د روان کال د تلې په ٢٨نيټه ماسپښين ٢بجې په لغمان کې د جمعيت اصلاح د سيمه ايزې څانګې لخوا د دغې څانګې د مرستيال مرحوم ګل فقير حنيفيار په ياد کې د جمعيت اصلاح افغانستان د مرکزي او ختيځ زون د يوشمير مشرانو،غړيو، د مرحوم د کورنۍ اود هغه دسلګونو دوستانو او ارادتمندانو په ګډون يوه شانداره غونډه جوړه شوه.
د غونډې پيل د قاري محمد ياسر سهاک لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو اياتونو سره وشو او بيا په دغه ولايت کې د جمعيت اصلاح مسئول مولوي شمس الرحمن (شمس) ميلمنوته د ښه راغلاست ويلو په ترڅ کې د مرحوم استاد په ژوند ليک او علمي او فرهنګي فعاليتونو رڼا واچوله او دمرحوم د درې کلن يتيم زوى عبدالوهاب او کورنۍ د کفالت لپاره يې ځان او خپلو ملګروته د لوى الله څخه د توفيق او مرستې غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل: مرحوم استاد حنیفیار به انشاء الله له هغو خلکو څخه وي چې الله (ج) يې په اړه فرمايي : (وما بدلوا تبديلا ) او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) يې په اړه فرمائي :په دنیا کې د ناپیژندل شوي او مسافر انسان په څیر ژوند وکړه.
ورپسې د جمعيت اصلاح دمرکزي شورا رئيس محترم استاد نصيراحمد (نويدي) هغه پيغام ولوستل شو چې دمرحوم استاد د تعزیت لپاره یې رالييږلى ؤ.
دغه راز د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوى مولوي محمد شريف (رحماني) پيغام هم ګډون والوته واو رول شو .
د غونډې ځانګړى وينا وال د جمعيت اصلاح افغانستان مشر محترم استاد محمد عاطف ؤ چې په خپلو ارزښتناکو خبروکې يې د مرحوم استاد د شخصيت په علمي او فرهنګي اړخ رڼاواچوله او دهغه مړينه يې د جمعیت اصلاح او سيمې د وګړو لپاره يوه ضايعه وګڼله.
نوموړي زیاته کړه: استاد حنيفيار خپل ځان او استعداد د معارف او پوهې د زده کوونکو د روزنې لپاره وقف کړى ؤ ځکه هغه لوړ تحصيلات درلودل او کولاى يې شول د دولت په لوړو چوکيو کار وکړي، خو هغه یوازې د ښوونکي په دنده بسنه وکړه چې دا د راتلونکي نسل سره د نوموړي د مینې او ژوراحساس څرګندیي کوي.
د غونډې په پاى کې د مرحوم حنيفيار د کورنۍ په استازيتوب ښاغلي مولوي نيک محمد له جمعيت اصلاح افغانستان او د غونډې له ټولو ګډون والو څخه مننه وکړه چې له دوی سره يې خپله غمرازي شريکه کړه.
غونډه د مازيګر په څلورو بجو په دعا سره پاى ته ورسيده .
One Comment
عبدالله دانشیار
خدای دی ورته جنت فردوس په نصیب کړی. امین