د انجمن فرهنګي زنان د ادارې له خوا په ٢٢دلوې١٣٨٩ کال چې د ربيع الاول د مياشتې ١١ سره سمون خوري .
د شمشتو کېمپ نصر مينه کې د اصلاح دارالايتام په انګړ کې يوه درنده غونډه جوړه شوه.
غونډه د قرآنکريم په تلاوت د يوې خور لخوا پيل شوه، ورپسې نورو خويندو د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند په مختلفو اړخونو لکه د پيغمبر اخلاق، محمد صلی الله عليه وسلم د يوه مهربانه پلار او مدبر خاوند په حيث، محمد صلی الله عليه وسلم د ځيرک سياستوال، عادل قايد او د دلسوزه مربي او معلم په حيث خبرې وکړې.
همدارنګه د سيرت په اړه مسابقه او ورکشاپ تر سره شو چې د کېمپ د ١٢٠ تنو ګډون کوونکو خويندو له خوا ډېر دلچسپ، په زړه پورې، ګټور او ذهن روښانوونکي، ايمان تازه کوونکى او ويښوونکى ارزيابي شو، او د انجمن له ادارې نه يې د داسې ګټور ادبي او ايماني پروګرامونو د زياتوالي غوښتنه وکوله او خپله هر ډول همکاري يې د دې انجمن د ترقۍ په خاطر اعلان کړه .
د پروګرام او سيرت خلاصه د انجمن مسئولې استاذ عاليې تقديم کړه .
One Comment
Kamran
یعنی شمشتوال هم …….