راپور: ډاکټرحکيم الله صالح
هغه ازموینه چې دلوګر ولایت د جمعیت اصلاح سیبمیز دفتر په نوښت پلان شوې وه دچهار شنبې په ورځ د ماسپښین په دوو بجو دلوګر ولایت مرکز د پل علم په جامع جومات کې د۳۰۰ زده کونکو اود مدرسو د طالب العلمانو په ګډون واخستل شوه.
لومړی غونډه د ازموینی برخوال قاری صاحب عبد الله قرانکریم په تلاوت پیل شوه وروسته محترم داکتر عبد القدوس دلوګر د جمعیت اصلاح دعامه پوهاوی مسول د دغی ازموینی ګډونوالو او راغلو استادانو او علماوو ته ښه راغلاست وویلې.
ورپسې محترم مولوی صاحب محمد اعظم طارق خپله عالمانه وينا وکړه او د خپلې وينا په ترڅ کې يې وويلې چې ددغې ازموینې هدف نه یواځې دين ته ځوانانو هڅول نه بلکې ددې مسابقې له لارې غواړو رسول الله صلی الله عليه وسلم هم وپېژنو، نوموړي زیاته کړه دپغمبر دژوند مطالعه يواځې لوستل نه، بلکې د نوموړي لارښوونې او اعمال هم په ژوند کې عملي کول دي.
وروسته د لوګر دعالی دالعلوم استاد قاضی فضل الربي دپغمبر دژوند او د صحابوو اتباع یو څو بیلګې دغونډې برخوالو ته بیان کړې.
دغونډې درېیم ويناوال د لوګر ولایت د جمعیت اصلاح غړی مولوی صاحب محمد نبی و، نوموړي د مسابقې د اهدافو د بيانولو په ترڅ کې وويل چې دمسابقې هدف د جایزو اخستل نه بلکې د پیغمبر د ژوند نه د ځوانانو او زده کونکو خبرول او پوهاوی دی.
دغونډی په پای کې دلوګر ولایت دجمعیت اصلاح دڅانګې مسئول یوځل بيا د غونډې برخوالو څخه په ازموينه کې د ګډون څخه مننه وکړه او د ازموینی اصول او مقررات یی ورته بیان کړل.