راپور: اصلاح انلاين
د جمعيت اصلاح د ځوانانو څانګې د ژمنيو رخصتيو څخه د ښې ګټې اخيستنې په موخه، د ځوانانو د بيا بيا غوښتنو په پايله كې د حوت له ۷ تر ۲۰ پورې د اسلامي معارفو دويم كورس د (من جوان مسلمانم) په عنوان او د (اني ذاهب الى ربي سيهدين) تر شعار لاندې د دوه اونيزې دورې په بڼه جوړ كړ چې شا او خوا دوه سوه تنو ځوانانو پكې په پوره ليوالتيا ګډون وكړ.
د كورس لپاره ټاكل شوې موخه: (د مسلمان ځوان د مسئوليتونو، ځانګړتياوو او اخلاقو پيژندنه) بلل شوې وه چې په لاندې توګه ښوول شوي وو:
د مسلمان ځوان مسئوليتونه:
1. د انسان د خلقت هدف پيژندل
2. د اسلام سمه پيژندنه
3. په دين باندې عمل كول
4. د دين د اقامې په لار كې هلې ځلې
5. د دين په لار كې د وروڼو سره مرسته او همغږي
6. د اسلام د دښمنانو د دسايسو پيژندل.
د مسلمان ځوان ځانګړتياوې
1. هيله من توب
2. با هدفه ژوند
3. د وقت مواظبت
4. لوړ همت
5. په نفس اعتماد
6. قوت
د مسلمان ځوان اخلاق
1. حيا
2. صداقت
3. امانت
4. متانت
هغه مضامين چې پدې كورس كې تدريس شول، عبارت ول له:
1- ځوان په قران كې
2- ځوان د رسول الله د تربيت په رڼا كې
3- د مسلمان ځوان اخلاق
4- ځوان او اسلام پيژندنه
5- د مسلمان ځوان عقيده
6- د مسلمان ځوان ځانګړتياوې
7- د عرش تر سيوري لاندې ځوانان
د پورتنيو مضامينو تر څنګ چې د لكچر په توګه د ښاغليو استادانو هر يوه استاد محمد عاطف، عبدالقادر نايل، عبدالصمد كرامت، دوكتور حقيار، دوكتور عبدالصبور فخري، دوكتور سيد خالد راشد، دوكتور صفت الله قانت و دوكتور شير علي ظريفي له خوا تدريس شول، همدا راز ډول ډول فرهنګي برنامې لكه: تمثيلي ټوټې، بيلابېلې سيالۍ، جمعي مطالعه، د غږيزو او انځوريزو ښونه…. هم ترتيب شوې وې. هغه سيالۍ چې په كورس كې وړاندې شوې عبارت وې له:
زما د خوښې دعوتګر
دا برنامه چې د اسلامي نړۍ د معاصر علماوو، دعاتو او مفكرينو د پيژندنې په موخه په لار اچول شوې وو، لسګونو ځوانانو پكې ګډون وكړ او هر يوه خپل د خوښې دعوتګر او د هغه د دعوت ځانګړتياوې په ګوته كړې. ډيرى ځوانانو، دوكتور يوسف قرضاوي، دوكتور، امام حسن البنا، شيخ صالح پردل، شهيد سيد قطب، دوكتور عبدالكريم ذاكر نايك، زينب غزالي او امام ابوالحسن ندوي خپل د خوښې دعوتګر، علما او مفكرين وبلل.
ډلييزه مطالعه
دا برنامه چې د مطالعې د فرهنګ د عامولو په موخه جوړه شوې وه، پكې بيلابيل ګټور متنونه په ټوليزه توګه په ټاكل شوي وخت كې د مطالعې لپاره شريك وړاندې كيدل او په پاى كې. پدې برنامه كې د اصلاح پيغام در ګڼې، د اسلام حقيقت، اسلامي خلافت د امت ستر ارمان، او دښمن مو وپيژنى د مطالعې لپاره وړاندې شوې.
د متن لوستلو سيالي
پدې سيالي كې ګټور ټاكل شوي متنونه د مينه والو لپاره تيار شوي ول، چې په كم وخت كې له چټكې مطالعې وروسته، به د متن له محتوا څخه پوښتنې مطرح كېدلې.
د كتاب مطالعه
پدې سيالۍ كې د (اصحابو د ژوند پلوشې) كتاب د مطالعې لپاره ټاكل شوى وو، چې په لسو ورځو كې ډيرى مشاركينو مطالعه كړ او په پاى كې د سيالى په توګه برنامه ورته تنظيم شوې وه.
د اسلامي نړئ د علماوو تمثيل
دا هغه تفريحي برنامه وه چې پكې د كورس مشاركينو د افغانستان او اسلامي نړۍ د وتلو علماوو تمثيل كولو. پدې سيالۍ كې ځوانانو د مولانا عبدالصبور، ډاكتر ذاكر نايك، شيخ محمد صالح پردل، مولانا عبدالعلي خير شاهي، مولوي مجيب الرحمن، اسمعيل هنيه او نورو علماوو تمثيل وكړ چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځيد.
د كورس د استادانو تمثيل
د دورې په وروستۍ ورځ څلور تنو مشاركينو د خپلو استادانو هر يوه استاد عبدالقادر نايل، ډاكتر سيد خالد راشد، دوكتور شير علي ظريفي او مولوي عبدالسلام عابد د درسونو تمثيل وكړ. د دې برنامې موخه كه له يوې خوا تفريحي اړخ وو، خو له بله پلوه ګډونوالو په خپلو احساساتو څرګندوله چې دوى له نوموړو استادانو څخه ډير اغيزمن شوي او غواړي د هغوى په څېر دعوتګر او علما ترې جوړ شي.
زه پدې توګه اسلام ته خدمت كوم
دا هغه عنوان وو چې د وينا د سيالۍ لپاره ټاكل شوى وو او دولسو تنو ځوانانو د اسلام د خدمت لپاره خپلې عملي برنامې له ګدون والو سره شرېكې كړې او هوډ يې درلود چې خپل ژوند به د اسلام د چوپړ لپاره وقف كوي.
همداراز ګڼ شمېر نورې تفريحي او معلوماتي سيالۍ په كورس كې تنظيم شوې وې چې د تفريحي اړخ تر څنګ يې گڼې علمي او تربيتي ګټې درلودې.
تربيتي حلقات
بالاخره د كورس په وروستۍ ورځ، كابو سل تنه مينه وال هغه ځوانان چې له وړاندې يې د جمعيت اصلاح په تربيتي حلقاتو كې ګډون نه درلود، په منظمو تربيتي حلقاتو كې تنظيم شول او د راتلونكو دعوتي او تربيتي برنامو لپاره ټاكل شوې برنامه وركړل شوه.
د پاى غونډه
په پاى كې د ۱۳۸۹ كال د كب د مياشتې په ۲۲ نيټه د تصديق نامو، جوايزو او تحايفو د ويش پروګرام ونيول شو چې د سهار په لسو بجو د احمد ارشاد احرار په ويندويۍ د قاري احمد فواد له خوا د قران كريم په تلاوت سره پيل شو.
ورپسې استاد نور محمد عطايي ګډونوالو ته
د ښه راغلاست ويلو په ترڅ كې وويل: زمونږ او ستاسو په
خواو شا کې ډېر ځوانان ګرځي، چې په مختلفو دنيوي کارونو کې مصروف او له خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه نشي اخستلی، اما تاسو چې دين ته وخت ورکړ او ومو غوښتل خپل معنوي اړخ ځواکمن کړﺉ او اسلام په سمه توګه وپېژنئ دا زمونږ لپاره د ډېر ستر افتخار ځای دی. نوموړي د کورس د ګډونوالو له والدينو څخه هم مننه وکړه چې خپل بچيان يې د دين د زده کړې لپاره رالېږلي دي.
ورپسې د کورس د ګډونوالو په نمايندګۍ سبحان الله خبرې وکړې او ويې وېل چې دا لومړى ځل دى چې د جمعيت اصلا ح په برنامو كې ګډون كوم خو ما لدې کورس څخه په دوو اونيو كې ډېر څه زده کړل چې پخوا پرې نه پوهېدم. مونږ اوس پوه شو، چې د خپل امت او ملت پر وړاندې څومره ستر او دروند مسئوليت لرو او زده مو كړل، چې د خپلو خلکو د ويښولو لپاره ګام واخلو، هغه وړاندې وويل: زمونږ د راغليو دښمنانو يهودو او نصاراوو ټول مبارزين ځوانان
دي نو مونږ او تاسې چې د حق دين پيروان يو ولې د خپل حق دين لپاره مبارزه ونه کړو.
حكمت الله د كورس يو بل تن ګډونوال د خبرو پرمهال وويل: اوس په مونږ کې يو احساس پيدا شو، چې د خپل دين په وړاندې څه مسئوليت لرو؟ دا يې پیل و او اوس به د دې لار ورکي ملت د لارښودنې لپاره بډې راوهو، نوموړي د کورس له مختلفو برخو څخه خپله خوشحالي ښکاره کړه او ويې ويل: په لومړى ورځ زما يو ورور دې كورس
ته راغلى وو خو هغه له لومړى ورځې دومره اغيزمن شوى وو چې بيا تر پايه موږ درى تنه وروڼه يو ځاى كورس ته راغلو او تر پايه مو تعقيب كړ.
د ګډونوالو له خاطرو وروسته، د جمعيت اصلاح د رئيس، استاد محمد عاطف خپله هر اړخيزه وينا ګډونوالو ته وړاندې كړه.
هغه وويل: جمعيت اصلاح د دا ډول کورسونو له لارې د ځوانانو د ديني او علمي سطحې د پياوړتيا لپاره ملا تړلې ده، او غواړي دا ډول پدې توګه ځوان نسل د زمانې له ننګونو سره مقابلې ته چمتو كړي.
هغه زياته كړه: همدا انسان دی چې په جوړښت سره يې ټوله نړۍ جوړېږي او خلک د سکون احساس کولی شي، اما د همدې انسان په فساد سره نړۍ ټوله نړۍ د جنګ جګړو، نا امنۍ ښکار او د خپل معصيت له لامله ستره تباهي رامنځته کوي.
زمونږ او ستاسو غږ چې اوس پورته نه ځي، حالت مو تر يوې ورځې بلې ته خراب او دعاوې مو نه قبلېږي، ستره لامل يې هم همدا دی، چې د ګناه په وړاندې د مسئوليت احساس نه کوو، له خپل رب سره مو اړيکې پرې کړي دي، حاکمان هم په هغه ډول کړنې ترسره کوي، چې د اسلام سره هېڅ اړخ نه لګوي، فساد، رشوت، غلا او اختلاس خپل آخري حد ته رسېدلي دي، چې د دې ټولو لامل يواځې او يواځې له خپل دين څخه بې خبري او خپل مسئوليت نه درک کول دي، هغه وويل همدا تاسو د سبا ورځې چارواکي او حاکمان يي او تاسو يې بايد سر له نن څخه زده کړﺉ، چې د خپل خدای او خپل ملت پر وړاندې څه مسئوليت لرئ.
زموږ مسئوليتونه
استاد د اوسنيو ننګونو سره د مبارزې لپاره څو ټکي په ګوته کړل:
لومړی: د خپل رب په سمه توګه عبادت،د خپل رب سره اړيکې ځواکمنول او په هېڅ وخت کې له هغه سره اړيکې نه سستول.
دويم: د ژوند په ټولو چارو کې د الله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم پيروي، په اقتصادي، سياسي، ټولنيزو د ژوند په نورو ټولو چارو كې د الله تعالى د نظام مطابق
ژوند تيرول. استاد وويل، مونږ پرديو نظامونو ته هېڅ اړتيا نه لرو، ځکه داسې قانون او نظام نشته چې په اسلام کې د هغې لپاره ځای نه وي.
دريم: له الله، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو سره دوستي، مونږ او تاسو چې نن په دغه بدحالت کې يو ستر لامل يې هم همدا دی، چې خپل مسلمان او عقېدې ورور راته دښمن ښکاري او هر کله مو چې وسه ورسېږي نو د يو څو ډالرو په مقابل کې يې پر خپل دښمن خرڅوو، مګر که مو د خپل مسلمان ورور سره په سمه توګه او د الله تعالی د رضا لپاره دوستي پيل کړه، نو په دې باور ولرﺉ چې فاولئك حزب الله، الا ان حزب الله هم الغالبون.. نو خامخا به مونږ بريالي يو، هغه څوک چې يواحې د الله تعالی در ضا لپاره دوستي کوي نو الله تعالی به هم د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سيورې لاندې ځای ورکړي.
څلورم: د الله تعالی د نظام د حاکميت لپاره هلې ځلې كول: استاد وويل چې کفارو مونږ او تاسو په خپل منځ کې سره مصروف کړي يو او نه غواړي، چې د خپلو نظامونو د سمولو او اسلامی نظام د راتګ لپاره کار وکړو، مونږ او تاسو په دومره کوچنيو کوچنيو موضوعاتو کې مصروف يو، چې د اسلامي نظام د راتګ او دا ډول نور غټ مسئوليتونه را څخه هېر شوي دي.
لار يې دا ده
استاد د دې مسؤليتونو د ترسره كولو لپاره لاندې لار په ګوته كړه:
لومړی: د اسلام دقيقه پيژندنه او د مسئوليت احساس پيدا كول.
دويم: په خپل کارونو کې اخلاص پيدا كول او نور ټول اهداف شاته غورځول.
دریم: له وېرې پرته کار کول.
څلورم: قرباني.
پنځم: له هر ډول تعصبونو څخه ځان ساتل.
د استاد عاطف له وينا وروسته عبدالباعث په ډېره ښکلې بڼه د ايران د ستر ديني عالم او مفکر شېخ پردل تمثيل وکړ او او ورپسې بهرام د استاد دکتور شير علي ظريفي تمثيل وکړ چې د ګډونوالو له خوا يې هركلى وشو. ورپسې عبدالغفار لخوا خوږه ترانه وويل شوه.
په پاى کې د استاد نور محمد عطايي لخوا ګډونوالو ته د کورس د بيلا بيلو سيالو د ګټونكو لپاره جايزې ورکړل شوې او پروګرام د تصديق نامو په وېش سره پای ته ورسېد.
د کورس لنډ وېډيويي راپور دلته ليدلی شئ:
انځوريزه ګالري يې دلته ليدلی شئ:
[nggallery id=28]
4 Comments
مرید
آه! زما نامراده بخته!
له داسې ځایونو او داسې پروګرامونو څخه محروم وم او بیا یې د راپورونو لوست په اوښکو سره بدرګه کوم.
زاهد مير
يره منم يار، دا ليکنه ډيره ښه ډيزاين شوې، مننه
احرار
تو چه دانی که درین گرد سواری باشد!!!
احمدجاويدصالحي
برعلاوه از درسهاي تربيتي ابتكارات خيلي زيبايي نيز مشاهده گرديد.
وجزاكم الله احسنت.