راپور :شفيق الله (ظهير)
١- دقرانکريم د تفسير او ترجمې دورې :
الف : د لغمان مرکز د بصرام په سيد آباد کې د ترجمې او تفسير د پاې غونډه وشوه د قرآن دغه دوره چې د شعبان په لسمه نيټه د جمعيت اصلاح د سيمه ايزې څانګې د مهارتونو د ودې او تربيت مسئول جيد ديني عالم مولوي محمد عيسي عالمي لخوا پيل شوې وه د رمضان د مياشتې په ٢٦نيټې د يوې غونډې په ترڅ کې پاى ته ورسيده .
ب : د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا په جامع مسجد کې د تفسير او د ترجمې دوره.
د قران کريم دغه دوره د سيمې د دريو جيدو ديني علماو(مولوي محمد عيسي عالمي، مولوي عبدالمالک او د سلطان غازي بابا د جامع مسجد خطيب مولوي ضياالحق حقاني) لخوا پر مخ بيوله کيږي ټاکل شوېده چې د روژې په ٢٩نيټه د چهار شنبې په ورځ د قرانکريم د ورستيو سورتونو ترجمه او تفسير د هيواد د جيد ديني عالم ښاغلي مولوي عبدالصبور لخوا د يوې لوئې غونډې په ترڅ کې وړاندې شي .
ج: د لغمان په مصري کلا کې د جمعيت اصلاح د سيمه ايزې څانګې سره په تنسيق د سيمې ديوبل جيد ديني عالم مولوي عبدالنصير مجاهد لخوا د تفسير دوره وشوه چې د رمضان د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه د قرانکريم د ورستيو سورتونو ترجمه او تفسير د جمعيت اصلاح د مرکزي شوراد غړي ښاغلي مولوي محمد شريف (رحماني)په واسطه د يوې درندې غونډې په ترڅ کې وړاندې شو .
٢- اجتماعي روژه ماتې :
د روان کال د رمضان دمياشتې په ٢٦نيټه د مهترلام په ښارکې د جمعيت اصلاح د سيمه ايزې څانګې لخوا د اجتماعي روژه ماتې پروګرام ترسره شو.په دغې روژه ماتي کې نږدې سلو تنوروژه تيانو ګډون کړى وو او په ترڅ کې ئې د جمعيت اصلاح دمرکزي شورا غړي ښاغلي مولوي عبدالصبورګډونوالوته د جمعيت اصلاح د فعاليتونواو موخو په اړه خبرې وکړې.
٣- قيام الليل :
دروان کال د رمضان دمياشتې په ٢٧شپه په لغمان کې دجمعيت اصلاح د غړو ،همکارانو،هم فکرانو او يوشمير ځوانانو په ګډون قيام الليل سرته ورسيد .دغه ګتور عبادت د شپې په جوف کې د ژړا او زاريو سره يوځاى د لوى الله تعالي سپيڅلي دربارته په مخلصانه دعاګانو سره پاى ته ورسيد.
One Comment
فضل الهادي وزين
ماشاء الله تبارك الله
الله متعال در جهود مخلصانهء برادران و خواهران دعوتكر و هدفمند ما در همه جاها خصوصا ولايت علم برور و دين دوست لغمان بركت انداخته و همهء اين تلاشهاى نيك را در ميزان حسنات مسئولين و همكاران جمعيت اصلاح بيندازد
سيروا على بركة الله و اثبتوا…
إن الله لا يضيع أجر المحسنين.