د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز پېښور کی
د سيرت النبي صلى الله عليه وسلم شپږ ورځنۍ دوره پاى ته ورسېده
د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز پېښور کې د سيرت النبي صلى الله عليه وسلم شپږ ورځنۍ دوره چې هره ورځ يې دوه ساعته وخت نيولو پاى ته ورسېده .
د سيرت درس پياوړي سيرت پوه پوهندوى عبدالواسع صابر وړاندې کاوه او د ٨٠ نه تر ١٠٠ کسانو پورې د سيمې د ليسو، مدرسو او پوهنتونونو زده کوونکو او عامو خلکو په کې ګډون کړى و .
ديادونې وړ ده، چې دا ځل په دوره کې خويندو هم برخه اخيستې وه چې په مرکز کې ورته جلا ځاى او د صوتي سيسټم بندوبست شوى و .
همدا ډول دا ځل د سيرت دوره له دې امله ځانګړې وه چې استاد د سيرت درس په زړه پورې نقشو له مخې وړاندې کړ چې د ګډون کوونکو د زياتې توجه وړ وګرځېده .
د دورې په وروستۍ ورځ د استاد درس نه وروسته د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز رئيس قاضي محمد حسن اسلامي د دورې ګډون کوونکو ته په خپلو خبرو کې وويل: د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سيرت د يوه عادي انسان تاريخ نه دى بلکې دا زمونږ دين دى چې زده کړه يې ضرور ده او کېداى شي چې داسې استاد او داسې موقع سړي ته کمه په لاس ورشي.نو له دې اعظمې موقع به مو استفاده کړي وي، الله تعالى دې استاد ته هم اجر ورکړي.
بيا يې په مرکز کې د يکشنبې ورځې د اسلام شناسۍ درس ته ځوانان راوبلل او ويې وويل: مونږ دلته او په داخل د افغانستان کې همدغه ډول ديني برنامې لرو چې ګډون په کې ضروري دى او دا برنامې همدا ستاسو په شان د مخلصو مسلمانانو په چندو روانې دي هيله ده چې ټول په اخلاص سره چنده وکړئ، چې د همدې پروګرام لپاره ٤٠ تختې نقشې چاپ شوي چې په اينده پروګرامونو کې به هم د درس جذابيت لا زيات کړي ان شاء الله .
وروسته د غونډې د ګډونوالو په نمايندګۍ محمد عباس قايل خبرې وکړې او ويې ويل: مونږ د استاد د خواږه درس څخه ډېر متاثره شو او په ډېره ښه فصيحه لهجه، روانه او خوږه ژبه، ژور معلوماتو کې يې درس راکړ، مننه ور څخه کوو همدارنګه د مرکز د ادارې مننه کوو چې د دا ډول پروګرام زمينه يې برابره کړې، پروګرام مفيد او ګټور ؤ .
په پاى کې ګډون کوونکو د مرکز سره د دغه ډول پروګرامونو د جوړولو لپاره٦٦١٥روپۍ مرسته هم وکړه چې د مرکز د ادارې له خوا ورڅخه مننه وشوه .
او دوره په دعا سره پاى ته ورسېده .
3 Comments
Faisal
د شروع کیدو نه یی نه خبریږو او د ختمیدو څخه یی خبریږو
دا چی اوس اصلاح آنلاین هر مضمون په ایمیل استوی دا ډیر ښه اقدام دی.
ستاینه یی کوم
قدرت الله جاهد
ماشاءالله،
ډېر ښه.
شکرالله مخلص
فیصله وروره ددی دوری لپاره په همدی اصلاح انلاین کی اعلان نشر شوی وو دا چی تا نه دی لیدلی او یا پری خبر شوی نه یی دا بیله خبره ده