جلال آباد:
اصلاح داراترجمه د جمعیت اصلاح د نشراتو او فرهنګي څانګه کې یوه ځانګړې اداره ده چې د دوه کلونو راهیسې فعالیت لري او تراوسه یې ۶۷ دیني، روزنیز او علمي کتابونه د هیواد په دواړو رسمي ژبو( پښتو او دري) ژباړلي او ټولنې ته وړاندې کړي دي، ترڅنګ یې ۴۰ نور کتابونه تر ژباړې لاندې لري او په راتلونکي کې هوډ لري چې دغه لړۍ سلګونو ته ورسوي.
د اصلاح دارالترجمې د فعالیتونو او پلانونو د ارزولو په موخه د دلوې په ۱۴مه نیټه د پنج شنبې په ورځ جلال اباد ښار کې د جمعیت اصلاح په سیمییز دفتر کې یوه غونډه جوړه شوه چې نزدې څلویښت تنه لیکوالانو او ژباړونکو پکې برخه اخیستې وه.
غونډه د سهار په ۱۰ بجو د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره پیل شوه، د غونډې ویاند قاري شکرالله مخلص وو.
په پیل کې د غونډې مشر او د اصلاح دارالترجمې د دري څانګې مسئول قاضي عبد البصیر مومن حکیمي وینا وکړه، د غونډې ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه او د هیواد په روان حالت او وضعیت کې یې د قلمي او فرهنګي جهاد په ارزښت ډیر ټینګار وکړ او په برخوالو یې غږ وکړ چې د قلمونو په خوځولو سره او د تالیف او ترجمې له لارې د هیواد راتلونکو نسلونو ته د خپل دین ، عقیدې، فکر، تاریخ، کلتور او ارزښتونو په اړه یو غني او پراخه کتابتون چمتو کړي.
ورپسې د جمعیت اصلاح د نشراتو او فرهنګي څانګې مسئول او جید عالم مولوي محمد نعیم جلیلي وینا وکړه او د کتاب په اړوند یې جالب او په زړه پورې مطالب وړاندې کړل، نوموړی د غونډې په موخو او اهدافو وغږید او د اصلاح دارالترجمې د کار په ستایلو یې د تالیف او ترجمې حرکت او بهیر په توندولو او پراخولو ټینګار وکړ.
د غونډې په بهیر کې د جمعیت اصلاح رئیس استاد محمد عاطف وینا وکړه او د اصلاح دارالترجمې له ادارې او مسئولینو نه یې مننه وکړه چې په ډیر کم وخت او کمو وسایلو یې دومره پراخه او د قدر وړ کارونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: د هیواد هرې سیمې او برخې ته چې سفر کوم او له خلکو سره وینم نو د اصلاح دارالترجمې کارونه ستایي، او د بې باورۍ په دغه فضا کې چې هیواد یې لاندې کړی، د اصلاح په ټایټل چاپ او خپاره شوي کتابونه اخلي، اعتماد او باور پرې کوي او په ډاډه زړه یې لولي.
استاد ډاډ ورکړ چې انشاء الله د اصلاح دارالترجمې د تقویې او پراختیا لپاره به جمعیت اصلاح پوره او هراړخیزې هڅې کوي.
بیا د سلام پوهنتون استاد او پیاوړي لیکوال او څیړونکي دوکتور فضل الهادي وزین د ترجمې د اصولو او قواعدو په اړه هراړخیزه او ګټوره وینا وکړه او د ژباړې بیلابیل ډولونه یې روښانه کړل.
نوموړي هم په خپل وار د اصلاح دار الترجمې هڅې وستایلې او د هغو د پراخولو او تقویې غوښتنه یې وکړه.
بیا د اصلاح دارالترجمې د کتابونو نندارتون څخه لیدنه وشوه.
وروسته د دارالترجمې د پښتو څانګې مسئول او پیاوړي لیکوال او ژباړن استاد عبدالواسع صابر د دارالترجمې د کار د بیلابیلو پړاوونو ، موجوده حالت او راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړه او دا عزم یې څرګند کړ چې که د الله(ج) فضل او توفیق او د خپلو لیکوالو او ژباړنو وروڼو مرسته ورسره وي په راتلونکوڅو کلونو کې به په سلګونو عنوانه بیلابیل کتابونه د هیواد رسمي ژبو ته را واړوي او پدې توګه به په هیواد کې د مطالعې ډګر او زمینه پراخه او پیاوړې کړی.
وروسته د غونډې برخوالو د اصلاح دارالترجمې د کار د ښه کولو لپاره ګټور وړاندیزونه او ښې مشورې ورکړې او هریوه په خپل وار د ژباړې ، تصحیح او مالي مرستې په اړه وعده او ژمنه وکړه.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو د دوعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.