را پور: محمدګلاب توحيديار او اسماعيل ګوهري
په جلال آباد ښارکې د ۱۴۳۱ هجری قمري کال لوى اختر دمبارکۍ په مناسبت غونډه ترسره شوه غونډه د لوى اختر په څلورمه دجمعې په ورځ سهار9:00 بجې پداسې حال کې چې دوياندويۍ چارې يې ډاګتروحيدالله (مصلح) پرمخ وړلې دقاري احمدنظير(سلطاني) په تلاوت پيل شوه دغونډې په پيل کې دامام ابويوسف (رحمه الله ) عالي دارالعلوم مسؤل مولوي صاحب ميرعباس (ګوهري) دغونډې ګډونوالوته له هرکلي اوښه راغلاست په ويلووروسته دقربانۍ په شامل مفهوم خبرې وکړې اوقرباني يې په دوه ډولونوويشيله چې يودقربانۍ خاص مفهوم دى اوبل عام. دقربانۍ خاص مفهوم همدادى چې خلک په څوخاصوورځوکې چې دلوى اختردرې ورځې دي څه حيوانات پسونه ،بزې ،غوايه ، اوښان قرباني کړي اوعام مفهوم دادى چې په دې اړه هرډول سرښندنې ،مالي ،ځاني اودوخت قربانۍ ته چمتوشي
تفريحي برنامې
دغونډې په اوږدوکې دجمعيت اصلاح دجلال آباددڅانګې دځوانانومسؤل استاد: محمدګلاب (توحيديار ) اوداسلام آبادنړيوال پوهنتون محصل زاهدالله (مصلح) لخواپه زړه پورې تفريحي برنامې وړاندې شوې چې دغونډې ګډونوالوپه کې ونډه واخيستله اودزياتې خوښۍ وړيې وګرځيدل .
ددين ژوندى تصور
دجمعيت اصلاح دمرکزي شوراغړي شيخ القران مولوى صاحب عبدالصبور دخپلې ويناپه ترڅ کې ووئيل الله (ج) چې دځمکې پرمخ څومره پيغمبران راليږلي دي هغوى يې دڅمکې دامامت لپاره راليږلي دي اسلام ددې لپاره راغلى چې په ځمکه کې واکمني دالله (ج) وي دالله (ج) حکمونه عملي شي مولوى صاحب زياته کړه اسلام يواځې ددې لپاره ندى راغلى چې دشيخانويوه ډله جوړه کړي تسبح په لاس کې واخلي اودجومات په ګوټ کې کښيني ځکه که اسلام يواځې ددې کارلپاره راغلى واى نوبياخويې ملائکې ډيرمستحقې دي مولوى صاحب وويل جمعيت اصلاح غواړي چې خپلوهيوادوالوته داسلام صحي پوها وى ورکړي اودجمعيت اصلاح ټولې هڅې دهمدې لپاره دي
ځوانان په کوم لور
دغونډې په وروستۍ برخه کې د(افغانستان ځوانان هدفمن ژوندلري اوکه نه که ځواب نه وي نولاملونه اودحل لارې څه دي ؟ ) ترسرليک لاندې ورکشاب دائر شو چې دګډونوالوله ډلې څخه حاجي حاکم (مشفيق ) ډاکټرپامير(احسان ) نورعالم (حکيم يار) اواستادعبدالغفار(ساپى ) په وارواردموضوع په اړه په زړه پورې ويناوې وکړې
غونډه ددعاپه لوستلوپاى ته ورسيده
د الفلاح د نجونو په مدرسه کې د اختر مبارکۍ غونډه
دالفلاح دانجونوپه مدرسه کې هم د اختر دمبارکۍ په مناسبت غونډه جوړه شو ه غونډه دلوى اخترپه پنځمه دشنبې وپه ورځ دالفلاح ديني مدرسې په تالارکې ترسره شوه دمدرسې استادانو،زده کوونکواوعاموميلمنوپه کې ګډون کړى ؤغونډه دسهاره په 8:30 بجودقرانکريم دمبارکواياتونوپه تلاوت سره پيل شوه چې دوياندوۍ چارې يې دالفلاح ديني مدرسې داووم ټولګى زده کوونکې خديجې لخواپرمخ وړل کيدې وروسته دشپږم ټولګي زده کوونکې سنبل لخوادعلم دفضيليت باره کې حديث وړاندې شو
ورپسې دغونډې دافتتاح په مناسبت دمدرسې سرمعلمې آمنه (هادي) ويناواوروله چې په کې يې دښځې دشخصيت په اړه ميلمنوته غوره معلومات ورکړه ورپسې دزده کوونکولخواډول ډول موضوګانې نعتونه اوترانې وړاندې شوې چې دميلمنودپاملرنې وړوګرځيدلې په دوهم پړاوکې دزده کوونکولخواتفريحي مسابقات وړاندې شو غونډه په 12بجودغرمنۍ په خوړلوسره پاى ته ورسيده
ديادونې وړده چې دننګرهارولايت په خوګيانوولسوالۍ ،بيټيکوټ ولسوالۍ اوروداتوکې هم دلوى اختردمبارکۍ په اړه ورته غونډې جوړې شوې.
One Comment
فضل الهادي وزين
سلام به اعضاي رشيد جمعيت اصلاح در ولايا مرد خيز وعلم برور ننكرهار..
جزاكم الله خيرا و بارك الله فيكم وسددعلى طريق الخير و النور خطاكم.
سيروا على بركة الله و بتوفيقه.