راپورعبدالرحيم (مياخيل)
سيميناردلغمان ولايت دجمعيت اصلا ح دتربيت دڅانګي دټاکلي پلان سره سم
دروان کال دکب دمياشتې په ٦ نيته دجمعي په مبارکه ورځ دسهارپه نهوبجودمحترم استادعبدالرحمن (ابراهمي) لخوادقرانکريم د څومبارکواياتونوپه لوستلو سره پيل شودسيمينارعمومي مسول قاضي احسان الله( دعوتيار) له تلاوت وروسته دسيمينارګدونوالوته ښه راغلاست اوبېاېې دسېمينار اجنډاد اووېله په سېمېنارکې درې درسونه شامل وو لمړې درس د ننګرهارداسلامې پوهنتون دشرعېاتود پوهنځې استاد اودجمعېت اصلاح دمرکزې شورا غړى محترم مولوې صېب شرېف رحمانې داسلامې دعوت غايه! ترعنوان لاندې وړاندې کړ.
مولوې صېب په همدې اړه هر اړخېزې اوپه زړه پوري خبري وکړي اودسيمينار ګډوال يى داسلامي خوځښت دمشرانو په څير سرښندني ته وهڅول اوويل چه هر وخت بايد داسلامي حرکت دغړوهوش په جوش باندي غالب وي ځکه همدادکاميابي رازدی.
ورپسي د(١٥) دقيقو لپاره وقفه وشوه له وقفې وروسته بيا سيمينار پيل شو دوهم درس محترم استاد محمدعثمان (اخلاص) اسلامي حرکت اوخوځښت دڅه لپاره ¬ترعنوان لاندي وړاندي کړ چه په دغه عنوان کښي لاندي برخي په بشپړ ډول وڅيړل شول
١- داسلامي نړي تصوير
٢- داسلام پرضد دجګړي تصوير
٣- داسلامي حرکت تعريف
٤- اسلامي حرکت وښتيا
٥- داسلامي حرکت يا خوځښت دکار محورونه
٦- تربيت (دټولني درهبري لپاره دافرادو تيارول )
٧ – دعوت (داسلام دتطبيق لپاره زمينه برابرو ل) .
ورپسي بيا دډوډۍ او دجمعي دلمانځه لپاره وقفه دسيميناردمسول لخوا اعلان شوه٠
دجمعي دلمانځه داداکولونه وروسته دسيميناردريم درس په هيوادکښي دقران پوهنې ددورو نوښنتګرپياوړي داعي محترم شيخ القران مولو ي عبدالصبور لخوا ددعوت دلاري مشکلاتو ترعنوان وړاندي شو شيخ القران په دغه اړه اوږدي او مفصلي خبري وکړي.
سيمينار دمازديگر په درى نيمو بجو دشيخ القران په دعايي سره پاي ته ورسيده