راپور: محمد ګلاب توحيديار
دمبارکې روژې په اولسمه دجمعې په ورځ دکوټ ولسوالۍ ،سراى بازار ،جامع محمديه کې دبدرتاريخي ورځې په اړه جوړه شوې غونډه دقاري صيب اجمل په تلاوت پيل شوه ،ورپسې مولوي محمدهاشم دجمعيت اصلاح په فعاليتونو لنډه رڼاواچوله اوهمداراز مولوي صاحب عبدالرحمان داعتکاف اوشب قدر فضيلتونه بيان کړه.
دبدرغزا تاريخي شاليد،اسباب اوعلتونه :
دجمعيت اصلاح غړي اودننګرهار پوهنتون استاد مولوي محمدحسين روحاني دخپلې ويناپه ترڅ کې دوه مهمو ټکوته اشاره وکړه . لومړى داچې دبدردغزا په شمول ټوغزوات اود اسلامي تارخ جنګونه شاهدې ورکوي چې کله هم مسلمانانو دجنګ پيل ندى کړى بلکې جنګونه په هغوى باندې دکفارو لخواتحميل شويدي رسول صلى الله عليه وسلم ديارلس کاله په مکه کې دعوت وکړخودهيچاپرخلاف يې توره نده پورته کړې قرآني اياتونو به مسلمانانوته دصبر تلقين کاوه ،مشرکانو هغوى مدينې ته په هجرت کولو مجبرکړل اوهلته يې هم وګواښه دبدرغزا دهمدغوګواښونو په پايله کې رامنځته شوه .
دوهم: په اسلام کې دجهاد او قتال څخه هدف تخريب نه بلکې تعميردى پدې هکله يې قرآني اياتونه دبېلګې په توګه وړاندې کړل .
رسول الله صلى الله عليه وسلم نړۍ ته رحمت رالېږل شوى ؤ دهغه درسالت هدف په مادي اومعنوي ډول دانسانانو ابادول وه نوله همدې امله دهغه صلى الله عليه وسلم زيات ټنګار په دعوت اوبلنه ؤ خودوخت طاغوتيانوچې کله حق دعوت ته نه پريښو نوتورې ته يې لاس کړ.
دجمعيت اصلاح دکوټ څانګې مسؤل ډاکتر محمدشکر وحدت دبدردغزا ځينې صحنې اوپايلې واورولې ،اوهمداډول مولوي محمدزبير دبدر په غزا قرآني تبصره وکړه
غونډه دجامعه اسلاميه محمديه مدرسې مهتم مولوي صاحب نورالاسلام په دعاء پاى ته ورسيده .
One Comment
ضیاءالرحمن
ماشاء الله الله مو په هڅو کې برکت واچوه.
الله تعالی دی اجرونه درکړی