راپور: روح الله ساحل
د روان کال د جدی د میاشتې د ۲۹مې څخه د دلو د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د جمعیت اصلاح د مرکزي زون اړوندو سیمیزو څانګو اداري غړو رحله وکړه.
رحله د چهارشنبې په ورځ د جمعیت اصلاح د تربیت او مهارتونو د ودې د څانګې مسؤل استاد محمد یونس ابراهیمي له خوا په ننګرهار کې د امام ابویوسف د تعلیمي مرکز په تالار کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ویلو سره پیل شوه.
په لومړیو کې د شا او خوا ۲۵ مخونو په اندازه لیکلي مواد د رحلې په ګډونوالو وویشل شول تر څو ګډونوال د دریمې او وروستۍ ورځې د فرهنګي مسابقې لپاره آمادګي ونیسي.
د لومړۍ ورځې د ماښام څخه وروسته د جمعیت اصلاح د نشراتو مسئوول مولوي محمد نعیم جلیلي د اسلامي حرکت په اړه په خپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي حرکت منسوبین هغه کسان دي چې درد لري، احساس لري، د خپل ژوند هدف یې پیژندلی وي، په خپلو ټولو کارونو کې منظم وي، په ټولنه کې له نورو نه متمایز او پوره متحرک دي.
مولوي صاحب د افغانستان او د اسلامي امت په روان حالت او د هغه د سمون لپاره د کار په ارزښت مفصلې خبرې وکړې.
په اسلامي ژوند او عمل کې د ایثار ارزښت هغه موضوع وه چې د سلام پوهنتون استاد فضل الله قانت پرې د دوهمې ورځې د سهار د لمانځه وروسته درس درلود؛ استاد وویل چې زمونږ دنده ددین اقامه ده او دا په خبرو نه کیږي بلکې دا له مونږ څخه هر اړخیزه قرباني غواړي او د قربانۍ لپاره مهمه داده چې د الله (ج) او د دین سره مینې ته د ځان، مال او اهل په سره په محبت لومړیتوب ورکړل شي.
استاد د تبوک په غزا کې د حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمرفاروق او حضرت عثمان رضی الله عنهم قربانۍ ته اشاره وکړه چې د اسلامي لښکر په مجهز کولو کې له یو او بل سره سیالي کوي په داسې ډول چې عمر رضی الله عنه خپل نیم مال، عثمان رضی الله عنه د نیم لښکر د تجهیز لپاره اړین مال او ابوبکررضی الله عنه د کور ټول شته قربانوي.
د سلام پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور محمد اسماعیل لبیب بلخي د درس زیاته برخه د سمع او طاعت په اړتیا او اهمیت څرخیدله؛ هغه د اجتماعي ژوند لپاره سمع او طاعت د ستون فقرات په شان وبلله او ویې ویل چې په کوم ځای کې مشر، قاعده او نظم معلوم وي هماغه ټولی ژر خپلو موخو ته رسیدای شي.
د منطقوي ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر دوکتور صفت الله قانت د دعوت د لارې د آفاتو درس په دې خبره پیل کړ چې زمونږ تربیت کې بل څه نشته بلکې زمونږ تربیتي نظام ټول د ایمان د تجدید په موخه دی.
قانت صاحب وروسته د دعوت په لاره کې د مادیاتو، مصروفیاتو او ریا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې هر یو آفت دی او په خپل نوبت سره د دین د کار مخنیوی کوي او هر مسلمان باید په دې شیانو کې د سریښیدلو څخه ځان وساتي.
په رحله کې د ایمان د تجدید او روحي تربیې لپاره هره شپه په جمعي ډول قیام اللیل هم وو چې ګډونوالو د الله دربار ته په زاریو او د اوښکو په تویولو سره لمانځه.
په اسلامي کار کې د روحي اړخ ارزښت هغه موضوع وه چې د هیواد پیاوړي عالم او د الفلاح د نجونو مدرسې مهتمم شیخ القرآن مولانا عبدالصبور یې په اړه خبرې وکړې؛ هغه وویل چې یو مسلمان په رنجو، ږیره تورولو او پګړۍ په سرولو نه روحاني کیږي بلکه ریښتینی روحاني مسلمان هغه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت موخه یې پیژندلې وي او عملا د هغه د پیژندنې د غوښتنو لپاره کار وکړي.
مولانا صاحب وویل چې همدا اوس ټوله نړۍ د غیر اسلامي نظامونو د استبداد څخه ستړې ده او ټوله نړۍ د اسلام د حاکمیت لپاره چمتو ده خو مسلمانان یې نه غواړي او د دې پر ځای چې لاړ شي په دفترونو کې د اسلامي سیاست، اسلامي اقتصاد او نورو برخو لپاره کار وکړي، برعکس روحانیت په خانقاوو او غارونو کې پلټي؛ مولانا صاحب په جالبو الفاظو کې وویل چې لاړ شئ د اسلام لپاره ټکر وکړئ، د اسلام لپاره ګوزار وخورئ او د اسلام لپاره ګوزار وکړئ او ستاسو بې پروایي او ډار به تاسو د شهادت له هغه لوړې مرتبې څخه محروم کړي.
د پروګرام په دوهمه ورځ ګډونوالو د دوو ساعتونو په اندازه اوږده تفریح واخیسته چې هر چا په فردي ډول وکړه.
د دوهمې ورځې وروستی درس د فردي دعوت په اړه وو چې د جمعیت اصلاح شرقي زون مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد دوکتور نجیب الله صالح د رحلې له ګډونوالو سره شریک کړ.
استاد وویل چې مؤمن هماغه څوک دي چې ټول هم او غم یې د اسلام وي، په هر ځای کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر فریضه ورته یاده وي او نورو ته د نیکو خبرو د رسولو او اصلاح لپاره فرصتونو ته ځیر وي.
استاد وروسته زیاته کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل دعوت له فردي دعوت څخه پیل کړ او په هماغه فردي دعوت کې یې داسې کسان راپیدا کړل چې بیا د اسلامي مبارزې د آسمان بې جوړې ځلاند ستوري ول.
صالح صاحب د فردي دعوت د کامیابۍ لپاره د اخلاص، د الله په کمک کلک ایمان، شرعي پوهه او د منظم پلان درلودل اړین وبلل.
د اصلاح غږ رادیو مسؤل استاد عبد الظاهر حمیدي د ابوذر غفاري(رض) د ژوند داستان واورولو او د حق په لاره یې د هغه د استقامت یادونه وکړه، دا یې هم وویل چې خپل مال، خپله قبیله او بل هر څه یې پریښودل او د اسلام د دین لمنې ته یې راودانګل او په پوره ډاډ سره یې اسلام ومانه.
د رحلې په دریمه ورځ د پروګرام ګډونوال د فرهنګي مسابقې لپاره په ګروپونو وویشل شول. مسابقه وشوه ټولو ګروپونو ته ډالۍ او جایزې ورکړل شوې چې د لومړیو دریو ګروپونو پرته د نورو وروسته پاتې ګروپونو څخه د جوایزو د قیمت په اندازه پیسې هم واخیستل شوې.
د رحلې په وروستۍ برخه کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شوری رییس استاد نصیر احمد نویدي وینا وکړه، پروګرام یې وستایلو او د جمعیت اصلاح غړي یې د افغانستان د دې وران حالت د جوړښت لپاره خوځښت ته وهڅول.
په رحله کې د پنجشیر او وردګو څخه راغلي ګډونوال ډیر خوښ ښکاریدل او ویل یې چې داسې پروګرامونه د ایمان د تجدید او د امت د حالت د بدلون لپاره خپل مسؤلیت رایادوي او په خپله ژمنه کې مو لا پخوي.
ذبیح الله حلیم چې په کابل کې د جمعیت اصلاح د پولیتخنیک د پوهنتون د ساحوي دفتر غړی دی وایي چې دا پروګرام یو د هغو ډیرو ښو پروګرامونو څخه وو چې دجمعیت اصلاح له خوا وخت په وخت د خپلو غړو د ایمان د تجدید، د اجتماعي ژوند د زده کړې او د سالم سیاحت لپاره په لاره اچول کیږي.
پروګرام د جمعې ورځ غرمه مهال د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځۍ استاد دوکتور عبد الباري حمیدي په دعائیه سره پای ته ورسید.
5 Comments
نوروزی
یو مسلمان په رنجو، ږیره تورولو او پګړۍ په سرولو نه روحاني کیږي بلکه ریښتینی روحاني مسلمان هغه دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت موخه یې پیژندلې وي او عملا د هغه د پیژندنې د غوښتنو لپاره کار وکړي.
احمدجاویدصالحی
ساحل صاحب تشکر از شما
ماشالله که بسیار خوب گذارش تهیه کردید.
ذبيح الله حليم
مننه ساحل صاحب الله مو جنت ته بوزه
عرفانی
دیر شه پروگرام و مگر ساحل صیب رحله خو موتر ته د ختلو د وخت سخه شروع کیزی او بیا بیرته د آغازنقطی ته رارسیدو سره پای ته رسیزی
هیله ده چی په راتلونکی رپوتونو کی دی تکی ته هم توجو وکری
الله دی مل شه
روح الله ساحل
مننه ملګرو.