دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکزکى د لوى اختر دمبارکۍ شانداره غونډه
دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز دتاسيس نه تراوسه داختر مبارکي اجتماعي پروگرام نيولويو ښه ابتکار او تاريخى روايت پاتى شوى چه د دى مرکز سره بلد خلک د دى ورځي درارسيدلو لحظې شماري او پرته له دي چه نوې بلنه يا بلنليک چاته ورشي ورسره مرتبط استادان،ځوانان،علماء او طلباء مشران او کشران ورځي.
چې سږ کال هم لله الحمد مرکز دهمداسى يوي شاندارې غونډى کوربه ؤ چې نژدى دوه سوه تنه د جمعى په ورځ ٣٠: ٩ بجي مرکز ته راغلى ؤ.
مرکز فرهنګي دخپل هدفمند تعامل سره سم ورته منظمه برنامه جوړه کړى وه. د خدمت او د استقبال گروپ درانه ميلمانه دجلسي ځاى ته رهنماى کول چى يوښه دينى ،ثقافى او تفريحى پروگرام ترتيب شوى ؤ.
دسټيج چارى استاد حفيظ الله کاموى په غاړه وې. غونډه دامام ابوحنيفه (رح) دکليى زده کونکي صلاح الدين (محصل) په تلاوت پيل شوه.
ورپسى محترم قارى شکرالله مخلص د مرکز په نمائيدگۍ وروڼوته هر کلى او دلوى اختر مبارکى وويله او د مرکز تعليمي او تربيتي پروګرامونه يې شرحه کړل.
ورپسى کمکى ځوان سميع الحق على خپل ( دزندان په دروازه يى يوه مور ولاړه وه) ترسرليک لاندى په خواږه اواز او ترنم سره ښکلى نظم زمزمه کړچه ټول حاضرين يې متاثره کړل.
ورپسى استاد حسبان الله متوکل په اوسني وخت کې د ځوانانو په مسؤليت گټوره رڼا واچوله او ويې ويل: په هر دور کي ځوانانو د اسلام خدمت کړی دى اوپه دې لاره کې يې قربانۍ ورکړې دي ، ځوانان بايد ددين او وطن د خدمت او ساتنې په موخه په علم او اسلامي تربيې ځانونه سينګار کړي او خپل ټول صلاحيتونه د اسلام او هيواد د خدمت او حفاظت په لاره کې خرڅ کړي ځکه همدوى دي چې بدني اومعنوي ځواک څخه برخمن دي او کولاى شي چې دهر ډول ستونزو سره مقابله وکړي .
بياد افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز رئيس ښاغلي محمد حسن اسلامي لخوا د جمعيت اصلاح دفعاليتونو لنډ گزارش وړاندې شو چې دخبرو يوه برخه کې داسى وويل : جمعيت اصلاح يو ديني ،اجتماعى اوفکرى ټولنه ده چه داسلام سره د مسلمانانو د ژور تعلق پيدا کولو په تکل کارکوي.
غواړى ځوان نسل د دين سره وتړي دهغوى استعدادونو ته رشد او وده ورکړى ، ترڅو داسلام او هيواد د خدمت جوگه شى. داسلام او وطن سره مينه ولري. او د دى مينى غوښتى پوره کړى. چه د دى کارلپاره مختلفى ځانکى لرى لکه تعليمى فرهنګي او نشرات،دخويندو،د ځوانانو،ددينى مدارسو، او دمهارتونو د ودى،او عامه فعاليتونو چه ډير مدارس ، ليسى ، دارالحفاظونه او دارالمعلمينونه يى جوړکړى.
ډيرى مجلى لرى ،کتابونه نشرولو لړى لرى اصلاح غږ راديو او اصلاح انلاين ويب سايټ دستراتيژيکو مطالعاتو مرکز،کتاب خانى او ولايتى فرعې لرى.
لويې لويې دورې ،کورسونه ، ورکشاپونه ، سمينارونه دقرآن پوهنى ، تفسير،سيرت النبى دورىاو دينى،ثقافى او علمى مسابقى جوړوى. ټولى برنامى يې دځوانانو دمعنوى او مادى رشد په موخه په منظم اوپلانيزه توګه تر سره کيږى.
چې نن الحمدلله د ولس د اميد سترگې ور اوړى.
ورپسى سټيج تاند شاعر نظيرالحق قريشي ته وسپارل شوې ترڅو د آزادې مشاعرې برخه پرمخ بوزى چه ورپسى شاعرانو هريوه ،وتلى شاعر او ليکوال باز محمد عابد،تاند ځوان شاعر روئيد همت حماسى شاعر تحسين الله تحسين ، حاجى احمد شاه وردگ، ځاځى صاحب ،گران صاحب ، احمدطارق بابکر خيل او نورو شاعرانو خپل شعرونه واورول په پاى کې مولوى صاحب غلام احد د جمعيت اصلاح او مرکز فعاليتونه وستايل او پخپله سوزنده دعا يى مجلس پاى ته ورساوه. او ګډون کوونکې هغه طعام ته را دعوت شول چې د مرکز د ادارې لخوا برابر شوې وو.
One Comment
ستړی به ته وې
مرکز فرهنګي دخپل هدفمند تعامل سره سم ورته منظمه برنامه جوړه کړى وه.
نو،
دا هدفمند تعامل تنها له مهاجرینو سره کیږي او که د افغانستان په دننه کې هم.
له جمعیت اصلاح څخه مو هیله دا ده په راتلونکې کې د افغانستان په دننه کې هم همداسې د اختر مبارکۍ غونډې جوړې کړي