ټوله پانګه د څو مشخصو خلکو په لاس کې وه او نور ملت په فقر کې ژوند کولو.
• په دولتي دفترونو کې فساد او رشوتونو پوره زور نیولی وو او اخلاقي بې لارۍ او د شرابو خوړل عام شوي وو.
• په دې هیوادونو کې د خلکو تر منځ د ارتباط د وسایلو لکه فیس بوک آزادۍ هم په دې پاڅونونو او تحولاتو کې خپل کار وکړ.
3. په دیني برخه کې:
دکتاتورو حکومتونو د اسلام پر ضد عملا د جنګ اعلان کړی وو او هیچا هم په دیني شعایرو کې آزادي نه درلودله.
• د اسلام ښه پرمختګ او د دښمنانو ډار د دې لامل شو چې دا حکومتونه د اسلام په ضد جنګ ته تیار کړي.
• د عربي هیوادونو په منځ کې د غزې په اړه د حکومتونو غیر معتدل دریځ.
د اسلام آباد پوهنتون استاد او د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شوری غړي دوکتور عبدالباقي امین د دغو بدلونو په لاسته راوړنو وینا وکړه او ویې ویل چې ولسي پاڅونو معمولا د دوه لاملونو له کبله منځ ته راځي:
• د خارجیانو له خوا په ملي شتمنیو باندې قبضه کول.
• یا په داسې حال کې چې حکومت له خلکو څخه خپل خادمان جوړ کړي او هر څّه په خپله ګټه استعمال کړي.
دوکتور امین وویل چې دې پاڅونونو په خلکو کې په خپل نفس باندې اعماد پیدا کړ، په ملي مشترکاتو کې یې خلک سره متحد کړل او خپل منځی تفاوتونه یې هیر کړل، په اسلامي قضایاوو یې خپل اغیز پریښود، د دې تر څنګ یې دا تصور رامنځ ته کړ چې غیر مسلح مسالمت آمیز حرکتونه هم کولای شي چې بدلون رامنځ ته کړي.
دوکتورامین د دې پاڅونونو بله ستره لاس ته راوړنه دا وبلله چې په دې هیوادونو کې د خلکو حکومت ته لاره خلاصه شوه، او د خلکو حکومتونه که تل مسؤلې او شفافې ادارې لري، اقتصادي بیا رغاونه پکې کیږي او شتمنۍ بیرته خلکو ته ورګرځي، یو خارجي متوازن سیاست جوړیږي، اسلامي خلافت منځ ته راځي او د نړیوال نظام د اصلاح لپاره لار خلاصیږي.
(د عربي نړۍ په پاڅونونو کې د اسلامي حرکتونو رول) هغه موضوع وه چې د جمعیت اصلاح د مرکزي شوری غړي او د سلام پوهنتون استاد دوکتور فضل الهادي وزین پرې خبرې وکړې.
دوکتور وزین په خپلو خبرو کې وویل چې په دې پاڅونونو کې د هرې طبقې خلکو برخه درلوده خو د اسلامي حرکت یا اخوان المسلمین رول پکې زیات وو.
دوکتور وزین په تحولاتو کې د اسلامي حرکت د رول د اثبات لپاره لاندې دلایل یاد کړل:
– دا حکومتونه ټول د غیر اسلامي حرکتونو پواسطه سره جوړ شوي وو او اسلامي حرکت ته یې د ژوند اجازه نه ورکوله.
– خپله حسنی مبارک هم اعتراف وکړ چې که زه لاړ شم نو پر ځای به مې د اخوان المسلمین اسلام پال حرکت راځي.
– د جعلي پارلماني انتخاباتو له کیدلو وروسته د اخوان المسلمین د رهبر دوکتو محمد بدیع خبره هم د دې لپاره ثبوت کیدای شي چې ویل یې: مونږ به خپل خلک سرکونو او کوڅو ته راباسو تر څو د حکومت د استعفا غوښتنه وکړي.
– د میلیونونو کسانو د مظاهراتو تنظیم، د هغوی د اړتیاوو پوره کول، د هغوی سالمه رهبري او نور مسایل د اخوان المسلمین له نړیوال منظم حرکت پرته د بل چا د وس خبره نه ده.
د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رییس استاد نصیر احمد نويدي چې د یوې ناروغۍ له کبله په مجمع کې ګډون ونشوای کولی، هم د تلیفون له لارې د جمعیت اصلاح د لومړنۍ عمومي مجمع د دایرولو څخه خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې زما ټول حواس له تاسو سره په مجمع کې دي او دعاوې درته کوم، استاد نصیر احمد نويدي خپل لنډ پیغام په دې آیت سره پای ته ورساوه چې:
وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (آل عمران – ۱۳۹)
د اسلامي دعوت کار به کله کامیابیږي؟
د قافلې میاشتنۍ مجلې مسؤل مدیر، د جمعیت اصلاح مرکزي شورا غړي او د هیواد وتلي عالم شیخ الحدیث مولوي امین الله ازره وال د محمد سورت په آیت (یا ایها الذین آمنوا ان تنصر الله ینصرکم) باندې رڼا واچوله او ویې ویل چې که د الله د نصرت او کمک هیله نه وای نو مونږ به کله هم د اصلاح کار ته مټې نه وای را بډ وهلې.
مولوي صاحب وروسته د همدې آيت په شرحه کې وویل: د دین لپاره کار الله جل جلاله د خپل ځان له کمک سره تشبیه کړی دی او دا ډیر لوی او دروند کار دی، د دې تر څنګ دا آیت مونږ ته دا په ګوته کوي چې د الله نصرت به هماغه وخت زمونږ په برخه کیږي چې په اسلامي کار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د یارانو په شان سرښندنې وکړو، او هماغه څوک به د الله د نصرت وړ وي چې اصولو ته پابند، د احساساتو کنترولوونکی، د قربانیو منونکی او د توهین او ستونزو زغمونکی وي.
مولوي صاحب زیاته کړه چې که غواړو چې اسلامي حکومت راشي نو باید لمونځ قایم کړو، زکات ورکړو، جماعت او یووالي ته پام وکړو، منظم کار وکړو، د خپل منځي اعتماد د رامنځ ته کولو لپاره کوښښ وکړو، د الله د اوامرو مکمل امتثال وکړو او له نواهیو څخه ځان وژغورو.
مونږ څه ډول بدلون غواړو؟
د بدلون پروسه د جمعیت اصلاح د مرکزي شوری غړي او د سلام پوهنتون د استاد او وتلي عالم دوکتور مصباح الله د وینا موضوع وه چې په ترڅ کې یې وویل: اسلامي حرکتونه اصلا د تغییر او بدلون د راوستلو لپاره تأسیس شوي دي او دا دبدلون پروسه په خپله لاره کې له دری ډوله خلکو سره مخ کیږي:
لومړی هغه کسان چې د ژوندي ایمان لرونکي دي، دا خلک کله هم آرام نه کښیني، له اوسنۍ وضعې خوښ نه دي او داسې مثال لري لکه یو ماهی چې وچې ته راایستل شوی وي، هیڅ آرام نه لري یا به مرګ ورته رسیږي او یا هم اوبو ته ( دغه هغه خلک دي چې په منظم دعوتي جریان کې د بدلون لپاره کار کوي).
دوهم ډول یې هغه کسان دي چې خوځند زړه او څپاند احساسات نه لري اما که کار ورباندې وشي نو احساسات پکې راژوندي کیدای شي ( دعوتي خوځښت غړي باید پر دوی باندې کار وکړي او د بدلون پروسې کې یې ملاتړي کړي).
او دریم یې بې تفاوته خلک دي؛ دا خلک د نفس په غوښتنه پسې ځی او دا هم ورته مهمه نه وي چې ټولنه مې کوم څوک او کوم دین رهبري کوي، دا ډول خلک قرآن کریم له حیواناتو هم په ټیټه مستوی کې یاد کړي دي.
دا بدلون په فردي او اجتماعي مستوی ګانو کې مطلوب دی، مونږ باید داسې فرد ټولنې ته وړاندې کړو چې هغه په پوره معنا سره د اسلام بیلګه وي او د دې بدلون لپاره لاندې مراحل باید تیر کړل شي:
• خلکو ته د هغوی عقیده باید ښه وروپیژنو تر څو عقیده یې ښه پخه شي.
• خلکو ته د اسلام تعریف د یوه کامل او شامل نظام په حیث وکړو.
• عبادات یې تصحیح کوو تر څو له الله سره مو اړیکې پخې شي او د الله جل جلاله له کمک څخه برخمن شو.
• په خلکو کې د نیکو احساساتو لکه وفا، قرباني، اراده او د مبادیو فهم راژوندي کول.
• افرادو ته د پرلپسې کار او فعالیت جذبه ورکړو.
په ټولنه کې هم غواړو د فاسد نظام لپاره بدیل پیدا کړو، د هغه لپاره خلک وروزو او د ولسونو قناعت پرې حاصل کړو، چې دا بدلون له مونږ څخه لاندې کارونه غواړي:
• د افرادو تر منځ د فکر یووالی منځ ته راوستل.
• د افرادو تر منځ عاطفي او د اخوت رابطه رامنځ ته کول.
• د بدلون د تګلارې او جماعت شتون او د هغه قوانینو ته پابندي.
• شوری او د خپل منځې اعتماد شتون او د خلکو تر منځ د کار سم ویش.
په ټولنه کې له بدلون وروسته په اسلامي نړۍ کې بدلون راوستل او د ټولې نړۍ د استادۍ او رهبرۍ لپاره د هغه کاندیدول مطلوب دي.
عباد الرحمن څوک دي؟
د هیواد جید عالم او په ننګرهار کې د الفلاح د نجونو د مدرسې مهتمم مولانا عبد الصبور په قرآن کې د عباد الرحمن په ځانګړتیاوو رڼا واچوله، د فرقان سورت آیتونه یې د عباد الرحمن انځورونه وبلل او ویې ویل چې قرآن خلک مختار کړل چې په خپلو ټولنو کې دعباد الرحمن تګلاره غواړي او که خپل زوړ جاهلیت.
مولانا صاحب په پوره تفصیل د عباد الرحمن په لاندې ځانګړتیاوو باندې رڼا واچوله:
– عباد الرحمن په ځمکه کې د مخلوق د خدمت لپاره ګرځیدونکي وي او کله هم آرام نه کښيني.
– عباد الرحمن په ځمکه د ګرځیدو پر مهال د عاجزۍ او وقار څرګندونه کوي.
– د ښکنځلو ځواب په ښکنځلو نه ورکوي، بلکه له جاهلانو سره هیڅ بحث نه کوي.
– شپې یې الله ته په سجده او قیام سره تیریږي.
– عبادالرحمن د خیر په کارونو کې مال لګوي.
– له الله پرته له بل چا څخه نه ویریږي او هیڅ تهدید یې هم د دعوت له لارې څخه نه شي راګرځولی.
– د قرآن په اوریدلو سره یې زړونه نرمیږي او اغیز پرې کوي.
– د دنیا په زینتونو پسې نه ګرځي بلکه خپل کور په ایمان سره ښکلوي.
وروسته یې زیاته کړه چې د ظلم او ستونزو زغمونکي او د دښمنانو د ننګونو ځواب له عباد الرحمن پرته بل څوک نه شي کیدلای.
د اسلامي خوځښت دغړي ځانګړینې:
د هرات پوهنتون استاد او په غرب زون کې د جمعیت اصلاح عمومی مسؤل استاد امین الله معتصم د اسلامي حرکت د غړو په مواصفاتو مفصله وینا وکړه او د هغوی اوصاف یې په لاندې توګه بیان کړل:
– د اسلامي حرکت غړي په خپلو ټولو کارونو کې مخلص وي او اخلاص د دې توان ورکوي چې د لارې له اوږدوالي څخه ستړی نه شي او په پوره زغم سره د ټولنې ټولو اقشارو ته خپل دعوت ورسوي.
– د اسلامي حرکت غړي هدف لري، د په ځمکه کې د الله د دین اقامه او د الله جل جلاله رضا غواړي او د دې موخو د لاس ته راوړلو لپاره کار کوي.
– هر څه ته ځيرک وي او له یوې سوړې څخه دوه ځله نه چیچل کیږي.
– با حکمته رفتار او کردار لري او هر څه لپاره د استعمال مناسب ځای او فرصت ګوري.
– با تقوا وي او د الله د مخلوق لپاره د خیر غوښتونکی وي.
استاد د دې ځانګړتیاوو درلودل د الله جل جلاله له توفیق پرته ناممکن و بلل او دعا یې وکړه چې الله دې مونږ ټول ترې برخمن کړي.
ده بود ارکان بیعت ای عزیز!
د مجمع د ګډونوالو په بیا بیا غوښتنه سره قاري اسد الله ساطع د بیعت د ارکانو په اړه خپله په زړه پورې ترانه بیا واوروله او په داسې حال کې چې الله جل جلاله د سترګو له لید څخه بې برخه کړی دی د خپل نشاط ننداره یې وړاندې کړه.
د افغانستان اوسنی ناورین ( ګردی میز )!
په مجمع کې دوهم ګردي میز هم ځای درلود چې د افغانستان د اوسني ناورین په اړه وواو د منطقوي اوستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس او د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا پخواني رئیس دوکتور صفت الله قانت په کوربه توب سره دایر شو.
دا ګردی میز په دری محورونو کې وړاندې شو:
د هرات پوهنتون استاد او د جمعیت اصلاح مرکزي شورا غړي خلیل احمد جامي لومړی وینا وکړه چې دا یې یو سیاسي ناورین وبللو او ویې ویل چې پیل یې ۱۸ مې پیړۍ ته ورګرځي او له هغه مهاله تر اوسه وخت په وخت په افغانستان کې دا ناورین په مختلفو بڼو وجود لري، همدا اوس هم په افغانستان کې هر اړخیز انحطاط روان دی، استعمار عملا شتون لري، سمتونه او قومونه په پوره زور سره د قومیت میدان ته رادانګي او هر اقلیت ځان ته اتحادیې جوړې کړې دي.
استاد د دې ناورین لاملونه د اصلاحي هر اړخیزو تشکیلاتو نه شتون، اشغال او د بهرنیانو لاس وهنې او د یوې سالمې رهبرۍ نه شتون وبلل.
وروسته یې زیاته کړه چې په دې حالاتو کې باید د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د تعاونوا علی البر والتقوی په اساس تعامل وشي.
د ژوند میاشتنۍ مسؤل مدیر داکتر وحید الله مصلح د امریکایانو د فوځي اډو په شتون باندې خبرې وکړې او د هغوی موخې یې د برتره فوځی او اقتصادي ځواک په حیث ظهور، نړۍ په ګلوبلایزیشن کې ویلې کول او د اسلام دښمني، د افغانستان او منځنۍ آسیا په طبیعي سرچینو ته لاسرسی، د چین او روسيې چټک پرمختګ تر نظر لاندې نیول، په سیمه کې د اسلام پالو ځپل او په سیمه کې د ویرې فضا رامنځ ته کول دي.
د سلام پوهنتون علمي معاون پوهاند دوکتور محمد اسماعیل لبیب د ګردي میز دریم ویاند وو چې په خپلو خبرو کې یې د دې ناورین د اجتماعي تاوانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ناورین یو غیر طبیعی شی دی چې د ولسونو اخلاق اړوي او ملتونه که خپل اخلاق له لاسه ورکړي نو هیڅ بل شی یې هم د وجود دعوه نه شي ثابتولای.
مجمع په ښه نظم سره دایره شوه، د مجمع د خیمې په یوه څنډه کې د جمعیت اصلاح د ډاکترانو د اسلامي ټولنې (ایما) له خوا فعال روغتیایي مرکز هم جوړ شوی وو چې وخت په وخت به یې د ناروغانو کتنه کوله.
دغه راز د اصلاح افکار انتشاراتو هم د خپلو دیني او فکري کتابونو د خرڅلاو لپاره په یوه څنډه کې ځای جوړ کړی وو، چې د مجمع د غړو زیاته توجه یې جلب کړې وه او ټولو ترې نه په پوره شوق سره کتابونه واخیستل.
په مجمع کې د خویندو غړیو لپاره جلا او پرده کې خوندي ځای ترتیب شوی وو چې هغوی هم د خپلو تعلیمي، دعوتي او کورنیو مصروفیتونو سره سره په مجمع کې برخه اخیستې وه، د یادونې وړ ده چې په جمعیت اصلاح کې لسګونه خویندې غړیتوب لري چې ټولې د بکلوریا، لیسانس او ماسترۍ علمي سندونه هم لري او په پوره ایماني جذبې سره په ټولنه کې د ښځو ترمینځ د دعوت الی الله برنامه پرمخ بیایي.
د مجمع د پای په شیبو کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د غړي او د سلام پوهنتون د استاد دوکتو عبد الصبور فخري له خوا د مجمع له خوا ترتیب شوې پریکړه لیک هم ولوستل شو.
د مجمع په پای کې د جمعیت اصلاح مرکزي شورا سرپرست رئیس او د تربیت څانګې مسئول استاد محمد یونس ابراهیمي لنډه اختتامي وینا وکړه ، اعضاوو ته یې توصیې وکړې او د نوې جذبې سره یې د ۱۳۹۰ کال د پلان په تطبیق تاکید وکړ.
مجمع د جمعې په ورځ د لمانځه څخه مخکې د شیخ الحدیث مولوي امین الله ازره وال له خوا د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.
16 Comments
هدايت الله حميدي
الله اكبر و لله الحمد
عبد الفتاح جواد
څومره ایماني لحظې او خوندورې شیبې وې، کاش! چې همداسې یې دوام کړی وای، مینه او محبت ، ځاریدل او له یو بل نه په خدمت کې وړاندې کیدل وو.
یقینا چې دغه پروګرام یو بې ساری پروګرام وو
زه هیله لرم چې هغه وروڼه چې هلته موجود وو پرې تبصرې ولیکي او د دغه شیبو په اړه چې خلک یې په پیسو نشي اخیستلی مونږ ته الله(ج) راپه نصیب کړې، نورو وروڼو او خویندو ته انځور ورکړي.
مننه
الله اکبر و لله الحمد
شکرالله مخلص
محترمو سره ددی چی په تول پروگرام کی می الحمدلله برخه اخیستی وه خو بیا می هم راپور بشبپر ولوست او دلوستلو پر وخت می داسی انگیرله چی زه اوس هم په دغه پروگرام کی شریک یم او د هغی یوه یوه لحظه می سترگو سترگو ته کیدله دا د مشرانو ورونو خدمت ، د کشرانو نه په خدمت کی مخکی والی ، دا د مینی او محبت او ورورگلوی فضا چی هر ورور به دسکنی ورور نه کم نه خکاریده دا د تعصب نه پاک تعامل دا ایمانی او روحانی فضاء،داد تکبیر او تحمید حماسی اوازونه دا سمع طاعت او ایثار اوقربانی عملی بیلگی او…………………..نور داسی دیر خه شته چی اوس می هم سترگو سترگو ته کیزی دغی مبارکی مجمع مونز ته لوی اطمنان او امید را وباخه او د یأس او نا امیدی غرونه یی ونرول . الله تعالی دی هغه ورونو ته چی ددغه مبارک پروگرام په دایرولو کی یی ونده اخیستی اجر عظیم ورکری او زه ددغه کامیابی اجتماع په تدویر د جمعیت اصلاح مشرتابه او تولو غرو ته د زره له کومی مبارکی وایم او د الله نه ورته د اسلام د خدمت مزید توفیق او عظیم اجر غوارم
صفي الله جوهر
واقعاً چې ډيرې د لذتونو شيبې وې هلته چې ټول ورونه د اسلام د ژمنو عسکرو په شکل سره راټول وو، هلته چې دوکتورانو او د پوهنتون استادانو ځان له خدمت څخه نه سپماوه او هلته چې د (امير القوم خادمهم) حديث هر ځل په عملى شکل تمثيلده….. او هلته چې جذباتو او احساساتو له سترګو اوښکې بهولې……………………………………………………………………………. اى الله ته دغه حرکت ته نور هم برى ورپه برخه کړه.
m hassan islami
الله اکبر کبیرا والحمدلله کثیرا وسبحان الله بکره واصیلا -مبروک مبروک مبروک اللهم انا نسالک لاخواننا الصلاح والسداد والعافیه والثباه -اللهم وفقنا ووفقهم لما تحب وترضا واجعلهم هداه المهدیین
اکرام الله خان
ماشاءالله
ع-ن-مرستيال كندهار
السلام عليكم!
ډېره د خاطراتو څخه ډكه غونډه وه خو ما ولې په كې ګډون نه درلود نو په ځان پوه شوم چې له قافلې پاته نه شي او اوس خو پاته راغلى يې او هم دا ډول خپل ځان بايد محاسبه كړم…
حامدشاه حماد
الله اکبر ولله الحمد
محب ربي گران
ما زیات سفرونه کری او په زیاتو اجتماعاتو کی می برخه اخیستی خو خومره خوند می چی له دی سفر او اجتماع نه ترلاسه کر د هغی اندازه په الفاظو نه شم بیانولی ، کله چی له طورخم نه واوختو هلته می د مازیگر د لمانحه پر وخت مو قاری صاحب ساطع ولیده نو په زره کی می وویل: چی خه شو چی زه هم دی اجتماع ته روان یم حکه چی قاری صاحب د نابینایی په حالت کی ور روان دی نو دا ماته داسی یوه خاطره وه چی زه به هیحکله هم زان له دغه دول اجتماعاتو حخه پاتی نه کرم
په غونده کی می ولیدل چی مشران له کشرانو خخه دیر په بیره په خدمت کی مخکی والی کوی او خومره په اخلاص او صداقت شر کارونه ترسره کوی او دا می هم ولیدل چی د خوب پر وخت کی تر هغو مشران نه ویده کیدل تر سو د نورو لپاره یی د خوب حای او بستری بندوبست نه وو کری او زما دغه یو ارمان وو چی کاشکی تولو ورونو په کی گدون کری وای او ددی اجتماع نه یی دیری شی خاطری ترلاسه کری وای . په پای کی د الله تعالی خخه دا هیله لرم چی د دغه کاروان لاری هواری کری او د نور پرمختگ ور په برخه کری . ومن الله التوفیق محب ربی گران
afzali
ډېرې خوندورې شېبې وې
ځینې یې بیا د تلپاتې یادونو شکل اخلي، لکه استاد یونس او مولانا صاحب عبدالصبور چې د توشکو او کمپلولو قاتولو ته جګ شول، یا لکه مولانا صاحب عبد السلام عابد او استاد بشیر واصل چې مونږ ته اوبه او ډوډۍ رارسول…. دا نو هغه څه دي چې مثال یې په افغانستان کی نه مخکې تېر شوی او نه به وروسته تېر شي……
روح الله ساحل
د مجمع په وروستیو شیبو کې مې د جمعیت اصلاح یو قیادي شخصیت تر څنګ ناست وو، قلم او کتابچه یې راواخیستل د خاطرې تر عنوان لاندې یې داسې کلمات سره راټول کړل چې د لوستونکي اوښکې نه شوای ورته ټینګیدلی، د محمع په دایرولو ډیر خوښ وو.
کاشکي دې پروګرام همداسې دوام کړی وای او نه وای ختم شوای…
ګل زاده ؛صحاب؛
ټولو مسلمانانو اوپه خاص ډول دجمعیت اصلاح مشرانو اوکشرانو ورونو ته دنوموړی درنی او مبارکی غونډی مبارکی وایم چه الله ج په خیر اوکامیابی سره ترسره کړه .الله ج د مونږته ددی عظیم کارلپاره پوره حوصله په نصیب کړی اوالله ج دزمونږپه حرکت سره اسلام په صحیح ډول په ګران هیوادافغانستان کی په وجود راولی اوبیا په ټوله نړی کی.
اودالله ج څخه غواړم چه هغه ورونه چه ددین دحاکمیت ارمانونه یی په زړونوکی دی الله د دی حرکت سره یوځای کړی.
الله اکبروالله الحمد
karim
salam jameet e eslah !!
what is jehad?????????
karim
My friends in jameeat eslah
salam!
Please condemn the crime which reported in shpigal magazine.
I hope you are not the product of a hidden agenda
But i am sure the gathering of rasululah aumah will not end to an deviated purpose.
عبدالجبار مطمئن
الله اکبر و لله الحمد .
قدرت الله جاهد
ماشاءالله! الحمدلله!
ساحل صاحب له مفصل راپور نه دې ډېره مننه.