راپور: عبدالفتاح جواد
د رمضان په مبارکه میاشت کې د جمعیت اصلاح لخوا دیني او علمي مسابقې اعلان شوه، چې ۵۰۰۰ نارینه او ښځینه برخوالو پکې نوم لیکلی وو او د میزان په ۹ نیټه یې د آزموینې چارې سرته ورسیدې چې د یوه ستر علمي پلاوي لخوا یې پارچې او ځوابونه وارزول شول او پایلې یې د میزان په ۱۶ مه نيټه اعلان شوې.
پریکړه دا شوې وه چې لومړیو شلو تنو ته له پخوانه اعلان شوې جایزې او نورو سلو تنو ته هم د پام وړ ډالۍ د یوې سترې غونډې په
ترڅ کې وویشل شي نو پدې اساس دشنبې په ورځ د میزان د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د سهار په نهو بجو د کابل ښار د چهل متره سرک د ستاره شهر هوټل په تالار کې پدې اړه یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه چې د زیات شمیر علمي او سیاسي شخصیتونو ترڅنګ ، د مسابقې ګټونکو ، دهغوی خپلوانو او په سلګونو نارینه او ښځینه وو پکې ونډه اخیستې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، د ویاندۍ چارې یې د اصلاح میډیا ګروپ غړي مولوي نقیب الله حمید په غاړه لرلې.
لومړی استاد عبد الاحد مسلم د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون استاد او د آزموینې د کمیسون مسئول وینا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د ازموینې ټوله پروسه د ګډونوالو مخې ته کیښوده او د پارچو کتلو د پروسې له شفافیت نه یې پوره ډاډ او اطمینان ورکړ.
ورپسې د جمعیت اصلاح د ترانو ګروپ ( نقیب الله حیات او عبدالباسط حمزه ) په غبرګو آوازونو یوه ښکلې او په زړه پورې ترانه واوروله.
بیا د جمعیت اصلاح رئیس استاد محمد عاطف وینا وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د یوې داسې دیني برنامې د پای په شیبو کې قرار لري چې پیل یې د رمضان له مبارکې میاشتې نه شوی وو.
استاد زیاته کړه: مونږ باید په تشو شعارونو پسې نه بلکې په عیني واقعیتونو پسې ولاړ شو ، زمونږ شعار زمونږ د آرمان انځورګر دی ، مونږ داسې افغانستان غواړو چې فرد، کورنۍ او ټولنه یې د اسلام په سیوري کې ژوند ولري، د همدغه هدف لپاره اوږد مهاله پلان لرو ، چې دغه دیني او علمي مسابقه یې یوه بیلګه ده.
استاد وویل:جمعیت اصلاح د تربیت زانګو، د دعوت منبر او د خدمت ډګر دی، چې په دریو ټکو ( په الله(ج) ایمان، په آخرت پوره باور او قرآن کریم د ژوند قانون ګرځول) باندې ډیر ترکیز او ټینګار لري.
د جمعیت اصلاح رئیس د ټولو هغو دیني عالمانو، د پوهنتونونو استادانو او د جمعیت اصلاح له غړو نه مننه وکړه چې د دې سترې مسابقې په چارو کې یې پوره ونډه واخیسته ، دغه راز یې د ذکرالله مومن زاده له سیاحتي او توریستي شرکت، افغان خیریه اسلامي بنیاد او د عثمان عمر شرکت نه هم مننه وکړه چې د مسابقې ټول مالي لګښت یې په غاړه اخیستی وو.
وروسته د بلخ د عالمانو د شورا رئیس مولوي محمد شاه عادلي وینا وکړه او د جمعیت اصلاح له فعالیتونو نه یې خوښي څرګنده کړه او هغه یې د ستاینې وړ وبلل.
مولوي عادلي زیاته کړه: په دیني چارو کې دوه مهم شرطونه ډیر ضروري او اړین دي چې یو للهیت او اخلاص دی او بل یې د سنتو سره مطابقت دی.
بیا د هیواد نامتو او خوږ ژبي ترانه ویونکي فضل الدین سراجي په خپل خوندور ترنم سره ګډونوال ونازول.
وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد دوکتور محمد ایاز نیازي وینا وکړه او د مسابقې د بیلابیلو پړاوونو په اړه وغږید، د پروګرام نظم یې وستایه او ویې ویل: جمعیت اصلاح په عملي توګه ثابته کړه چې له خپلو وسایلو او امکانیاتو نه په ښه او منظمه توګه د کار اخیستلو توان لري او دا ډیره مهمه ځانګړینه او د وخت غوښتنه ده.
نوموړي زیاته کړه: مونږ د یوه ستر فکري او فرهنګي یرغل په وړاندې قرار لرو ، چې د پخوا په نسبت زمونږ د مسئولیت پیټی درنوي ، نو ځکه خو باید دغه ډول دیني برنامې زیاتې کړو ترڅو ځوان نسل په سالمه توګه وروزو او د استعمار د ناوړه اغیزو نه یې وژغورو.
نیازي وویل: زمونږ ملت خنده بازار، مسخره بازار او نورې مبتذلې برنامې نه بلکې سالمه توجیه او دیني لارښوونې غواړي، زمونږ ټولنه کښت ته تیاره ځمکه ده خو دا د جمعیت اصلاح او نورو دیني سازمانونو دنده ده چې سم تخم پکې وکري.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کال کې به تردې ستره او پراخه مسابقه جوړه شي چې په لسګونو زره ګډونوال به ولري.
د مسابقې لومړی ګډونوال محمد حامد د نورو په استازیتوب وغږید او د جمعیت اصلاح او ټولو هغو جهتونو نه یې مننه وکړه چې ددې مسابقې په جوړولو کې یې ونډه درلوده، نوموړی د مسابقې د جریان نه ډیر خوښ وو او د نتایجو د شفافیت په اړه یې پوره اطمینان او ډاډ ښکاره کړ.
وروسته د تقدیر لیکونو د ویش لړۍ پیل شوه، لومړی د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نویدي د ذکرالله مومن زاده سیاحتي شرکت مشر حاجي ذبیح الله او د افغان اسلامي خیریه بنیاد استازي نظرالله ته تقدیر لیکونه او شیلډونه ورکړل.
ورپسې د جمعیت اصلاح رئیس استاد محمد عاطف د مسابقې د تدویر مسئول مولوي مظهرالدین فایز په ګډون د بیلابیلو کمیسیونونو مسئولینو ته تقدیر لیکونه ورکړل.
ورپسې د جمعیت اصلاح قیادي شخصیت دوکتور صفت الله قانت، دوکتور محمد ایاز نیازي، استاد عبد الظاهر داعي او استاد عبد الله حقیار ته تقدیر لیکونه ورکړل.
وروسته د مسابقې لومړي ګټونکي ته د عمرې ټکت ، دوهم او دریم ګټونکي ته د ۵۰۰۰۰ افغانیو په قیمت لب ټاپ کمپیوترونه، څلورم نه تر لسم ګټونکي ته د ۳۰۰۰۰ زرو افغانیو په قیمت لب ټاپ کمبیوترونه ، د یوولسم نه تر پنځلسم ګټونکي ته ۱۰۰۰۰ زره افغانیو په قیمت موبایلونه او د شپاړسم نه تر شلم ګتونکي ته د ۵۰۰۰ افغانیو په قیمت کتابونو سیټونه وویشل شول، د یادونې وړ ده چې د یویشتم نه تر یوسل او دریم ګټونکي ته هم د ۲۵۰۰ افغانیو په قیمت یو یو سیټ کتابونه په جایزه کې ورکړل شول، دغه راز د غونډې ګډونوالو ته هم کتابونه ډالۍ شول.
د غونډې ګډونوالو ته د ستاره شهر هوټل څښتن الحاج لطیفي په خپل لګښت ډوډۍ ورکړه او اعلان یې وکړ چې د هوټل یو تالار به یې د تل لپاره یوازې د دیني برنامو په خدمت کې وي او له ګټې نه به یې هم یوازې په همدې لاره کې کار اخلي.
غونډه د سلام پوهنتون د مرستیال مولوي محمد اسمعیل لبیب بلخي لخوا د دوعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.
9 Comments
طوفان
ماشاء الله
څومره ښکلې خبره ده؛:
جمعیت اصلاح د تربیت زانګو، د دعوت منبر او د خدمت ډګر دی
عبداللطيف قدرزی
زما پکې د استاذ دکتور نيازي دا خبره ډيره خوښه شوه چې ويل يې:
زمونږ ملت خنده بازار، مسخره بازار او نورې مبتذلې برنامې نه بلکې سالمه توجیه او دیني لارښوونې غواړي، زمونږ ټولنه کښت ته تیاره ځمکه ده خو دا د جمعیت اصلاح او نورو دیني سازمانونو دنده ده چې سم تخم پکې وکري.
طوفان
والله قدرزی صاحب ، دغه خبره خو یې زما هم خوښه شوه
خو ما ویل دغه یوه خبره به زه خوښه کړم
او دغه بله به تاته پریږدم
بیا به ګیله کوې چې دواړه دې ځان ته خوښې کړې
داکتر عمر خان
طوفان او قدرزی صیب!
ښه پکې خوشاله یی
لکه چې کارونه درباندې ډیر شوي دي
عبداللطيف قدرزی
يره طوفانه خدای دې په کافرو وروالوزوه او مونږ مسلمانان دې خدای ستا له طوفاني اثره وساتي، ته هم ډير شوخ يې که نه.
علي زلاند
د اصلاح انلانی ښاغلو چلونکو !
د غونډې پر مهال د اخیستل شوو عکسونو د خپرولو په انتظار یم
نظرمحمد
قدمن جوادصاحب! درپورټ په لوستلو او دعکسونو په لیدلو زیات خوښ شوم. رپورټ او عکسونه چی دواړه ولیدل شی داسی فکرکیږی چی سړی خپله په غونډه کی موجود دی. مننه
طلال
ماشا الله
الحمد لله
امین
الحمدالله
به امید کامیابی ها تان