جلال آباد:
د جمعیت اصلاح مرکزي شورا د ۱۳۸۹ کال حوت د میاشتې په ۲۴- ۲۵ نیټه د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې په خپل سیمییز دفتر کې غونډه وکړه، چې د شورا ۵۰ تنو غړو پکې برخه اخیستې وه، د مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نویدي او نورو څلوروتنو د ناروغیو او یو شمیر درنو مصروفیتونو له امله ونشوای کړای چې په غونډه کې شریک شي.
د غونډې مشري د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا سرپرست رئیس او د تربیت او مهارتونو د ودې څانګې مسئول استاد محمد یونس ابراهیمي په غاړه لرله، د ننګرهار جمعیت اصلاح مشر استاد عبد الرحیم صراف د غونډې ویاند وو، د شورا د سکرتریت چارې د قاري محمد بشیر واصل او د هغه د دوه تنه همکارانو دوکتور عبد الصبور فخري او دوکتور وحید الله مصلح لخوا ترسره کیدې.
په پیل کې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد شیرزاد عزیزي د قرآن عظیم الشان څو مبارک آیتونه ولوستل، ورپسې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د بمباریو او بریدونو قرباني افغانانانو ته دوعا وشوه، د جمعیت اصلاح هغه غړیو ته چې پدې تیرو شپږومیاشتو کې یې خپل روح د ارواحو څښتن ته سپارلی وو لکه استاد ګل فقیر حنیف یار د لغمان، استاد اخترمحمد سیغاني د بامیانو او استاد حبیب الله مجددي له کندهارنه ، د هغو غړو لپاره هم دوعا وشوه چې په دغه موده کې یې خپل او خپلوان وفات شوي دي او یا هم په بیلابیلو ناروغیو او ستونزو کې ګیر دي، د شورا غړو په ځانګړې توګه د ترکیې د اسلامې معاصر خوخښت بنستګر او مشر استاد نجم الدین اربکان ته هم خصوصي دوعا وکړه، چې دوه اونۍ وړاندې د ۸۵ کلونو په عمر له نړۍ نه سترګې پتې کړې.
بیا د جمعیت اصلاح رئیس استاد محمد عاطف پیلیزه وینا وکړه او د شورا غړو ته یې ښه راغلاست ووایه، د شورا په ارزښت او اهمیت یې خبرې وکړې او دا یې د جمعیت اصلاح یوه ځانګړینه وبلله چې ټولې چارې یې د شورا او مشورې په اساس پرمخ ځي.
استاد عاطف د مرکزي شورا داخلي طرزالعمل او طریقه کار ولوست او ټینګار یې وکړ چې د شورا غړي باید د خبرو او موضوعاتو د څیړلو پر مهال هغه ته پوره پام کړي.
ورپسې د جمعیت اصلاح د مالي او اداري چارو مسئول الحاج صهیب رووفي د مرکزي شورا دتیرې غونډې پریکړې او فیصلې ولوستلې او د هغو د تطبیق په اړه یې شورا ته راپور ورکړ، چې د شورا د ډاډ وړ وګرځید.
د شورا سرپرست رئییس استاد محمدیونس ابراهیمي غونډې ته د وینا پرمهال د شورا غړي خپلو درنو دندو او مسئولیتونو ته متوجه کړل او ویې ویل: مونږ او تاسې یو اوږد دعوتي او اصلاحي سفر پیل کړی دی چې د فرد او کورنۍ له اصلاح نه نیولې، د ټولنې تر اصلاح پورې رسیږي نو باید دغه درانه مسئولیت ته پوره وخت او توان ورکړو، په دغه لاره کې په پوره اخلاص او للهیت سره منډې ترړې او هڅې وکړو.
استاد زیاته کړه: په هیواد کې روان ناوړه حالت ته په کتلو سره څرګندیږي چې زمونږ لاره اوږده ده او لا مو ډیر زیات کارونه پر وړاندې پاتې دي، په هیواد کې مو جګړه ده او بهرنیان هره ورځ د افغانانو په وینو لاسونه سره کوي، بهرني مداخلې او لاس وهنې روانې دي، سیاسي پروسه له ټګیو او خیانتونو نه ډکه ده، دولتي ادارو کې فساد دی، نا امني او بیکاري ده، د تعلیم او تحصیل کیفیت لویدلی دی، او اخلاقي او کلتوري حالت هم په بې ساري توګه زمونږ د هیواد او ملت راتلونکی تهدیدوي، نو زمونږ او ستاسې مسئولیت جوړیږي چې په مسلسله توګه دعوت الی الله او د اقامت دین پروسې ته کار وکړو ځکه چې یوازې د اسلام دین دی چې د بشریت ستونزې حل کولی شي.
ورپسې استاد محمدعاطف په ۱۳۸۹ ه ل کال کې د جمعیت اصلاح د فعالیتونو راپور وړاندې کړاو د شورا د غړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل، راپور د شورا لخوا په ډیر هرکلي سره تایید شو.
استاد محمد هارون خطیبي د جمعیت اصلاح پروګرامونو او اړوندو ادارو ته د مالي ملاتړ او قوي اقتصادي بنسټ بیدا کولو به موخه د انفاق فی سبیل الله فریضې ژوندۍ کولو او اقتصادي برنامو په لاره اچولو په موخه وینا وکړه او بیا یې پدې اړه د شورا د غړو نه وړاندیزونه واخیستل.
وروسته د جمعیت اصلاح د خوانانو څانګې مشر دوکتور رحمت الله زاهد د ځوانانو د کار تصور او پلان وړاندې کړ او ټینګار یې وکړ چې ځوانان د ټولنو د ملا د تیر حیثیت لري او هغه جریان چې ځوانان له ځان سره روان نه کړي د وخت په تیریدو سره په طبیعي مړینه مري.
بیا د ستراتیژیکو او سیمییزو څیړنو د مرکز مشر دوکتور صفت الله قانت د افغانستان په حال او مستقبل وینا وکړه او د شورا غړو ته یې د خپل هیواد د هر اړخیز جریان په اړه مکمل معلومات ورکړل.
د شورا په غونډه کې د جمعیت اصلاح د قیادت او مسئولینو د محاسبې پروګرام هم ترسره شو چې ددغې برخې مسئولیت د سلام پوهنتون استاد او د هیواد پیاوړي دیني عالم دوکتور مصباح الله په غاړه وو، نوموړي په دعوتي او اصلاحي جریانونو کې د محاسبې په ارزښت وینا وکړه او ویې ویل: محاسبه یو مهم اصل دی چې د اسلام له پیل نه تر اوسه په ټولو دیني او اصلاحي حرکتونو کې عملي شوی دی او کله هم چې په کومه اداره او سیستم کې د محاسبې اصل نه وي او دروازه یې وتړل شي نو هلته فساد، دیکتاتوري، فرد محوري او خیانت مینځ ته راځي، نو ځکه خو جمعیت اصلاح د یوه اصل په توګه خپل د ټولو سطحو قیادتونه او مسئولین محاسبې ته وړاندې کوي او د خپلو خطاګانو مخنیوی او تصحیح کوي.
وروسته د شورا غړو په پوره اخلاص او للهیت سره د خپلو دعوتي هڅو او ټولنیزو فعالیتونو د پرمختګ لپاره د خپلو مسئولینو محاسبه وکړه.
د غونډې په دویمه ورځ د جمعیت اصلاح د پلان او نظارت مسئول الحاج صهیب رووفي د جمعیت اصلاح د ۱۳۹۰ ه ل کال د فعالیتونو پلان شورا ته وړاندې کړ چې د هر اړخیزو بحثونو او څیړنو وروسته تایید او تصویب شو.
بیا د ختیځ زون د جمعیت اصلاح مشر دوکتور نجیب الله صالح د جمعیت اصلاح په کارونو او فعالیتونو کې د نظم او دسپلین په موضوع خبرې وکړې او د شورا غړي یې وهڅول چې پدې اړه پاملرنه وکړي او په خپلو سیمو کې د چارو ښه سرپرستي وکړي.
د غونډې په پای کې د جمعیت اصلاح رئیس استاد محمد عاطف اختتامي وینا وکړه، د شورا بحثونه او بریکړې یې مثبتې او ګټورې وارزولې او د راتلونکي کال د پلان په ښه توګه عملي کولو یې تاکید وکړ.
د شورا غونډه د ماسپښین به دوه بجو په جلال اباد کې د امام ابویوسف دیني مدرسې د مدیر مولوي میرعباس ګوهري لخوا د دوعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.