نن د جمعې ورځ سهار نهه بجې وې چې د دیني او علمي مسابقې ګډونوال په ډلو او اوږدو کتارونو کې د کابل ښار عیدګاه ته رامات وو، په زرګونو نارینه او د سلګونو په شمیر کې ښځینه په ډیر عزم او جذبه د عیدګاه له بیلابیلو دروازو نه راننوتل ، د نجونو لپاره جلا ځای چمتو شوی وو او نارینه د عیدګاه په میدان کې په ټاکلو ځایونو وویشل شول.
د جمعیت اصلاح شاو خوا ۳۰۰ تنه غړي ، همکاران او همفکران لا د سهار شپږ بجې د ګډونوالو هرکلي او د مسابقې د نظم او کنترول سمبالولو ته رارسیدلي وو، پدې سربیره د ننګرهار جمعیت اصلاح پنځوس کسیز ټیم هم په نظم کې د مرستې لپاره رارسیدلی وو، د عمومي نظم مسئول امان الله صافي د خپل همکار ټیم په مرسته د نظم چارې داسې سمبال کړې وې چې هرچابه یې ستاینه کوله او په ډیره ښه توګه یې د مسابقې د ګډونوالو د ناستې ځای برابر کړی وو، د داخلي امنیت لپاره هم یو ستر او پیاوړی ټیم د الحاج وحید الله شفیق په مشرۍ په دنده بوخت وو چې د خپل ځانګړي یونیفورم له امله یې د ګډونوالو پام ځان ته رااړولی وو.
د عیدګاه جومات مخې ته د ستیج لپاره پراخه ځای په قالینو پوښل شوی وو ، شاته یې اوږد او پلن بینر چې د مسابقې عنوان او د جمعیت اصلاح لوګو پرې کښل شوي وو راځړیدلی وو چې له ډیر لیرې سیمې څخه هم ښکاریده، په قالینو باندې لپاسه ۲۵ څوکۍ منظمې ایښودل شوې وې چې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نويدي په ګډون د جمعیت اصلاح نور مرکزي مشران استاد محمد یونس ابراهیمي ، دوکتور صفت الله قانت ، دوکتور عبدالصبور فخري ، دوکتور محمد اسماعیل لبیب بلخي ،د جمعیت اصلاح مرکزي زون مسئول استاد عبد الوهاب عابد، دجمعیت اصلاح معاون مولوي مظهرالدین فایز ، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او د کابل د وزیر اکبرخان مېنې جامع جومات خطیب دوکتور محمد ایاز نیازي، د تعلیم او تربیې پوهنتون استاد عبد الاحد مسلم ، د عید ګاه جومات خطیب مولوي عبد الصبور او قومي مشر الحاج عبدالباقي په ګډون د اصلاح میډیا ګروپ ټیم احمدضیاء رحیمزی، عبد الظاهر حمیدي ، محمد یونس برهان ، داکتر غنچه ګل ارمان، نقیب الله حمید او عبد الفتاح جواد ناست وو.
د مسابقې عمومي مسئول او د جمعیت اصلاح معاون مولوي مظهرالدین فایز د جمعیت اصلاح غړي او همکاران په کمیسیونونو وویشل چې د پنځو ګروپونو : حضرت ابوبکرصدیق (رض) ، حضرت عمرفاروق (رض)، حضرت عثمان غني (رض)، حضرت علي بن ابي طالب(رض) او حضرت عایشه (رض) په لړ کې به له ګډونوالو څخه امتحان اخلي او پنځه ډلې به نور له دوی سره د خدمت دنده ترسره کوي، البته د ښځینه ګډونوالو لپاره چې د حضرت عایشې رضی الله عنها په نوم کوم ځانګړی ګروپ جوړ شوی وو په هغه کې ۷۰۰ خویندو ګډون درلود چې د نظم او امتحان چارې یې د جمعیت اصلاح د خویندو څانګې مرستیالې محترمې استاد نفیسه خطیبي په مشرۍ کې یوه ستر ګروپ په غاړه لرلې.
د مسابقې پروګرام په نهه بجې د ورور عبد الهادي احمدزي لخوا د قرآن عظیم الشان د څو آیتونو په لوستلو سره پیل شو، د ویاندویي چارې مولوي نقیب الله حمید پرمخ بیولې، د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نویدي پیلیزه وینا وکړه او ویې ویل: د الله (ج) په فضل هغه شیبې را رسیدلې دي چې په تاسې خویندو او وروڼو ورته د ډیر وخت راهیسې تیاری کاوه، په داسې حال کې چې تاسې ټولو ته بریالیتوب غواړو هیله لرو ، هغوی چې د لوړو نمرو او جوایزو په لاس ته راوړلو بریالي نشي د مایوسۍ او نهیلۍ احساس ونه کړي، ځکه چې د هرې مسابقې
په څیر پدې کې هم کاندیدان ډیر او جوایز لږ دي نو ګرانه ده چې هر فرد ته ورسیږي.
استاد زیاته کړه: ددې مسابقې اصلي موخه او هدف دادی چې ځوان نسل علم، معرفت او مطالعې ته مخه وکړي او خپل وخت په مفیدو او ګټورو کارونو کې ولګوي.
استاد نویدي وعده وکړه چې انشاء الله ددغه راز مسابقو لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام پیدا کړي او نورو ولایاتو ته به هم وغزیږي.
نوموړي زیاته کړه: افغانستان د نڅا او سندرو ستوریو ته نه بلکې د علم او معرفت ستوریو ته اړتیا لري او جمعیت اصلاح ژمن دی چې د ملت په مینځ کې به واقعي او حقیقي ستورو ته وده ورکوي او د هغوی د ځلیدلو زمینه به برابروي.
استاد نویدي د ذکرالله مومن زاده توریستي او سیاحتي ش
رکت، افغان خیریه اسلامي ټولنې او عثمان عمر شرکت نه مننه وکړه چې د دغې مسابقې مالي لګښت ته یې اوږې ورکړې وې او د دوکتور محمد ایاز نیازي، مولوي عبد السلام عابد او استاد عبد الظاهر داعي نه یې هم مننه وکړه چې د مسابقې په چارو کې یې ونډه لرله.
بیا د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او د وزیر اکبرخان جامع جومات خطیب دوکتور محمد ایاز نیازي وینا وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې په مسابقه په ډیره منظمه توګه دایره شوه.
نوموړي وویل: مونږ څو تنو مشوره وکړه چې یوه ستره علمي ، فرهنګي او دیني مسابقه جوړه کړو خو دا چې د لږو کسانو له وس نه پوره نه وه نو ځکه مو د جمعیت اصلاح له وروڼو سره خبره شریکه کړه، هغوی هم په ورین تندي ومنله او د دوی د اخلاص او منظمو هڅو په برکت سره نن دغه ستره مسابقه دایره شوه.
وروسته د امتحان د کمیسیون مشر او د تعلیم او تربیې پوهنتون استاد عبد الاحد مسلم وینا وکړه او د مسابقې دجریان او د امتحان طریقې په اړه یې څرګندونې وکړې او ګډونوالو ته یې پوره ډاډ او اطمینان ورکړ چې د ځوابونو پارچې به د دیني عالمانو او پوهنتونونو استادانو ګډ څلویښت کسیز پلاوی ګوري او په پوره شفافیت سره به نمرې ورکوي.
بیا د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس استاد نصیراحمد نویدي د امتحان د ټولو ګروپونو د مسئولینو او په ستیج ناستو خلکو په وړاندې د مسابقې د سوالونو صندوق پرانیست او پدې توګه د هر ګروپ مسئول ته د امتحان پرچې ورکړل شوې چې په منظمه توګه یې په ګډونوالو وویشلې او د امتحان پروسه په عملي توګه پیل کړه.
د غرمې دولس بجې ګډونوالو خپلې پرچې د امتحان کمیسیون ته وسپارلې او پدې سره د مسابقې پروسه په ډیره ارامه او خوندوره فضا کې پای ته ورسیده.
د مسابقې له ګډونوالو نه یو تن عبید الرحمن چې د دولسم ټولګي فارغ دی او اوس په کابل کې د کانکور لپاره چمتووالی نیسي د مسابقې له نظم او بهیر نه خوښ بریښیده او ویې ویل : د مسابقې جریان په ډیره ښه بڼه په مخ لاړ او زه ډاډه یم چې هیچا ته هم د نقل زمینه نه وه.
شاهپور یو بل ځوان هم خوښ بریښیده او ویې ویل له دغې مسابقې نه مې ډیر دیني او علمي مسایل زده کړل.
د یادونې وړده چې د مسابقې پایلې به د جمعې په ورځ د میزان په ۱۶ مه نیټه د اصلاح انلاین ویب پاڼې له لارې اعلانیږي او ترڅنګ به یې په عیدګاه جومات کې هم په یوه بینر را وځړول شي.
په دغه مسابقه کې لومړۍ درجه کامیاب تن ته د عمرې ټکټ، دوهمه او دریمه نمره کامیاب ته ۵۰۰۰۰ افغانۍ قیمت لرونکي لب ټاپونه، څلورم نه تر لسم نمره کامیابانو ته ۳۰۰۰۰ افغانۍ قیمت لرونکي لب ټاپونه ، یوولسم نه تر پنځلسم نمره کامیاب شویو ته موبایل سیټونه او له شپاړس نه تر شلم نمره کامیابانو ته د کتابونو سیټونه ورکول کیږي.
د مسابقې د عکسونو کتلو لپاره لاندې لینک وګورﺉ
19 Comments
جواد
ماشاء الله ډیره منظمه مسابقه وه
د جمعیت اصلاح قیادت او ټولو غړو ته دې مبارک وي.
دا زمونږ د وروڼو او خویندو د اخلاص او قربانۍ نتیجه وه چې د امن او ارام په فضا کې، د مینې او اخوت په فضا او په پوره کامیابۍ سره پای ته ورسیده.
صفي الله جوهر
الله اکبر ولله الحمد!!
ددومره دقت او نظم څخه دا جوتيږي چې جمعيت اصلاح تر دې د سترو او درانو مسوليتونو د پورته کولو توان هم لري، الله تعالى دې د دغې مسابقې د دنظم مسؤلينو او برابروونکوته ستر اجر ورکړي، خو له بده مرغه ديوه سفر له کبله زه په دې و نه توانيدم چې په نظم کې له خپلو ورونه سر مرسته وکړم.
Mohmmad Asghar
االسلام علیکم و رحمت الله و برکاته.
دیر مفید او فرهنگی پرگرام وو .
د افغانستان زوان نسل داسی علمی او فرهنگی پرگرامونه زیاته ارتیا لری.
الله تعالی دی د جمعیت اصلاح او نورو ورونو ته اجر ورکری چه داسی علمی مسابقی د افغنستان زوان نسل لباره برابره کری وه.
ستاسی د لا زیاتو کامیابیو په هیله.
یوسف
د مور شیدی مو سه جمعیت اصلاح
کاشی په افغانستان کی ټولو سیاسی ، اجتماعی ډلو د هیواد د ټوټه کیدو او خراپولو پر ځای دغسی د خیر کارونه کولای
محمد حكيم صابر
د الله تعالى شكر ادا كوم جه دخوك افغانستان به زره ( كابل )كى يي زركونه وكري يو كنست ته نه بلكي د بوهي به فكر سره را يو جائ كرل . كه درست دغسي فكر وكري نو بهرنيان به افغانستان بلا غواري ؟؟؟
الله ستا لاس كي د درست انسانانو زرونه دي ته يي حق ته مائل كري , او نور نو دا هيواد او تول اسلامي امت ته هوسا او ارام زوند او د دنيا قيادت ور نصيب كره آمين .
الله له تا داسى وخت غوارم جه به خبل موتر سائكل د تول افغانستان به آرام زره كرد جابير وكرحم الله الله الله الله الله.
محمد حكيم د اسلام آباده بوهنتونه حخه
محمد حكيم صابر
كه دا تجربه نورو ولاياتو وغزول شي ديره سودمنه به وي .
اقبال رحمه الله وائي :
زرا نم هو تو يه متي بهت زرخيز هى ساقي .
محمد حكيم صابر
تولو ورونو ته ددى فورم به توسط سلامونه رسوم او بيا تري دا هيله لرم جه زما والد محترم ته دعاوى وكري حوك جه لس ورحى مخكي وفات شوى دى . الله دى سابقه نيك اعمال او جهادونه قبول كري . آمين
سیف الله عابد
تولو ورونو ته مبارکی وایم او دلوی الله سخه ورته د اجر غوشتونکی یم
میرآقا حسین خېل
په اول کې د جمعیت اصلاح له دغه ستر نوښت او سترې کارنامې نه مننه کوم او د زړه له کومې ورته مبارکې ووایم.
څومره یوه د مینې او محبت فضا، څومره نظم او دیسپلین: و اقعآ د هر کار د کامیابي لپاره کلک هوډ اساس ګڼل کیږي.
د افغانستان دټولو هغو ادارو څخه چې د ښوونې او روزنې مسولیت په غاړه لري باید چې د جمعیت اصلاح څخه یې زده کړي او دخپلو ځوانانو د پرمختګ لپاره پرواګرامونه ترتیب کړي.
شکرالله مخلص
دجمعیت اصلاح مشرتابه ټولو غړو او په ځانګړې ډول د ځوانانو څانګې ته د دغه بي سارې علمي مسابقې په دايرولو د زړه له کومي مبارکې وايم او د الله تعالى نه ورته ددعوت او د علم د خپراوي په لار کې لا زيات توفيق غواړم الله تعالى ددوى سعې قبولې کړي. يقينا په دغه دور کې چې هري خواته د ځوانانو په منځ کې د اخلاقي فساد او بي لاريو يو بهير روان دى د ځوانانو سمي او د علم او اسلامي ثقافت سره اشنا کول يو ستر فرهنګي جهاد دى او د خوشحالۍ ځاى دى چې که له يوې خوا د اسلام دښمنان په دې هڅه کې دې چې زمونږ ځوانان چې د ټولنې د ملا د تير حيثيت لري بي لارې کړې داسي با احساسه او په خپل دين او وطن مين ورونه هم شته چې ددغه ستر خطر مقابله کوي ، هغه پانګوال او تجاران ورونه چې په دغه ستر جهاد کې يې مالي ونډه اخيستي ډير د ستايني وړ دي الله دي ورته په مال او تجارت کې برکت واچوي او د ملت نورو تجاران هم بايد ددوى په پل قدم کيږدي او دغه ډول علمي ، فرهنګي مسابقې جوړې کړي تر څو د اسلام د دښمنانو ناولې دسيسي شنډې کړو او خپل ځوانان د علم او ثقافت په ګاڼه سينګار کړو.
عبدالباقی امین
دجمعیت اصلاح ټولو غړو همکارانو او همفکرانو ته ددی مسابقی او په هغه کی د بی ساری مشارکت مبارکی وایم او الله پاک نه غواړم چه زموږ ملګری نور هم ددی کامیابه پروګرام نه لوړ همت واخلی او ددی مسابقاتو لړی په ملک کی فراخه شی، دالله پاک نه ټولو هغو وروڼو ته دعظیم او لوی اجر غوښتنه کوم چه ددی پروګرام په ترتیبولو کی یی ونډه اخیستی
محمد شريف هريپال
لمړی دجميعت اصلاح مشرانو اوټولوغړو ته دزړه له کومۍ سلامونه اوپه ښه توګه د دې سترنوښت اوابتکاردترسره کيدو مبارکي وړاندې کوم ،هيله لرم چې داډول ګټورې مسابقې او پرګرامونه مياشتنۍ اوهفته واره بڼه واخلي اوهمدا رنګه په نورو ولا يتو کي هم ترسره شي ترڅو زمونږ د ګران هيواد هر بچی ترينه ګټه واخلي…………………. ستا سو دبرياليتوب په هيله
حمد الله فایق
د الله تعالی شکر دی چي جمعیت اصلاح ته یی د داسی ستر کار د ترسره کولو توفیق ورکړ، په رښتیا چې د ډیرې خوښۍ ځای وو.
او دعاده، چې خدای دی جمعیت اصلاح د نور سترو کارونو توفیق هم ورکړی. آمین آمین
ثاقب (saqeb)
الحمدلله که خداوندمتعال توفیق عطافرمود که جمعیت اصلاح وانکشاف افغانستان مسابقه دینی رابرگزارنمود.البته بایداعتراف نمائیم که این مسابقه درتاریخ افغانستان بی نظیربوده ودشمنان دین ومیهن ماراشرمساروسرنگون نمود.انشاءالله بابرگزاری همچون مسابقات جوانان ونوجوانان این کشور ازخواب غفلت بیدارخواهندشد.
خوشحالم که من نیزدراین برنامه دینی جزء خدمتگاران بودم.
به امیدمؤفقیت های روزافزون شما
فريداحمد پوپل
الله اکبر و لله الحمد
ډير د خوښي وخت او خبر دى چي دا و نړيوالوته يو سياسي ګذار دى چي کلونه کلونه په دي وطن کي مختلف پروګرامونه وچلول او پر مخ يي بيايي خو بيا هم الحمد لله داسي نه دي کامياب شوي لکه زموږ اسلامي رهبران او وړوڼه چي په يوه کوچني اشاره سره په زرګونه وروڼه او هيوادوال سره په رضا کاري سره يو ځاي کولاي شي او د اسلام او وطن خدمت ته اماده کولاي شي.
کامياب او سرلوړي دي وي اسلام او افغانستان په نړي کي….
ع-ن-مرستيال كندهار
ماشاء الله ډېر په زړه پورې الله تعالى د جمعيت اصلاح مخلصو وړونو ته نور هم توفيق وركړي چې دغسې كټورې او اصلاحي غونډې د افغانستان په ټولو ولايتونو كې يانې په لر او بر كې دائرې كړي.
جزاكم الله خير
ستړی به ته وې
الله اکبر! الله اکبر! الله اکبر!
دغه دی نظامی شهکار!
که مو دا کار هسی ننداره نه وی نو د افغانستان د سرپرستی توان در پکی له ورایه زلیژي
زه مو په عکسونو کی د بدر صفونه گورم
ای د خیر او اصلاح جمعیته!
له غروره زانونه وساتی، آینده ته امیدواره اوسی او له هیچا نه مه داریژی، الله له تاسو سره دی.
عبداللطيف قدرزی
ګرانه (ستړی به ته وې) صيبه
د يو چا مخامخ ستاينه کول، له شرعي پلوه ښه کار نه دی او سړی لويي او غرور ته کش کاږي، ځکه نو، په دې ځای کې ښه دا ده چې رغنده مشورې ورکړې، نه دا چې بوس ترې لاندې کړې
ستړی به ته وې
گرانه عبد اللطیف جانه!
السلام علیکم
د یو چا مخامخ ستاینه نه کول په دی معنی نه دی چی حقیقت له سترگو وغورزوو او تشویق له بامه را ختا کو.
او دوهم دا چی زه نه پوهیژم چی د تا په نظر به رغنده مشوره سه ته وایی، خو زه فکر کوم چی دا وروستیو جملو ته دی نه دی پام شوی.
په هر صورت مننه!