راپور: عبدالنصير مرستيال
د يك شنبې په ورځ د سنبلې په پنځلسمه نېټه جمعيت اصلاح د كندهار ساحوي دفتر د روژماتې غونډه جوړه كړه چې شا او خوا ۱۰۰ تنو علمي او ملي شخصيتونو په كې ګډون كړى وو، غونډه د جمعيت اصلاح دفتر ته نژدې د زنداني صيب د كور په انګړ كې د مازديګر په ۴:۳۰ بجو د حافظ نقيب الله لخوا د قرآن كريم د څو مباركو آيتونو په لوستلو سره پيل شوه.
د غونډې وياند د كندهار د جمعيت اصلاح مسؤل مولوى صيب صديق الله ميوندوال وو، ښاغلي ميوندوال صيب پيليزه وينا وكړه او د ټولنيز روژه ماتي ګډونوالو ميلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه او له هغوى نه يې مننه وكړه چې د خپلو ټولو مصروفيتونو او بوختياوو سره يې د جمعيت اصلاح بلنه قبوله كړه او په دغو مباركو شيبو او مباركه غونډه كې شريك شول.
نوموړي په لنډه توګه سره د جمعيت اصلاح په فعاليتونو او اهدافو رڼا واچوله او د جمعيت اصلاح لخواپه ټول افغانستان كې تر سره شوي فعاليتونو يې واضح كړل چې جمعيت اصلاح په افغانستان كې د څه له پاره كار كوي او څه اهداف لري؟
وروسته د كندهار ولايت يو تن مولوى صيب ښاغلي استاذ سعد الله صيب د ( دعوة الى الله) تر سر ليك لاندې مختصره وينا وكړه او دعوت ارزښت اړوند يې ګډونوالو ته مالومات وركړل.
بياد هغه نه وروسته د تعليم الاسلام ولسي راډيو رئيس شيخ الحديث مولوى صيب محمد عمر خطابي د ځوانانو د مسؤليت په اړه وينا وكړه او ځوانان يې خپل مسؤليت ته متوجه كړل، هغه زياته كړه چې ځوانان بايد د ژوند په دې حساسه مرحله كې خپل مسؤليت درك كړي او له دې فرصت څخه پوره ګټه لاسته راوړي، او داسې ونه شي چې دغه د ځوانۍ شپې او ورځې په لهب او لعب ور باندې تېرې شي. تر هغه وروسته يې د روژې مباركې د فضليت په اړه هم لنډه وينا وكړه.
وروسته د مازديګر د لمونځ په جماعت سره ادا شوه او تر لمانځه وروسته د اشرفيې مدرسې د تاليف او ترجمې سر پرست مولوى صيب عبد الهادي حماد د ( ټولنې د اصلاح) په اړه خاصه وينا واوروله او د كورنۍ او د ټولنې د اصلاح له پاره يې د هر فرد مسؤليت ته په اشارې سره زياته كړي چې دا د ټولنې د هر فرد مسؤليت دى چې د كورنۍ او ټولنې د اصلاح په برخه كې هر اړخيزه كار وكړي.
او په اخر كې شيخ القرآن و التفسير او د جمعيت اصلاح د مركزي شوراى غړي ښاغلي استاذ محمد مزمل اسلامي صيب د( جمعیت اصلاح د اهدافو) په اړوند ګډونوالو ته مالومات وركړل. هغوى په خپلو خبرو كې د جمعيت اصلاح اساسي موخې په لاندې ډول تشريح كړي:
۱- په ټولنه كې د ين د صحيح فهم خپرول.
۲- ټولنه د جزيي او فرعي مسائلو او اختلاف څخه د دين اساسي او سترو موخو ته متوجو كول او د الله تعالى پر توحيد او د نبې كريم صلى الله د سنتو اتباع باندې راجمع كول.
۳- خلك د بندګانو د عبادت څخه د يو الله تعالى عبادت ته رابلل.
۴- خلك د نهضت اسلامي د منظم كار او اهدافو سره تړل.
۵- ټولنه او امت د منظم او ټولنيز كار كولو ته تشويق كول
او په اخر كې يې دې خبرې ته اشاره وكړل چې زموږ دښمنان كه هغوى اروپايان دي او كه امريكايان د خپلوپروګرامو له پاره سل كلن پلان لري او منظم كار تر سره كوي خو يوازې اسلامي امت دى چې د خپلو سترو اهدافو له پاره منظم پلان نه لري او هم دا وجه ده چې د غربت او ذلت سره مخ او ګريوان دى. په ټولو خلكو يې ږغ وكړ چې د افغانستان د اسلامي تحريك ملاتړ وكړي او په منظم كار لاس پوري كړي
د اسلامي صيب له وينا څخه وروسته او لږ وخت مخكې له روژماتي څخه ټولو ګډونوالو ته امر وشو چې د روژمات تر وخت پورې مسنون اذكار ولولي.
بيا د ماښام د اذان سره سم په ټولو ګډونوالو خرما او شربت ووېشل شول چې هغوى روژې ماتې كړې، د روژماتي څخه وروسته د ماښام لمونځ ادا شو او د لمانځه څخه وروسته د غونډې ګډونوالو په شريکه سره ډوډۍ وخوړه.
غونډه له ډوډۍ وروسته پاى ته ورسېده، البته ځينو ملګرو د اوويشتمه د شپې په مناسب په ټولنيزه توګه شپه تر سهار په عبادت تېرولو فيصله وكړه چې يو شمېر ملګرو په كې ګډون وكړ.
3 Comments
نویدی
تولو محترمو ورونو ته ددی پرتمینی غوندی په مناسبت مبارکی وایم.
الله تعالی دی میوند وال صیب, اسلامی صیب او نورورونه په خپل حفاظت کی لری او د کندهار د ورونو په دعوتی نشاط کی دی لاهم برکت واچوی.
حمیدی
اخترموبختور عبادت موقبول شه
دکندهار مسلمان ولس ته دربریایتو ب غوشتنه کوم چه جمعیت اصلاح ته یی خپل غیژ خلاصه کړی امید دی راتلونکی کال کی هلته هم دیو ی ستری قرانی غونډی شاهد ووسو موفق وسی
Mohammad Essa
Da Kandahar walaiat da Ghandi pa Manasabat
Da Jamiat Eslah na Manana Kawam Che Da Dasai Ghondo pa Jorawalo bandi Zawanan de ta Tashwiqawi Che pa Ghando ki Gadoon wakri aw Zan da Islami Shaiaro na Khabar kari
Mohammad Essa
Kuwait