راپور: ډاکټرعزت الله حامد او قاضی شیر شاه ثابت
د قرآن پوهنې دغه شپږ ورځنۍ دوره چې د دريم ځل لپاره د کامې ولسوالۍ د سنګرسراى په جامع مسجد کې جوړه شوې وه دتېرو کلونو په څېر شانداره او کاميابه وه،دوره چې د ١٣٨٩ هـ ل د دلوې له دوهم څخه تر اوم تاريخ پورې يې دوام لرلو هر سهار به يې درس له نهو څخه تر لس نيمو بجو پورې دوام لاره.
د درس استاذ سږ کال هم د قرآن پوهنې د لړۍ بنسټ اېښودونکى شيخ القرآن محترم مولوي صاحب عبد الصبور وو، محترم مولوي صاحب عبد الصبور چې په فصاحت او بلاغت کې بې ساري دى، خلک يې راتګ ته له تېره کاله سترګې په لاره وو، دوره چې نږدې له دوه هفتو راهيسې ورته سلا مشورې او تبليغاتي کمپاين په لاره اچول شوى وو.
سږ کال يې هم غږ نژدې د کامې ولسوالۍ هر او سېدونکي او هر کور ته رسېدلى او له هر کوره او له هرې قريې پکې خلکو ګډون کړى وو، په دوره کې بله د پام وړ خبره دا وه چې د خويندو ونډه پکې د نارينه ؤ څخه که زياته نه وه نو کمه هم نه وه، دوره چې د جمعيت ا صلاح د کامې څانګې له خواپه لاره اچول شوې وه د ولس له پراخ ملاتړ او مرستې څخه برخمنه وه.
د دورې هر ګډونوال د سبا ورځې لپاره بلونکى او داعي وو، او هڅه يې کوله چې له محترم مولوي صاحب سره ديوه بل کس د را وستلو وعده پرځاى کړي، او همدا وجه وه چې د دورې دهرې ورځې ګډونوال به د تېرې ورځې نژدې دوچنده وو،دوره چې د قرآنکريم د مبارکو آيتونو په لوستلو به پيل کېد ه له پيل وروسته يې د حديثو لنډ درس د سيد سرور قادري د عالي ليسې د استاذ او د اسلامي علومو ماستر محترم سيد زبير پاچا صاحب لخواپه مخ وړل کېده په ځانګړې ډول د خلکو دتوجه وړ ګرځېده، محترم پاچا صاحب به د اړوندې موضوع حديث شريف ژباړه او شرحه په ډېره واضحه او روښانه توګه خلکو ته بيانوله، د سنګرسراى جامع مسجد چې په دوه پوړو کې ودان شوى، داسې ښکارېده لکه له لمړيه سره چې د همداسې لويو ديني پروګرامونو لپاره تعمير شوى وي، هره ورځ به په کې نژدې ٣٠٠٠ نارينه او ٣٠٠٠ خويندو په ډېره مينه او خلوص د الهي پيغام اوريدو ته غوږ وو.
د قران پوهنې دغه دوره له دومره پراخ ولسي ګډون او داد څخه برخمنه وه چې ډېرى کليوالو به د دوهم کوچني اختر په نامه ياداوله، هغوى به چې د درس له اوريدلو او ديني تندې د ماتولو سربېره به يې د ټولې ولسوالۍ او آن د ليرې ځايونو خپل خپلوان پکې لېدل نو په دوعا کې به يې د دورې جوړونکو ته يو ځل بيا خصوصي دوعا کوله. هغوى چې له ليرې يې سيمې يې خپل خپلوان را غوښتې او نژدې يوه هفته يې ميلمانه کړې وو، ويل چې له تېر کال راهيسې مو دغه کوم خلک به چې د دورې په دوهمه يا درېيمه ورځ په دوره کې شريک شول، نو په خپله غير حاضرۍ به خفه وو، او زياتره به يې د دورې انتظاميه پړه بلله چې ولې يې له وړاندې په دې اړه تبليغات او کمپاين په کار نه دى اچولى، تر څو خلک خپل سفرونه او کارونه ورته يوې خواته او ځان په پوره توګه د دورې درس او رېدو ته فارغ کړي.خپلوان دې درس ته منتظر کړې وو او چې دوره شروع شوه نو دهغوى خبرول او راغوښتل ځمونږ يواځينۍ ذمه واري پاتې شوه. د قربانۍ او سرښندنې هم يو خاص منظر وو، زياتره ټکسي وانانو او موټر چلونکو به چې د دورې نوم اوريده نو له سورليو څخه به يې پيسې هم نه اخستې او ويل به يې چې که مونږ په خپله نه شو تللاى نو دا خو کولاى شو چې تاسې د دورې تر ځايه ورسوو. کوم خلک به چې د دورې په دوهمه يا دوهمه ورځ په دوره کې شريک شول، نو په خپله غير حاضرۍ به خفه وو، او زياتره به يې د دورې انتظاميه پړه بلله چې ولې يې له وړاندې په دې اړه تبليغات او کمپاين په کار نه دى اچولى، تر څو خلک خپل سفرونه او کارونه ورته يوې خواته او ځان په پوره توګه د دورې درس او رېدو ته فارغ کړي.
د لمړۍ ورځې درس:
په دغه ورځ محترم مولوي صاحب عبد الصبور په اعمالو او كارونو كي داخلاص او للهيت په موضوع باندې رڼا واچوله ويې ويلې چې هر عمل چې اخلاص په کې نه وي كه هغه هر څومره زيات وي او هر څومره تكليف پري وگالل شي د ميزان به تله كي هيڅ اهميت او ارزښت نه لري هغه وويل زمونز د اعمالو يوازيني موخه بايد د الله ج د رضا حاصلول وي نور هدفونه هيڅ گټه او فايده نه لري.
د دوهمې ورځې درس:
په دوهمه ورځ محترم مولوي صاحب د ژبې زيانونه (افات اللسان) بيان كرل ويي ويل: ژبه كه څه هم د انسان به بدن كي لوي نه لوي نعمت دي او بې ژبې انسان په خپل ژوند كې له رنگارنگ ستونزو او مشكلاتو سره لاس او ګريوان وي خو كه همدغه ژبه غلطه او بي كنتروله استعمال شي د انسان د تباهۍ او بربادۍ لامل ګرځي.
هغه دروغ، چغلي بهتان او زياتي او بې مانا خبرې د ژبې له سترو افتونو او زيانونو خخه وبللې او زياته يې کړه: كه انسان دغو خبرو ته متوجه نشي او بې اختياره يې په خوله څه راځي همغه كوي نو همدغه انسان تر ټولو زيان كاره او تاواني انسان دي. هغه وويل چې مونږ ته په كار دي چې خبله ژبه په واك كې وساتو او خپل ځان تاواني نه كړو.
یو مسلمان تر هغه پورې صحیح مسلمان نشي جوړېدی تر څو پوری بل مسلمان ورور ونه ګڼي ، نبی کریم (ص) فرمایی ولا تومنو حتی تحابو. اوهمدارنګه دسلام په باره کې درسول الله احادیث او دسلام حکمتونه یې بیان کړل او ویې ویل چې په سلا م مخکی والی وکړﺉ ځکه د ا د رسول الله ص عادت وو. دسلام په وجه به ستاسو په منځ کې ورورګلوي پیداشي ، په دې سره دمسلمان زړه نه کبر لیرې کیږي ځکه چې سلام دامن پیغام دی، سلامتی ده او دمسلمان ورور دپاره دعا ده . همدارنګه درسول ص حدیث دی چې یو مومن دبل مومن دپاره داسې دی لکه دیوال، که ددیوال يوه خښته ولویږی نو ټول دیوال ورانیږی . همدارنګه دعلماوء سره مینه داولیاوسره مینه دنیکانو مشرانو سره مینه دایمان نښه ده . لکه چی دالله تعالی فرمایی .ولا تجعل فی قلوبنا غلا للذین امنو ان ربک روءف رحیم .
مسلمان ته پکار دی چی دځان نه مخکي کوم مشران مسلمانان تیر شویدی نو دهغوی باید احترام وشی البته هغه چی داسلام دپاره هلی ځلی کړیدی لکه صحابه –امامان –تابعین –تبعه تابعین –او نور زمونږ ځینی افعان مشران لکه سلطان محمود غزنوی ، احمد شاه بابا نجم الدین اخند زاده دوی ته باید دعا وشی په دوی باید افتخار وکړو همدارنګه مولوی صاحب دبی ا تفاقی په باره کی وویل چی مسلمان باید اختلاف څخه ځان وساتی ځکه داختلاف له وجی مسلمان نشی کولی چه په نړۍ حکومت وکړی حدیث شریف دی چی مسلمان باید دظالم اومظلوم مرسته وکړی یعنی دظالم لاس دظلم څخه ونیول شی او مظلوم دظلم څخه وساتل شی کوم شیان چی دمسلمانانو ترمنځ دوستی خرابوی نو دهغی څخه باید ځان وساتل شی لکه حسد کینه غیبت اوچغلی یو دبل سره تعلقات مه قطع کوی او شیء یو دبل سره ورو نه ورو نه. یو په بل باندی بد ګمان مه کوی مومنانو باندی دخیر ګمان کوی.
همدارنګه مولوی صاحب دچغل خوری په باره کی وو یل چی رسول ص په دوه قبرونو باندی تیر شو او وویل په دی دواړو عذاب دی په دوی کی یو کس چغل خور او بل د بولو دڅاڅکو څخه ځان نه ساته ددی حدیث څخه دا معلومیږ ی چه مسلمان باید دپاکوالی خیال وساتی مسلمان باید غافله نه وی او احساس ولری مسلمان باید پاک وی دبیداروالی احساس ولری همدارنګه مولوی صاحب دژبی دحفاظت په باره وویل چی دعبدالله ابن مسعود (رضی )څخه روایت دی چی کوم عمل غوره دی رسول الله وفرمایل په خپل وخت لمونځ او خلك باید ستا د ژبی دضرر څخه په امن کی پاتی شی. یعنی مسلمان دبل مسلمان غیبت ونه کړی دهغی پسی بدی خبری ونه وایی دهغه چا لپاره خوشحالی ده چی دهغه ژبه دهغه په واک کی وی او په خپلو ګناهونو وژاړی.
حلال او حرام به اسلام كي:
د دريمي ورحي درس د محترم قاری صاحب محمد فقیر به تلاوت سره بيل شو وربسي محترم مولو ي سيد زبير باچا صاحب درس حديث وراندي كر. بيا مولوي صاحب عبد الصبور خبله عالمانه وينا دحلال او حرام به اسلام كي له عنوان لاندي شروع كره ويي ويل:
به اسلام كي حلال او حرام معلوم دي او هيخوك يي به يو بل به هيخ وخت كي نشي بدلولاي كه خوك دغه هخه وكري كافر او بي دين بلل كيزي . جادو، سحر پیژندنه او حقیقت یی، نجوم دستورو پیژندنه،پیدایښت او حکمتونه یی دقران او حدیث په رڼا کی روشانه كرل ، همدارنګه یی دسحر تاریخچه ، دسحر حرام والی دسحر او کوډو تاثیر چی نفس او روح متاثر کوی، د هغوي حراموالي يي به قراني دلايلو سره بيان كر. دهغه دمونو کول چی شرکی کلمات پکی نه وی روا دی او نور منترونه او دمونه چی دقران او حدیث نه ثابت نه وی ناروا دی تعویذونه که شرعی اصولو مطابق وی روا دی او نور ناروادی.
د څلورمې ورځې درس:
د دغي ورخي درس چي د محترم مولوي صاحب محمد فقیر لخوا دقران عظيم الشان به مباركو اياتو بيل كر وربسي محترم سيد زبير باچا صاحب خبل درس حديث به دير عالمانه انداز كي وراندي كر وربسي محترم مولوي صاحب عبد الصبور خبل درس د عدال او انصاف تر عنوان لاندي به دير تفصيلي او عام فهمه شكل وراندي كر. هغه به تولو امورو كي به خاصه توگه دمسلمانانو ترمنخ به تعامل كي او د بل مسلمان به هكله دنظر شكاره كولو كي هم به عدالت او انصاف تينگار وكر او ويي ويل:
الله (ج) پخپله په قران کریم کی فرمایی چی زه عادل یم او همدانګه یی په ټولو شیانو کی عدل فرض کړی دی عدل داسی لویه فریضه ده چی انسان به دځان او نفس سره هم ظلم نه کوی که هغه په عباداتو کی وی او که معاملاتو کی وي. یو څو کسانو درسول ص د عباداتو په اړه پوښتنه وکړه نو یو کس وویل: زه به ټول عمر روژه نیسم بل وویل زه به نکاح نه کوم بل کس وویل زه به خوب نه کوم نو کله چی رسول صلي الله عليه وسلم خبر شوه نو په جومات کی يي وفرمایل: چی زه خوب هم کوم روژه هم نیسم او نکاح هم کوم نو په تاسی باندی د خبل نفس حق شته، دښځی حق شته او دالله ج هم درباندي حق شته. الله ج په خپل ځان عدل فرض کړی دی (ان الله لایظلم مثقال ذرة في لارض ولافي السما .
همدارنګه څنګه چی الله په خپل ځان عدل فرض کړی دی نو مونږ ته هم په عدل حکم کوی چی په خپلو کارنو کی عدل وكرو. همدارنګه دعدل تر څنګ مسلمان باید دمسلمانانو سره احسان اونیکی هم وکړی ان الله یامر بالعدل والاحسان. یواځنی قانون داسلام دی چی خلکو ته امر کوی چی دعدل څخه لوړی مرتبی ته خلک رسوی چی هغه احسان دی مسلمان قوم باید په نړۍ دعدل نمونه اوسی عدل الله ضروری ګڼلی چی که چیری به خبل حان ګواهی هم باید وویل
شی همدارنګه که د مور او پلار په خلاف د خبلوانوپه خلاف د مالدار سړی د غریب سړی به خلاف هم وی نو باید به ګواهی کی د عدل څخه کار واخستل شی، د کامی خلکو ډیرو ځوانانود باڅیدو به ځواب کی د ا لله جل جلاله سره عهد وکړ چی د رواغو ګواهی به نه ورکوی او همیشه به عدل کوی که دخپل پلار ځوی او ورور یی هم وی د هغوی په خلاف به هم د عدل څخه کار اخلی، به ټولنه کی باید عدل وشی، د همدی مقصد لپاره د جمعیت ا صلاح هم ر واتلی ده چی به خلکوباندی دین به عمل کی کړی، دخبلو ښځو تر منځ به هم عدل او انصاف کوي که دوه ښځی وی دواړو سره به هم عدل ا و انصاف کوی.
او لاد روزنه به اسلام كي :
دمحترم مولوي لخوا د بنخمي ورخي درس چي د اولاد روزني ته خانگري شوي وو به دير فصيح او عام فهمه انداز كي وراندي شو ويي ويل:اولاد د الله ج نعمت دي او مونز او تاسي لباره جاري صدقه نو مونز ته به كار دي چي خبل او لادونه صحيح او به اسلامي اخلاقو باندي وروزو او اسلامي ادارو ته يي ور معرفي كرو. جمعيت اصلاح دهمدي هدف لباره جوره شوي ده او دمسلمانانو خوانانو او انجونو لباره د زده كري او تعليم ديني او اسلامي ماحول برابرول خبله وظيفه گني.
وروستۍ ورځ:
په وروستۍ ورځ چې خلک نسبتاَ په وخت د درس اورېدلو ته راغلې وو، محترم مولوي صاحب عبد الصبور دالهي حاکميت په مفهوم رڼا واچوله، او ويې ويل چې مونږ بايد هر څه د سپېڅلي شريعت په تله وتلو، او په هيڅ يوه مسئله که هغه وړه وي او که غټه بايد د دالهي معيارونو څخه بغير يې په بل شي ونه ارزوو، الهي شريعت چې په کومه خبره کې فيصله کړې وي هغه ځمونږ وروستۍ فيصله ده، هيڅ قسمه قانون که د هر چا لخوا او په هر ځاى او وخت کې جوړ شوى وي مونږ ته د منلو وړ نه دى او مردود يې شميرو، ځمونږ په خپل ځان کې، په خپله کورنۍ کې، په ټولنه کې، په محاکمو کې او نورو د زندګۍ اړونده چارو کې مو بايد قرآن حاکم وي او الهي پيغام، فيصله او خبره وروستۍ خبره و فيصله وي او دالهي قانون او فيصلې په څنګ کې د بل هيچا خبره د منلو وړنه ده.
ملت کار ته اړتيا لري:
د محترم مولوي صاحب عبد الصبور له درس څخه وروسته د جمعيت اصلاح د ننګرهار څانګې مسئول محترم عبد الرحيم صراف صاحب عالمانه او څيړنيزه وينا واوروله، دملت په بيدارۍ يې زور راوړ او د ملت بيداري يې د هر راز چيلنجونو په ضد کافي وګڼله ويي ويل: استعمار اصلاَ يوه ناسمه کارېدونکې کلمه ده، په اصل کې استعمار نه بايد استدمار کلمه وکارول شي، ځکه په دې حالت کې يو ملت خپل هر څه، ديني، ملي او قومي ارزښتونه له لاسه ورکوي، ملت په ناچيزه شيانو مصروف ساتل کېږي، د ازادۍ او خپلواکۍ روح وژل کېږي او د هغې ځاى تفرقه، اختلافونو او ژبني او سمتي بې ځايه تعصبونه نيسې، چې نن هم استعمار ( په اصل کې استدمار ) همد غه کار کوي، او ملت او قوم، عالمان او پوهان مو سره په ډلو او ټپلو وېشي چې په دې سره يې په ملت کې ارزښت او اعتبار کموي.
دجمعيت اصلاح شعار او کار به تل ثابت وي:
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د جمعيت اصلاح اروند دکامې اسلامي دارالعلوم دتمويل او ارتباط مسئول ډاکټر عزت الله حامد خپله لنډه وينا واوروله ويې ويل: په کامې ولسوالۍ کې دا دريم او په افغانستان کې دا نژدې او م کال دى چې جمعيت اصلاح خپل شعار باندې ثابته پاتې ده او هيڅ قسمه تغير يې په تګلوري کې نه دى راغلى، کومه خبره چې درې کاله مخکې وه نن هم هماغه ده، کلونه د جمعيت اصلاح کار ګټور او پر ځاى برېښي نو يواځي په تائيد او يا مخالفت نه کولو دې بسنه نه کوي، بلکه له داسې جماعت سره په خلاص مټ ملاتړ او همکاري په کارده، په پروګرامونو کې يې شريکېدل په کار دي، مالي همکاري ورسره په کار ده او نورې څومره اړتياوې يې چې دي، بايد ورته پوره کړل شي تر څو دغه ديني ټولګى په ښه توګه او خلاص مټ د د ين خدمت وکړي او او دين او ولس ته لا زيات کار وکړيوروسته به هم همدا وي او انشاء الله که د ولس په همدې کچه ملاتړ او همکاري موجوده وي نو جمعيت اصلاح به نوره هم په ښه توګه پر مخ ولاړه شي او د خپل ولس خدمت به نوره هم په ښه توګه سر ته ورسوي، هغه وويل: د يو جماعت او ټولګي د ارزولو لپاره درې کاله کافي وخت دى چې فکر پرې وشي او کارونه يې ارزيابي شي، که چېرته زمونږ دروند ولس ته چې له لمړۍ ورځې راهيسې د جمعيت اصلاح د کارونو او ا هدا فو سره ا شنا دي د جمعيت اصلاح کار ګټور او پر ځاى برېښي نو يواځي په تائيد او يا مخالفت نه کولو دې بسنه نه کوي، بلکه له داسې جماعت سره په خلاص مټ ملاتړ او همکاري په کارده، په پروګرامونو کې يې شريکېدل په کار دي، مالي همکاري ورسره په کار ده او نورې څومره اړتياوې يې چې دي، بايد ورته پوره کړل شي تر څو دغه ديني ټولګى په ښه توګه او خلاص مټ د د ين خدمت وکړي او او دين او ولس ته لا زيات کار وکړي، هغه وويل: د جمعيت اصلاح کار يواځې په دقران پوهنې په دورو کې نه خلاصه کېږي، بلکه د حديث پوهنې دورې، د سېرت پېژندنې دورې، هفته وار منظم درسونه، ديني او تعليمي ادارې دجمعيت اصلاح د کار ساحې دي، هغه وويل چې مونږ د خپلو ځوانانو او پېغلو د روزنې لپاره د روزنې دوامدار ه مرکزونه جوړ کړي او نور به هم جوړوو، هغه دبېلګې په توګه د کامې اسلامي دار العلوم څخه چې د کامې ولسوالۍ د شيلام ريتي په کلي کې موقعيت لري يادونه وکړه ويې ويل: دغسې او دې ته ورته مراکز به په دايمي توکه د ولس بچيانو ته خدمت کوي، او ولس ته هم په کار دي چې په تمويل او مرسته ورکولو سره يې ننګه وکړي.هغه همدارنگه د دوري له دايرونكو ورونو به خاصه توگه د دوري له محترم مسول محترم مولوي محمد داود خخه دهغه د زياتو كو ششونو له امله زياته مننه وكره.
محترم مولوي صاحب دجمعيت اصلاح ستورى:
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د کامې ولسوالۍ د علماء کرامو په نماينده ګۍ محترم مولوي غلام حضرت حقاني خپله لنډه خو له سوز او جذبې ډکه وينا واوروله ويې ويل: د جمعيت اصلاح د هر غړي وينا او خبرې په خپل ځاى د منلو او اورېدلو وړ دي، خو دمحترم مولوي صاحب عبد الصبور ( دامت برکاتهم ) خبرې او وينا خپل خاص خوند او رنګ لري، خاص مقام لري، خاص طرز لري، او بالاخره بايد ووايم چې خپل خاص تاثير او اغيز لري. هغه د دورې له جوړونکې او انتظامي ورونو څخه هم مننه وکړه او ويې ستايل چې په داسې مهم او مصروف وخت کې خپل وخت دغسې کار ته ورکوي او د خپل ولس ديني تنده ماتوي.
ديادوني ورده چي دوري به جريان او اخر كي گدونوالو خبلي مرستي او چندي به كيشول شويو بكسونو كي وا چولي چي نژدي د دوري تول مصارف تري بوره شول.
پروګرام د شيخ القرآن محترم مولوي عبدالصبور په او ږده او جامعه له سوزه ډکه دعاء سره چې د زياترو ګدونوالو لخوا د اوښکو په تويولو بدرګه کېده په يو خاص روحاني چاپيريال او شېبو کې پاى ته ورسېده.
5 Comments
خپلواک
جزاک الله خيرا،
له راپور نه مو ډېره مننه. الله سبحانه وتعالی دې موږ ټولو ته د نيکۍ په کارونو کې د مرستې توفيق راکړي. آمين.
داکتر عمر
د جمعيت اصلاح کار ګټور او پر ځاى برېښي نو يواځي په تائيد او يا مخالفت نه کولو دې بسنه نه کوي، بلکه له داسې جماعت سره په خلاص مټ ملاتړ او همکاري په کارده، په پروګرامونو کې يې شريکېدل په کار دي، مالي همکاري ورسره په کار ده او نورې څومره اړتياوې يې چې دي، بايد ورته پوره کړل شي تر څو دغه ديني ټولګى په ښه توګه او خلاص مټ د د ين خدمت وکړي او او دين او ولس ته لا زيات کار وکړي.
عبدالفتاح جواد
ماشاء الله
الله جل جلاله مو په هڅو كى بركت واچوه
روح الله ساحل
ماشاء الله
الله دې ټولو هغو ځوانانو ته اجر ورکړي چې د دې دورې په جوړولو او کامیابولو کې یې زیار ایستلی.
مولانا صاحب، صراف صاحب او ټولو نورو استادانو او وروڼو ته د ښه ژوند غوښتونکی یم، الله یې دې ښه وساتي.
داکتر حکیم الله صالح
ماشاالله
مبارک موشه الله مو په هڅو کی بریالی لره