راپور:
په کابل کې د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي زون د عامو فعالیتونو څانګې د 1389 كال د حوت د مياشتې په ۱۸ مه د سيد جمال الدين افغان په تالار خوشحال خان مېنه کې د اسلامي خلافت د سقوط د ۸۷ مې کلیزې او د ترکیې د اسلامي خوځښت مشر او مؤسس او د دغه هیواد پخواني صدراعظم پروفیسور نجم الدین اربکان د وفات په مناسبت غونډه جوړه کړه.
غونډه د قران عظیم الشان څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره پیل شوه د ستیج چارې د اصلاح انلاین ویب پاڼې مدیر ډاکتر هدایت الله حمیدي په غاړه درلودې نوموړي د غونډې برخوالو او میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو سربیره د غونډې په موخې او هدف هم رڼا واچوله.
ورپسې د ستراتیژیکو او سیمییزو چارو د څیړنیز مرکز مشر دوکتور صفت الله قانت د اسلامي خلافت په تاریخ او د سقوط په عواملو وینا وکړه او د ترکیې په داخل او بهر کې د استاد نجم الدین اربکان په اصلاحي هلوځلو او کوښښونو وغږید او ویې ویل:
مونږ مسلمانان د یوه ستر اسلامي امت برخه یو خو له بده مرغه چې دښمنانو د خپلو ناولو هڅو له لارې سره ټوټې ټوټې کړي یو او یو اسلامي وجود یې په ۵۷ بیلابیلو برخو باندې ویشلی دی، اما اوس د الله(ج) په فضل او مرسته امت بیرته بیدار شوی دی او د تپل شویو استبدادي حکومتونو او دیکتاتورانو نه ځان خلاصوي.
دوکتور قانت زیاته کړه: عثماني خلافت ۶۵۷ کاله حکومت کړی دی او په ډیر بد حالت کې چې مسلمانانو ته ستر ګواښونه متوجه وو مینځ ته راغلی دی، خو سره لدې چې کمزوریانې او نیمګړتیاوې یې هم لرلې، ولې ستر ستر کارونه یې هم کړي دي لکه د قسطنطنیې ( استنبول) فتحه چې سلطان محمد الفاتح د دښمن له لاسونو نه وویست او له همدغه ځایه د رومي سلطنت زوال پیل شو.
دوکتور قانت د سلطان عبد الحمید هغه تاریخي دریځ وستایه چې نوموړي د یهودانو په وړاندې نیولی وو، نوموړي زیاته کړه: کله چې یهودان سلطان ته راغلل او ورته ویې ویل چې فلسطین په مونږ خرڅ کړه ترڅو پرې خپل یهودي حکومت جوړ کړو نو هغه ورټل او ورته ویې ویل چې دغه د بې غیرتۍ کار به په خپل ژوند کې ونه کړي، یهودان یې له خپل دربار نه وشړل، مګر له بده مرغه نن سبا د اسلامي هیوادونو واکمنان بیا په ټوله معنا استعمار ته سلامي دي او د هغوی یو عادي امر ته هم تابعدار وي او له همدې ځایه د یوه خپلواکه حاکم او تپل شوي واکمن توبیر معلومیږي.
نوموړي په هغه لوریو سخته نیوکه وکړه چې له داخل نه یې پر عثماني خلافت ګوزارونه وکړل او هغه یې د کور دننه بوخت کړ، زیاته یې کړه: عثماني خلافت د حرمینو نه دفاع کړې ده، د هغه خدمت یې کړی دی، د علم او فقاهت په ډګر کې یې ستر خدمتونه کړي دي ، د امت وحدت یې ساتلی وو او د اسلامي فتوحاتو لړۍ یې تر بالکان ، بوسنیا او نورو هیوادونو غځولې ده خو له بده مرغه چې صفویانو پرې د شانه ګوزارونه وکړل او هغه یې د بهرنیو فتوحاتو په ځای د کور دننه جګړو کې بوخت او کمزوری کړ.
دکتور صفت الله قانت د عثماني خلافت د سقوط بهرنیو او کورنیو لاملونو ته په اشارې سره وویل: د دغه خلافت سقوط ګن لاملونه لري لکه د علمي حرکت په ټپه دریدل، د اصلاحي جریانونو نشتوالی، او نشنلستي حرکتونه وو، چې دغه وروستی یې نو بیخي خطرناک وو ځکه چې امت یې په قومونو، ژبو او هیوادونو سره وویشه او دغه ډیر ستر مصیبت او مرض دی.
هغه زیاته کړه: د اسلام دښمنانو د امت دننه مزدوران وروزل چې یو یې مصطفی کمال اتاترک وو چې په ۱۹۲۴ م کال یې د عثماني خلافت دنګه مناره نسکوره کړه او پرځای یې سیکولر نظام واکمن کړ، اسلامي شعایرو یې بندیز ولګاوه او ترکیه یې د بې دینۍ تیارو ته ننویستله، خو د الله(ج) په مرسته په دغه هیواد کې د شیخ بدیع الزمان نورسي او استاد پروفیسور نجم الدین اربکان په بڼه مجاهد داعیان او قیادتونه راپورته کړل چې په خپلو اوږد مهاله هڅو، مبارزو او کوښښونو سره یې ترکیه بیرته خپل اصلي مسیر ته راوګرځوله.
دکتور قانت د استاد اربکان په هڅو پوره رڼا واچوله او ځوانان یې وهڅول چې د هغه ژوند ولولي او د هغه د تګلارې په خپلولو د هغه په څیر اسلامي امت ته ویاړونه وګټي.
نومړي هیله څرګنده کړه چې انشاء الله د استاد اربکان شاګردان او ملګري به د ترکیې دننه او بهر د استاد د هڅو او کوښښونو لړۍ ته دوام ورکوي او پدې توګه به ترکیه د اسلامي امت د برم او عزت د اعادې مرکز ګرځوي.
بیا د جمعیت اصلاح د ځوانانو څانګې مسئول ډاکتر سیدخالد راشد وینا وکړه او د استاد اربکان په ژوند او کارنامو وغږید، نوموړي وویل: داسې خلک او شخصیتونه ډیر لږ بیدا کیږي چې د امت په رنځ رنځیږي او د هغه د قیادي رول نشتوالی یې نا ارامه کوي، پروفیسور اربکان دغه راز شخصیت وو، هغه پدې غمجن وو چې ولې د نړۍ قومونه سره یو کیږي خو اسلامي امت ټوټه ټوټه او ویشل شوی دی ، هغه که په انجینیري کې دکتورا لرله او پدې ډګر کې یې لاسته راوړنې لرلې خو د ترکیې د مسلمان ولس په بیدارولو او دغه هیواد بیرته اسلامي دور ته راګرځولو کې یې هم ستر منظم حرکي او اصلاحي خوځښت په لاره واچوه او بالآخره هغه ورځ راورسیده چې دده او دده د شاګردانو او ملګرو د هڅو په نتیجه کې سیکولریزم له ترکیې نه کډه وکړي.
ډاکتر راشد زیاته کړه: د استاد اربکان له ژوند مونږ ګڼ درسونه اخیستلی شو هغه ثابته کړه چې څوک په الله(ج) توکل وکړي او په هر ډول شرایطو کې مبارزې او جهاد ته کوز شي نو الله(ج) به یې خامخا مرسته او ملاتړ کوي، بل دا چې که ځوانان ژمنه وکړي نو ډیر لوی تغییر او بدلون راوستلی شي.
وروسته د استاد نجم الدین اربکان لپاره ټولیزه او اجتماعي دوعا وشوه او د غونډې برخوالو د هغه لپاره د الله(ج) نه بښنه او ستر جنت وغوښته.
غونډه چې د سهار په ۱۰ بجو پيل شوې وه تر دوه ساعته دوام وروسته د غرمې په ۱۲ بجو پای ته ورسېده.
الله(ج) دې د نوموړي اروا ښاده لري او لاره دې یې له لارویو نه ډکه وي.
4 Comments
ایمل
عثماني خلافت د حرمینو نه دفاع کړې ده، د هغه خدمت یې کړی دی، د علم او فقاهت په ډګر کې یې ستر خدمتونه کړي دي ، د امت وحدت یې ساتلی وو او د اسلامي فتوحاتو لړۍ یې تر بالکان ، بوسنیا او نورو هیوادونو غځولې ده خو له بده مرغه چې صفویانو پرې د شانه ګوزارونه وکړل او هغه یې د بهرنیو فتوحاتو په ځای د کور دننه جګړو کې بوخت او کمزوری کړ.
ضیاءالرحمن
الله تعالی دې استاد اربکان ته مغفرت او جنت فردوس نصیب کړی او الله تعالی دې دهغه شاګردانو ته توفیق ورکړی چې دهغه داصلاحې حرکت لاره تعقیب کړی.
انا لله وانا الیه راجعون
فاروق/ جلال آباد
مجتبی لشکری
از الله متعال خواهانیم که به مثل استاد اربکان یکتن از شاگردان ایشان و یا جمع از انان بتوانند که راه او را در پیش گیرند و نگذارند که این خط نا ممکل بماند.
ظریف افغان
کور مو ودان د اصلاح جمعیت!
ډېر خوشاله شوم چې د استاد د اربکان د یادغونډې انځورونو کې مې تنکي ځوانان ولیدل. له تاسې دنیا مننه چې دې ځورېدلي، کړېدلي او د اسلام په نامه په جګړو کې ځپلي ولس تنکیو ځوانانو ته مو دا رښتینې مجاهد ور وپېژاند. زه ډاډه یم چې د کابل ځوانانو ډېر پرله پسې بې دینه نظامونه تجربه کړل. که یې د اسلام په نامه کوم نظام ولید؛ لږ پاتې وو چې له اسلامه خدای مکړه زړه تورن شوي وو.
دا ډېره ښه ده چې د اصلاح جمعیت ددغه ډول غونډې نوښت کې تل مخکښه ده.
له الله نه درته لا بریاوې غواړم.
درنښت